«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دپخوانی حکومت ددفاع وزارت وياند طالبانو سره بيعت وکړ

دوزيری تسليمی دحکومت بريا او ستونځه
ليکونکي: شزف الدين ستانکزی 
دسولې درشل کې کابل ته دجنرال وزيری ستنيدل ديوې لوې فوجی بريا څخه ډيره له اهميت برخمنه ده 
په ځانګړی بڼه نړيوال ستيج کې د حکومت دمخالفو مرال کمزوری يو په بل بې باوره کوی
 البته که مې څوک په خبره نيوکه لري چه بايد هم يې ولري دخپلې خبرې دثبوت لپاره در په زړه کوم چه ط البان دکابل تر سقوطه دمخه دهيواد بيلابيلو برخو کې نظامي چالشونو سره مخ شوه داسې چه يو هملمند کې لشګرګاه يې له اټکل زيات مقاومت وکړ. 
خو کله چه اسمعيل خان هرات ک تسليم شو دمره اثر يې لاره چه ټول هيواد کې بياچا مقاومت ونشوی کړی حتی دولسمشر پښې لړزانده شوې ...نو وزيری هم همدا ډول درواخله 
مګر دا او ديته ورته نورو اشخاصو تسلمی دط البانو دحکومت لپاره هم له لويو چالشونو او ازموينو خالی نه ده 
په دمعنی چه اوس تسليم شوی اشخاصو امنيت دنظام دبقا او تزلزل امتحان دۍ 
که سپينه يې ووايم دجنرال وزيری امنيت اوس تر ارګه مهم دۍ ځکه که خدای مکړه وزيزی ترور يا يلې بدې پيښې سره مخ شی ط الب حکومت ته په نړيواله کچه لومړی غيرمستقيم دانتقام بل د خلکو امنيت د نه ټينګښت ګوته لکيږی 
چه په دغه ډول يې په قانونی قسم دنظام مشروعيت ترسوال لاندې راځی   
نو طمعه شته چه د داډول اشخاصو تر راتګه دمخه آمنيت تابيا وکړی کنه نو وزيری او نور ملګری يې دشخصی دښمنيو ترڅنګ داعش، مافيا او دپخوانی حکومت بقايا کمين کې ورته ناست دی په ترور يې رنګه دط الب بديږی

+ لیکل شوی په  دوشنبه شانزدهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 5:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نرخ ته دوچکالۍ دناورين ګواښ او دمسولينو ژمنې

وچکالۍ نرخ کې په کرهنه اومالدارۍ بد اغيز کړی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دمجازی نړۍ له وسايلو په استفاده مې زرګونه مايله لرې دخپل ټابوبی په رنګينو سترګې خوږې شوې 
خو زړه مې ځکه شين شو چه سيمه د ژورې وچکالۍ ګواښ سره مخ وه 
دکلی يوه زده کړی بااحساسه ځوان نورمحمد څرګند دمبايل په زريعه وويل سږنۍ وچکالۍ تيرو لسيزو کې بې مثاله ده 
کاريزونه دوچيدو په حال دی ځمکه کې داوبوړکچه ټيټه شوې ده
څرګند په مالدارۍ هم دګڼه امراضو شکايت وکړ چه لامل يې وچکالی وښوده 
هغه وويل همدا نن ورځ يې کلې کې ددوستانو دوه دپيو غواوې مړې شوې 
نرخ دميدان وردګو  ولايت يوه ولسوالۍ ده چه دبڼوالۍ په وجه دهيواد حتی دسيمې هيوادونو په کچه يې ميوې مشهورې او مينوال لري 
ځکه نو دحکومت دمحاسبې په اساس دهيواد داقتصاد شارګ حيثيت لری 
مڼې زردالو الوګانو په شمول يې ۳۷ ډوله ميوې او زراعتی دانې مارکټ کې پيژندل شوي دی
نو ددغې سيمې اقتصادی اهميت ته په کتو څرګند دخپلو خلکو په استازيتوب اړونده مسولينو څخه نرخ ته دعاجلې مرستې وړانديز وګړ 
ويويل دهمکارۍ نه کولو په صورت کې به يو بشری ناورين رامخ ته شی چه مهارکول به يې بيا دحکومت او نړيواله ټولنې له توانه پورته وی
دموضوع دڅرنګوالی په هکله مې دميدان ولايت دبيړنيو مرستوړدادارې له مشر ملافيظ الله جلالي څخه وپوښتل دستونځې په تاييد دولايت په کچه دوچکالۍ حال ورکړ ژمنه يې وکړه چه اړمنو سره دمرستې پلان لری  
بايد ووايم چه نرخ د زرغون انقلاب  دسرلاری مرحوم ډاکتر عبدالوکيل عمرخيل ټاټوبی ده 
دکرهنې سيستم يې عصری او هر کروندګر يې دبيروت، ايران حتي دامريکا کرنيزه سيستم سره په سيالۍ چارې سمبال کړی دي 
چه دحاصل ترڅنګ يې نيالګيو په روزنه ټول هيواد کې لسګونه زره وګړی په مستقيم ډول بوخت ساتلی دی
دغه اهميت ته په کتو تير حکومت کې دموسمي اوبو دمهار څلور لوي بندونه ورته منظور شوی وو چه عملي چارې يې په ناڅرګند دليل پيل نه شوې 

+ لیکل شوی په  یکشنبه پانزدهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 21:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

الغتا راپور نرخ ولسوالۍ

الغتا
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی

دعوامو په باور په تلسم بند دسروزرو ښارګوټی څخه دڅړځای ګټه اخيستل کيږی 
دغه ښارګوټی چه د يوه غره په سر يې اثار موندل شوی دی دوهمې ميلادی پيړيو پورې يې اټکل شوی ده 
دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ دادل سره تړاو لری 
په سيمه او يونسکو سره دالغتا په نوم مسما دۍ 
يونيم کيلومتر اوږد يو کليومتر پلنوالی يې تثبيت شوی ده 
غونډۍ چه دښار نښې پکې موندل شوی پليولی نوميږی 
داسې چه په لويو تيږو کې يې داسونو پلونه او انسانانی تمدن نشۍ جوتيږی
ځينې اشخلص دپل ولی باور دحضرت علی کرم الله او نورو صاحبه وو دميشتيدو او کرامت سره تړاو ورکوی

خو تر کومه ځايه چه دالغتا خبره شوه نرخيانو کې يې له قديم زمانو افسانوی قيصو شتون لاره اما سيمه کې دخاص برم له کبله دلته شته سمڅو کې دپيريانو دشتون وهم په وجه نږديکت چا نشوی کولی 

د ظاهرشاه حکومت کې دلته ديوې کوټې دشتون خبر رسمی شو ويلکيږي دسردار داود خان جمهوريت لومړی بلاوي يوې سمڅې ته به دخول د يوې سرې تيکې په موندلو په زړه ساختماني نقش يوه پخه کوټه چه درڼو اوبو  چينه کې بهيدله وموندله. 
د شوريانو يرغل سره هير شوه خو په ۱۳۸۲ هج شمسی کال دحامدکرزی په مشرتابه کې دالغتا ښارګوټی ابتدايي څيړنې وشوې 
يوکال وروسته ۱۳۸۳ هج کال دفرانسې لرغون پوهانو دښار جغرافيه مشخصه يونسکو ومنله 
مشهور لرغون پوه رسول باوري هغه مهال وويل چه بودايي تمدن سره تړاو لری 
ښار په غره کې داسې بند دۍ چه په غيرقانونی څيړنو سربيره بيايې هم اسارو په ليږد څوک نه دی بريالی شوی 
ښاغلی باوری داهم وويل چه ابتدايي لټون کې يې دښار نقشه چه يو سر يې دادل بل يې تر صدمردې رسيږی تشخيص شوی ده 
يوه ستوپيه بودايي معبد او دوه بوتان يې موندلی خو ليږدولی نه دی 
اما په ۲۰۰۵ م کال چه خپله ما دوخت داطلاعاتو کلتور له وزير سيدمخدوم رهين سره خبرې وکړې الغتايې خپل ډول کې له اسارو مال مال ښار وښوده ويويل خينې لرغونی شيان يې پکې موندلی دحفاظت لپاره يې مرکز ته وړی دی خو شمير يې مشخص نکړ
الغتا دکابل ۵۰ کلومترۍ کې واقع دۍ  له غونډۍ لاندې يې دشاکلا په نوم يو زيارت هم ودان دۍ په دسربيره نرخ کې څلور نور داسې زيارتونه اماکن  هم شته چه دشاه پسونددلری نو اټکل شته چه دوی به دالغتا ددور واکمن او کابل شاه هان وو هغه څه چه رسمی تاريخ کې نشته

تاريخي ابدو مال مال نرخ خلک بېوزله او له حګومت لرې باته شوی دی 
ځکه نو په اړه يې لږ څه ليکل شوی دی 
خو تاريخ برم ته په کتو يې نرخ نوم کې داباور شته چه ښايي يو وخت دهيواد دنرخ نوا او جرګو دپريکړو يانرخ مرکز به وو
متن سره چه کومه ويديو ګورۍ تازه دملی تلويزيون خبريال کړې ده 
ورته انديښنې يې دميدان وردګ داطلاعاتو کلتور ريس سره شريکې کړی دی 
 
دالغتا ښارګوټی رمز يواځې يونسکو بربنډ کړ ۱۳۸۳هج ش کال کې دوخت حکومت يوه امنيتی بوسته ورته موظفه کړه په عينی حال کې بهرنی سيلانيانو ته ديوه سياحتی هوټل په تابيا سربيره پلان لاره چه الغتا به دغيرمنقول موزيم په بڼه يونسکو کې ثبت کړی 
خو له بده مرغه چه وروستيو جګړو داهيلې خاورو سره خاورې اوس الغتا له مالچر پرته بل کوم حيثيت سيمه کې نلری.

+ لیکل شوی په  یکشنبه پانزدهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 0:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

الغتا

په وردګ ولايت کي د لرغوني برم يوه نوې بيلګه

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

لرغونپوهانو او مورخينو د لرغوني او تاريخي وردګ په اړه هغسي چي وړده  زياتي ځانګړي تاريخي  ليکني او څيړني نه دي کړي ، خو د افغانستان په ټوليز تاريخ کي د وردګو ولايت  او په هغه ولايت کي  د ميشت اولس هغه ونډه بر ملا ده چي د ټول هيواد په سترو وياړنو او بريمنو سوبو کي شميرل کيږي .  د وردګو اوسنۍ ولايت او د هغه اړوندي سيمي زموږ د هيواد په لرغونو دورو اوتاريخي پيرونو کي ټاکونکي او نه هيردونکي څپرکي لري چي په دې لنډه ليکنه کي  د ټولو هغو  را يادول شوني  کار نه دۍ ، خو د اريايې پير راورسته په بيلا بيلو دورو کي د ورګو او د هغه ولايت  اړوندي سيمي   په يوه يا بل ډول را يادي شوي او د هيواد په ټوليز تاريځ کي يې  ونډه څرګنده شويده .

په ويدي او تر هغه وروسته اوستايې متونو کي د ويکرتهه او کوبها  تر ټولو نامتو سيمو څخه يوه ښيرازه سيمه  يورګيتا يا  اوسنۍ وردګ او دهغه اړوندې سيمي ګڼل سويدي  . ( ٢ : ص ٣٨٨  )  د هخامنشيانو په وخت کي هم دا سيمه د ستاکيديا په  نوم ياديدل چي د څلورو نورو سيمو سره يې کالني ماليات  ١٧٥ تالانه   ته رسيدل  ( ٣ : ص  ٢٨ ) د الماني څيړونکي بوخار بريتس په وينا ، يوناني مورخينو هم   د ستاکيديا په نوم د يونان باختري د پير يو ايالت يادکړيدۍ چي د وردګو سيمه يې تر ټول  نامتو بلل کيده ( ٤ : ص : ٥٤ ) په کوشاني پير کي د وردګو اړوندي سيمي د نړيوالو لارو په مسير کي  د سترو کاروانونو د تم ځايونو لپار د امن  ډاډمن  چاپير يال او  د اوسيدو مناسب ځايونه درلودل ، چي د ستروسوداګريزو کاروانونو تر ټولو نامتو ځای د کوټه اشرو په نوم تم ځاې وو ( ١ : ص : ٤٤ ) چي د افغانستان  تاريخ په اسلامي   پير کي يې هم پوره نوم درلود او د وريښمو د لاري سهيلي کرښه يې  د هند له پوتالي پوترا څخه بيا د بلخ تر ستر مرکز ه  نښلول . 

په اسلامي پير کي د وردګو ولايت په اړه د بيلا بيلو مورخينو ، جغرافيا ليکونکو او سيلانيانو له خوا زياتي يادوني شويدي ، يو شمير ليکوالو د جګړه ايزو پيښو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده ، د بيلګي په توګه د وردګو په خماري دره کي د سلطان محمود د ځواکونو په لاس د الف ارسلان ماتي خوړل ( ٤٤٣ هجري کال ؛ ٣ : ٨٦ ) ؛ يوشمير نور بيا د د ې سيمي د موقعيت او حاصلاتو په اړه ليکني کړي ( حدود العالم ... )او يو شمير نورو د هغو نامتو ملي مبارزينو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده چي د هيواد په تاريخ کي ستر وياړ ور په برخه دۍ ( محمد جان خان وردګ ) او  دې  ته ورته نوري زياتي بيلګي را يادولای شو چي  تفصيل يې  په دې لنډه ليکنه کي شونۍ کار نه دۍ ، هغه څه چي د دې ليکني  موخه او بنسټ جوړوي د دې سيمي  د لرغوني  تاريخ  په اړه د هغو نويو علمي  څيړنو او سپړنو ياودنه ده چي په دې ورستيو کي د نوموړي سيمي په يوه لرغون غونډۍ کي  تر سره شويدي . 

د اور بل او پژواک انټرنيټي پاڼو په يوه خبر کي مي ولوستل چي د وردګو ولايت  د نر خ په سيمه کي د يوې لرغوني غونډۍ څخه چي د الغتا په نوم ياديږي د بودايې پيراړوند لرغوني  اثار او توکی تر لاسه شويدي . پخوا تر دې چي د دې خبر متن درنو لوستونکو ته را نقل کړم ، غواړم  يوې بلي  اړيني يادوني ته د درنو لوستونکو پام را وګرځوم ، او هغه دا چي : افغان اولس دتيرو څه ناڅه  شلو  کالو را په ديخوا  د افغانستان د ورانۍ او لوټ مار خبرونه په پرله پسې توګه اوريدلي او دا کړه وړه يې په خپلو سترګو ليدلي دي  ، چي د هر وطنپال هيوادوال لپاره  داسي زړ بږنيونکي خاطري  دي چي ژوندۍ حافظې يې نه شي هيرولای او تاريخ  به يې هم  په خپلو  پاڼو کي   په کرغيڼ ليک  د اړوند پير د واکمنو پر ټنډه وليکي چي  : (( په معاصر تاريخ کي د هيواد  دلوټ مار  مشرانو څپرکۍ )) .  همدې ناوړه پيښو د يوشمير هيوادوالو سره دا اند را پيدا کړيدۍ چي  ، ښايې د نورو اثارو پيدا کول او يا را برسيره کول به تيروتنه وي ، دا ځکه چي لا په هيواد کي د لوټ مارانو واک ته د پای ټکۍ نه دۍ ايښودل شوۍ ، کيدای شي چي دا را برسيره شوي لرغوني توکي او ملي وياړني  د هماغه غلو او چپاولګرو لاس ته ورشي ، چي پخواني  را ټول شوي لرغوني توکي او تاريخي اثار يې لاس ته ورغلل او په بهرنيانو يې د افغانستان د ټول اولس ملکيت په پوره بې شرمۍ وپلورۍ ،  همدې ټکو ته په پام سره خپل دا اند پر ځای ګڼي چي نور دي په هيواد کي د سپړنو او څيړنو هڅي ودرول شي . هغه اثار چي لا را برسيره شوي نه دي ښايې زموږ په هيواد کي مصئون پاته شي ، او که را څرګند شي بيا به نو دا نوي رابرسيره شوي توکي هم د پخوانيو په څير  د پرديو ويترينونو پسول او ګاڼې شي ، او په ځانګړي توګه چي  د اوسني کلتوري لوړ پوړو چارواکو په اړه د افغان اولس باور يا نشته او ياهم ډيري ټيټي کچي ته رسيدلۍ دۍ   .

په دې کي شک نشته  چي دا  اندونه د زړه سوي پر بنسټ   ملي لوړو ګټو ته په پام  مطرح دي ، ولي د دې مسلی يوبل اړخ ته هم پام اړول په کار دي چي :  په اوسنيو شرايطو کي د افغانستان او د افغان اولس د يوالي  لپاره يوه  تر ټولو ښه لار  په هيواد کي ميشتو اولسونو ته د ملي وياړنو ور يادول او د هغو وياړنو پر بنسټ د رښتني يوالي د مينځ ته راتللو لپاره هڅونکي ګامونه او چتول دي  ، چي دتاريخي وياړنو بيانول او د لرغونو اثارو را برسيره کيدل ،  همدې  ستري  ملي هيلي ته د رسيدو لار ده . له بله پلوه که داسي وګڼو چي را بر سيره شوي تاريخي اولرغوني اثار د دې غلو او لوټ مارانو له لاسه مصئون نه دي ، زما ګمان دادۍ چي تر لس سانتي متره خاوري لاندي يې هم د مصئونيت  تضمين نه شي کيدلای . او بيا په ځانګړي توګه چي  بهرني مسلکي انتيک پلورونکي  کورني لوټمارانو ته   د هيواد په هره برخه کي د لټولو او پلټلو زمينه برا بره ده  .  

پخوا تر دې چي د درنو لوستونکو پام هغو وړانديزونو ته را واړوم چي د دې ستونزو د حل په نيت يې درنو هيوادوالو او اړوندو چاواکو ته وړاندي کوم د  اوربل   انټرنيټي پاڼي څخه په ډيره مننه  د لاس وهني پرته  خپور شوۍ خبر   دلته راوړم  :   

                       

(( دميدان وردګو ولايت دچارواکو پر وينا، ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ په يوه غونډۍ کې يو ښار ګوټى چې، تقريباً په دوهمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري موندل شوى دى.

 دا ښار ګوټى دکابل ښار په ٥٠ کيلو مترۍ دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دادل کلي د ((الغتا)) په نوم غونډۍ کې کشف شوى چې، ددې ولايت داطلاعاتو او کلتور درياست ديو تن کارکوونکي پر وينا، شا وخوا يو نيم کيلو متر اوږدوالى او يوکيلو متر سور لري 
 
ددې ولايت داطلاعاتو او کلتور درئيس زلمي مايار پر وينا ،په کال١٣٨٢ کې يونسکو، دافغانستان دلرغون پېژندنې ادارې، اطلاعاتو او کلتور او دفرانسې دسفارت دلرغون پېژندنې ادارې يوه ګډه سروې کړې وه.
 
ده زياته کړه : (( دغبرګولي پر ٣ مه نېټه ددې ادارو د ګډ هيئت تر نظارت لاندې شاوخوا٤٥ تنو مزدورانو په دې غونډۍ کې کيندنې پيل کړې ، او دښار ګوټي ځينې برخې رابرسېره شوې چې، په کې دکوټو په ديوالونو نقاشي هم شوې ده.)) دده پر وينا ، په دې ولايت کې ٤٠ تاريخي ځايونه سروې شوي دي چې، کېدلى شي ډېر تاريخي آثار ولري، دده پر وينا، تر اوسه يې ١٨ځايونه تثبيت شوي دي.
 
مايار داهم وويل چې، د الغتاغر يا غونډۍ په حقيقت کې يو تاريخي ښار ګوټى دى چې، تر ٦ مياشتو به په کې مقدماتي کار جريان ولري ترڅو ټوله ساحه له خاورو لاندې راووځي.
 
ددې سيمې يو تن اوسېدونکي ٣٠ کلن قادر چې، ددې غونډۍ په بيخ کې يې کور هم دى، پژواک خبري آژانس ته وويل چې، دوى ته له وړاندې معلومات وو چې، دلته تاريخي آثار شته خو دوى پخپل سر کيندنې نه کولې.
 
ده زياته کړه : (( دجهاد پر مهال پر دې غونډۍ بمباري شوې وه، په دې غونډۍ کې يوه غټ سورى پيدا شوى و ، خلک له وېرې د ې سوري ته نه شو نږدې کېدلى.))
 
دى وايي چې، دوى چارواکو سره بشپړه همکاري کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې، دا غلا کړي او له مينځه يې يوسي
 
ده له دولت څخه هم غوښتنه وکړه چې، ددې ښار ټول اثار دموزيم په شکل د لته خوندي کړي او د کار کوونکو امنيت يې وساتي.
 
دنرخ ولسوالۍ دامنيې قوماندان رجب خان پژواک خبري آژانس ته وويل چې، دوى ددې غونډۍ دکيندنې له کار څخه وړاندې د لته امنيتي کسان لېږلي وو ترڅو د لته بشپړ امنيت تامين کړي.
 
ده زياته کړه : (( داطلاعاتو او کلتور وزارت دکورنيو چارو دوزارت دروزل شوې امنيتي قطعې ګارډ ددې غونډۍ دساتلو لپاره لېږلى دى او دسيمې امنيت يې پر غاړه اخيستى .)) دده پر وينا، دضرورت پر مهال دوى هم ورسره مرستې ته تيار دي.
 
دسيمې دځينو نورو اوسېدونکو پر وينا، دولت بايد دآثارو په کيندنو او خوندي کولو کې له احتياطه کار واخلي او په فني شکل دې کيندنې وکړي ترڅو ددې ښار لرغوني ارزښت ته زيان ونه رسېږي.
 
دفرانسې دسفارت يو هيئت چې، په کې نارينه اوښځينه شامل دي، او دکابلدلرغون پېژندنې ادارې هيئت چې، په سيمه کې موجود وو، هلته دپژواک له خبريال سره له خبرو او هغه ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
 
داطلاعاتو او کلتور د وزارت دلرغون پېژندنې دادارې رئيس محقق محمد نادر رسولي پژواک خبري آژانس ته وويل چې ،په دې سيمه کې کيندنې پيل شوي دي ، له نخښو څخه معلومېږي چې، د لته دبوديزم دزمانې يو معبد او د يوې ستوپې ساختمان رابرسېره شوى دى کوم چې ،له اسلام څخه وړاندې لرغونتوب لري.
 
ده داهم وويل چې ،داسلام له دورې څخه وړاندې مجسمې، اوانځورونه همرابرسېره شوي دي.
 
دميدان وردګ داطلاعاتو او کلتور رئيس مايار وايي چې، دوى به ددولت په همکارۍ له ټولې سيمې څخه دېوال چاپيروي او د لته به يو غير منقول موزيم جوړوي.
 
ده داهم وويل چې، دکيندنو کار په فني توګه جريان لري وروسته به معلومه شي چې، څومره تاريخي آثار لري. دده پر وينا، دهيئت له څېړنو څخه ښکاري چې، دا ښار دجنګونو له امله وران او له مينځه تللى دى.
 
نوموړي وويل چې، کله داښار ګوټى دموزيم بڼه ونيسي نوبيا دې په يونسکو کې رسمي اوملي بڼه ورکړل شي.
 
دى داهم وايي چې ،په ١٣٨٢ کال کې دلومړي ځل لپاره دالغتا په غونډۍ کې دوه بُتان په يوه سمڅه کې پيدا شوي وو چې، دانتقال وړ نه وو. دا راز دطالبانو پر مهال دځينو نامعلومو کسانو لخوا په غير قانوني توګه کيندنې شوې وې خو داثارو دوړلو هېڅ شواهد نه ليدل کېږي.
 
له دې وړاندې دافغانستان په ځينو نورو برخو کې داسې غونډۍ لکه دجوزجان طلا تپه، دلوګر په خروار کې ، په باميانواو په ځينو نورو سيمو کې هم کشف شوي دي

+ لیکل شوی په  شنبه چهاردهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 20:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

الغتا

+ لیکل شوی په  شنبه چهاردهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 20:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کارکن اشخاص دقدر وړ دي

هڅانده ادارې بايد وستايل شی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دميدان وردګو دبيړنيو مرستو اداره لږامکانات خو دمشابهه نورو حکومتی ادارو په پرتله ډيره وړتيا لری 
دسيمې ګڼه استوګنو ددغه مطلب په راليږلو دمسيجونو په زريعه( ور) ته وويل هريوې پيښې ته په موقع رسيږی دتوان په کچه کومکونه يې هم تر اوسه کړی چه دبيلګې په توګه بهسودو کې دتيږې دښويدو پيښه کې يوه کورته دسرومال دزيانونو او نرخ ولسوالۍ کې دتندر لويدو کې متضرره کورنيو سره مرسته خواخوږی يادوی 
تازه پيښه کې چه متن سره جوخت انځورونه يې ګورۍ چک ولسوالۍ دمعروف خيلو نومی کلی د يوه کور سوځيلی حال ثابتوی 
دبيړنيو پيښو په وړاندې دچمتوالی ادارې مشر ملافيظ الله جلالی،  دپيښې په تاييد وويل واقعه دناڅرګندو کسانو د اور اچونۍ قصدی ښکاری  دعبدالصبور نومی سړی کور په بشپړه توګه سوځيلی خو دسر زيان نلری 
جلالی وويل جنايي اړخ يې امنيتی ځواکونه پلټی خو دلومړنيو مرستو لپاره خپله سيمې ته خوځيدلی اړين کومکونه به ورسره وکړی شی 
که څه هم دا ډول پيښو ته په بيړه تګ ديادې ادارې يو له وظايفو څخه ده په توصيف نه ارزی 
خو ولسی خلک وايي هيواد کې دمشابهه ادارو کړنو او امکاناتو ته په کتنه دميدان وردګو اړونده اداره له پوره استعداده برخمنه ده 
چه دنورو هغو په تناسب وړو پيښوته په موقع رسيدګی کوی 
له ورته پيښو همدا اوس نورستان او کنړ ځنګلونو کې داورلګيدل يادوی چه مربوطه مسولين يې پرته له افسوس او نندارې بل اړين ګام نه دۍ اخيستی

+ لیکل شوی په  شنبه چهاردهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 19:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ناڅاپی ناروغي او قانونی جنجال

دعا کوۍ کنه هغه دبور، بدنام وضعيت کې يم 
شرف الدين ستانکزی 
شکر چه په موقع روغتون ته ورسيدو کنه خدایﷻ مه کړه که بده پيښه شوې وی يا خدایﷻ مکړه وشی غم به مو خندنی او خبریسازه شوی وو 
جنجال مو هله ځان ته وګاټه چه  دلس شپو زوی مې ېاڅاپه ناروغ په بيړنی ډول مو خپل موټرکې نن ماښام  پرته له د چه ابتدايي روغتيايي مرستې ورسره وشی په افغانی دود روغتون ته  ورساوه. 
داچه دايمرجنسی څانګه څومره تعجب شوه جلا بحث دۍ حيران دريان هلته شوم چه پيښه کې بله پيښه را وشوه داسې چه عين حال کې پوليس را ورسيدل دلته يې روغتون کې زه ودرولم هلته مې له کوره زنګ راغی چه پوليس په کور راننوتی ټول يې دتيارسۍ حالت کې تر پوښتنو لاندې راوستلی يو 
همدا ډول وضعيت زما هم دۍ چه بشپړ شوی نه ده 
د ماشوم دناڅاپه مرض خواخوږی وايي مګر دوسيه يې داراته جوړه کړې ده چه ګواکې قانوني سر غړونه مو کړې ماشوم بايد د پوليسو روغتيايي ټيم روغتون ته وړی وو 
دوي ته زه هيڅ موقنع دليل نلرم ځکه پوليسو ته بل چاه زنګ وهلی داهم زما لپاره يوه پوښتنه ده چه ولې دمشکل په مهال پوليسو خاص نمرې ته زتګ نه ده وهلی
به حقيت کې په خپله ټوله ستونځه پوهيږم خوداچه ددوی له جنجاله خلاص شم ځان مې په غولډنګۍ ورته وهلی وايم چه زه ددغه ملک له کلچر ژبې او قانون سره نابلده يم. 
د خبرې سره يې د مهاجرت ادارې دکيس ورکر نوم رانه وغوښت اوس نو فکرکوم جنجال هغه ته جوړ شو چه زه يې ولې پوهولی نيم.  داسې حال کې چه هغه خوارکی ټول اړين ورکشاپونه راکړی دی خو دنر يوه خبره ده چه سم يې نه يم پوهولی
بايد ووايم چه دکور دماشوم اړوند ټول شيان له بسترې ځانګو او روغتون ته ترليږدونکی موټر کارسټ يې معاينه کړل.  
دعاکوۍ چه ماشوم مې خدایﷻ ورغوی کنه هغه دبور بدنامې حالت سره مخ يم. دامهال مې ماشوم دروغتون ايمرجنسی کې دۍ غم له غمه نه شرميږی يو دوست چه کومک راسره کړی ده اوس يې راته وويل چه موټر يې دوارخطايي له کبله نامناسب خای کې پارک کړی دا هم پوليسو وړی چه دجنجال له پاسه جنجال راغی

+ لیکل شوی په  دوشنبه نهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 8:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ناڅاپی ناروغي او قانونی جنجال

دعا کوۍ کنه هغه دبور، بدنام وضعيت کې يم 
شرف الدين ستانکزی 
شکر چه په موقع روغتون ته ورسيدو کنه خدایﷻ مه کړه که بده پيښه شوې وی يا خدایﷻ مکړه وشی غم به مو خندنی او خبریسازه شوی وو 
جنجال مو هله ځان ته وګاټه چه  دلس شپو زوی مې ېاڅاپه ناروغ په بيړنی ډول مو خپل موټرکې نن ماښام  پرته له د چه ابتدايي روغتيايي مرستې ورسره وشی په افغانی دود روغتون ته  ورساوه. 
داچه دايمرجنسی څانګه څومره تعجب شوه جلا بحث دۍ حيران دريان هلته شوم چه پيښه کې بله پيښه را وشوه داسې چه عين حال کې پوليس را ورسيدل دلته يې روغتون کې زه ودرولم هلته مې له کوره زنګ راغی چه پوليس په کور راننوتی ټول يې دتيارسۍ حالت کې تر پوښتنو لاندې راوستلی يو 
همدا ډول وضعيت زما هم دۍ چه بشپړ شوی نه ده 
د ماشوم دناڅاپه مرض خواخوږی وايي مګر دوسيه يې داراته جوړه کړې ده چه ګواکې قانوني سر غړونه مو کړې ماشوم بايد د پوليسو روغتيايي ټيم روغتون ته وړی وو 
دوي ته زه هيڅ موقنع دليل نلرم ځکه پوليسو ته بل چاه زنګ وهلی داهم زما لپاره يوه پوښتنه ده چه ولې دمشکل په مهال پوليسو خاص نمرې ته زتګ نه ده وهلی
به حقيت کې په خپله ټوله ستونځه پوهيږم خوداچه ددوی له جنجاله خلاص شم ځان مې په غولډنګۍ ورته وهلی وايم چه زه ددغه ملک له کلچر ژبې او قانون سره نابلده يم. 
د خبرې سره يې د مهاجرت ادارې دکيس ورکر نوم رانه وغوښت اوس نو فکرکوم جنجال هغه ته جوړ شو چه زه يې ولې پوهولی نيم.  داسې حال کې چه هغه خوارکی ټول اړين ورکشاپونه راکړی دی خو دنر يوه خبره ده چه سم يې نه يم پوهولی
بايد ووايم چه دکور دماشوم اړوند ټول شيان له بسترې ځانګو او روغتون ته ترليږدونکی موټر کارسټ يې معاينه کړل.  
دعاکوۍ چه ماشوم مې خدایﷻ ورغوی کنه هغه دبور بدنامې حالت سره مخ يم. دامهال مې ماشوم دروغتون ايمرجنسی کې دۍ غم له غمه نه شرميږی يو دوست چه کومک راسره کړی ده اوس يې راته وويل چه موټر يې دوارخطايي له کبله نامناسب خای کې پارک کړی دا هم پوليسو وړی چه دجنجال له پاسه جنجال راغی

+ لیکل شوی په  دوشنبه نهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 8:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مڼېګل مشاعره

https://www.facebook.com/100001478425823/posts/5264952306897331/?d=n

په خپل ډول کې بې نظيره او د سولې ثبوت
مڼې ګل مشاعره ليکونکي او وياند شرف الدين ستانکزي
ويديو له سوشيل مديا څخه کاپی شوې 

مڼې ګل نه چه سوشيل مديا ته لنډې ويديوګانې يا انځورونه راوتلی دی 
نو له نندارې څخه يې هغه ادعا ته څرګند ثبوت ده چه نور نو هيواد کې د سولې ټغر غوړيدلی ده 
هر ګوټ ته چه د هيواد يو هيواد وال وغواړی ورتللی شی
 
دمڼې ګل دوديزه مشاعره سږ کال د بندو دروازو ترشاه نه بلکې ازاده فضا کې وشوه
 چه دشاعرانو غږ کانکريټي ديوالونو کې نه بلکې شنو درو او سرشاره غرونو کې انګازې کولې. 
که څه هم لايې به اړه بشپړ راپور نه ده راوتلی خو دلومړنيو معلوماتو په اساس دچارواکو دغضب او ټو پکو د شپيلۍ لاندې نه په ريښتينی بڼه دمڼې دګل تر سبوری ااندې وشوه 
دلته دکابل شاهانو لپاره د مدحې په ځای چارواکو باندې زغردې نيوکې وشوې چه دايې دولسواکۍ او خلکو ته دبيان دازادۍ يوبل خوشخبری ګڼلي شوو 
دمثال په توګه دهيواد وتلي شاعر توراب دشعر په ژبه خو په سخت انداز په حکومت غږ وکړ له  دنرمښت په توصيه ورته وويل چه دمره سخت اسلام به ونه شی پاللی 
داهغه کينايه وو چه د ښځو د تعليم دمحدوديت او نورو سختو قوانينو دفرمان په هکله يې دخلکو اعتراض راجوړ کړې دۍ 
بايد ووايم. چه ميدان وردګ جلريز ولسوالۍ کې دمڼې ګل مشاعره خپل ډول کې بيخی بينظره او ګډنوالولباره خاطره جوړه ونکې ياده شوه 
د سوليزه هيواد په هيله.

+ لیکل شوی په  دوشنبه نهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 0:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

سرتمبه

سرتمبه سره سرتمبګی کيدی شی؟
(مشوره راکړۍ)
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
کله مې چه د خپل ۹ کلن زوی سرتمبګی په وړاندې خپله بې وسی حس کړه سوچ راته ولويده چه د حکومت مشران به دملت ځيل (سرتمبګی)ته څومره ځوريږی؟. 
داځکه کله چه پښی ورته په يوه موزه کې ننباسی د ښځو تعليم محدوديت، حجاب او نورو مدنی حقونو په اعتراض واټونو ته راوزی بيا يې نو  کټ مټ زما د زوی په شان په سترګو او غوږونو بالښت ایښی وی خپله غږيږی خو ستا هيڅ نه اوری نه وينی 
نو دغه حالت کې ستازغم ازمويي نه يې وهلی نه بښلی شې. 
د کابل د لاريونوالو غوښتنې به پريږدو خپل جنجال به درسره شريک کړم
۹ کلن زوی مې د خدایﷻ ښه کړی نا علاجه نارغۍ باندې اخته ده.  ۹ مياشتې کيږی چه له کابله بل هيواد ته راغلی چه دين، کلچر او طبيعت يې متفاوت دۍ  ځکه نو دده په ذهن يې اغيز کړی دۍ
له څه نورو ټولنيزه بدلونو سربيره په ګيم په اعتياد دانټرنټ دنياکې ورک شوی ده   خوراک، څښاک، پوښاک ټول يې غيرمنظم شوی دی داسې چه هر څه بايد په زور په وکړو مګر دلته قانون له مخې په هيچا زور نشې کولی! ځکه عدلی تعقيب لری 
مجبوريو چه دنصحيت او خبرو لار ورته مخ ته کړو 
ددې لباره هم بيخی راسره ياوه شوی ده  تيره ورځ مې د تلفون په مرسته يو څوک چه هغه په خبله بزرګۍ او تقوا عقيدت ورته لری رامخ ته کړ له يو څو نصيحتونو وروسته يې مخامخ د رد ځواب ورنکړ فقد سرچپه کوچ (څوکۍ) کې څملاست داعتراص په تمثيل يې بالښت په مخ کيښود مانا خبرې يې بې تاثيره وګڼلې
نو سل خبرې سر يې يو! چه زه خو به زوی ته تر حده زغم وکړم مګر دکابل چارواکو ته چرت وړي يم چه دحجاب، ښونځيو او دبشر دحقونو دنقض په پلمه معترض ملت ځيل سره به څه کړی؟ 
که مو لوستی وی رغنده نظر مو غواړم

+ لیکل شوی په  یکشنبه هشتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 19:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

پښتو ورخ مو مبارک

اوس پشتو دزنذان نه، دسياست او کارو بار ژبه ده
د پشتو نړيواله ژبه
ليکونی: شرف اادين ستانکزی 
له سياسی دريځه ورهاخوا له مبالغې پرته ويلی شم چه په ټولنيزه بڼه معاصر تاريخ کې له خپل ديد لوری لومړی ورځ ګڼم،  چه په هيواد کې مو په پښتو عام هلک ګړيږی. 
مثال له دفتر، سوداګر، موټروان، کلينر، عسکر، بزګر بالاخره هنګر او زرګر  اکثريت د ورځنيو چارو لپاره د پښتو خبرې کوی. 
د پښتو نړيوالې ورځ مبارکی درته وايم. 
نورو ژبو ته درنښت لرو خو د پښتو دپرمختګ دعاکوم.  
په لر او بر کې ۱۲ کاله راهيسې دپښتو ورځ کال کې يو ځل لمانځل دود شوې ده 
دغه کار ته هله پښتانه اړ شوه چه د حکومتونو چارواکو يې ژبې سره دوه ګونی چلند وکړ 
داسې چه په رسمی دفترونو کې په پشتو عريضه نه اخيستل کيده ...تر ټولو خو دردونکې داوه چه د پخوانی ولسمشر 
اشرف غنی، په شمول ګڼه سياسيونو اعتراف وکړ چه پښتو يواځې زندان کې عامه ده 
معنی چه بګرام، بلچرخی او دپاکستان زندانونو کې يواځې پښتانه بند وو.

+ لیکل شوی په  یکشنبه هشتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 18:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ژونذی اتلان

۶۰ کلن ماموريت کې نه شخصی دښمنی نه دفساد دوسيه لری
(راځۍ ميړنی په ژوند وستايو)
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی 

څه دپاسه شپږ لسيزې يې دټولنې خدمت کړی مګر شخصی کور لاهم نلری 
دا د وطن د يوه مخلص بچی دژوند سر ليک دۍ چه له نن څخه شپيته کاله دمخه يې د پوليسو به ليکو کې په مسلکی ماموريت دنده اخيستې ده  
دورونو وريرونو او خوريو په شمول يې څه دباسه څلويښت تنه نور صالح اشخاص ورته مکتب کې نور روزلی دی دهيوادوالو خدمت ته په سپيلڅلی دنده  ګمالرلی دی  
نه فساد کې ښکيل او نه يې هم لاس دچاه په وينو ککړ دۍ
هو دوستانو داشخص زمونږ خپل هيواد سره تړاو لری 
مانا نه دهند ګاندی او نه هم دافريقا اتل نيلسون منديلا او نه هم دپرمختللي نړۍ کوم بل هيرو دۍ! بلکې. 
معصوم خان ستانکزی يادوم. کابل کې همدا اوس خړ کرايي خاورين کور کې استوګنه لري دچاه چه دکورنۍ دڅو غړو انځورونه مل متن سره ګورۍ 
ښاغلی ستانکزی، د ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ صدمرده کلی کلې نړۍ ته سترګې رغړولی 
کورنۍ يې دولايت. په کچه دبهادری  او سرښندنو شهرت لا پخوا لری ځکه دوه نيکونه يې محمدالله خان پستک او غلام قادرخان ( شهيدخان بابا) د انګريز ښکيلاک په مخامخ جګړه کې شهيدان او دميوند له فاتحانو ياديږی 
خپله معصوم خان، د نيکونو له جهاد او وطن دوستۍ په تاثر څلورمې لسيزې وروستيو کې پوليسو مسلکی ښونځی ولوسته ۱۳۵۳هج ش کال کې يې رسمی دنده پيل دهيواد بيلابيلو برخوکې يې ماموريت ته اوږه ورکړه د دندې سپيڅلتيا ته په کتو يې تر ځان واړه ورونه هم وهڅول دزمان په تيريدو يې دکورنۍ وړکی نسل وريرونه  خوريونه او نور دکورنۍ لسګونه غړی دپوليسو خدمت ته استخدام کړل چه ځينې يې دزون، ولايت اودولسواليو د قوماندانانو په کچه دجنرالۍ رتبې هم خپلې کړې 
يو شمير يې خدمت کې له وطنه سرونه وشيندل خو داچه وطن سره ددندې سوګند ته وفادار وو يو يې هم نه په فساد کې ښکيل نه دهيواد هيڅ ګوټ کې شخصی کور يا تجارت خانه لری 
 دپوليس دغه لوړ رتبه اقسر دعمر اوږدو کې د ډيرو سياسي تغيراتو او انقلابونو شاهد پاته شوی مګر صفت يې دادۍ چه هر بدلون کې دخدمت اصل ته وفادار د بې طرفی په معيار خدمت ته دوام ورکړی چه يوه بيلګه يې همدا اوس اسلامي حکومت سره دخدمت دۍ. 
په دغه اوږده مسلکی خدمت کې ستانکزو ټبر ته منسوب دغه کورنۍ ديرو هسکو او ژورو سره مخ شوې دی  او مخ ده مګر خپل مرال يې له لاسه نه ده ورکړی. 
نه يې هم ملی مسايل شخصی ژوند سره ګډ کړی. چه امن فضا کې له شخصی دښمنی پاک ژوند يې دستايلو وړ دی 
مشر ستانکزي يوه بل استعداد دغه ستايلی شو چه همدا مهال ترسلو زياتو نارينه او ښځينه ځوانانو رياست کوی شکر هيڅ کشر يې په مخدره توکو يابل جنايي جرم نه ده متهم شوی. ديادښت وړ ده چه کورنۍهيڅ نازدکړی بالغ تن نری او په اقتصادی لحاض هم په دسربيره چه مفشن ژوند نلری خو بل ته محتاج نه دی.
دستانکزی کورنۍ لپاره دمثبتو ويناوو کتاب، کتباب خبرې راسره شته اوس زمان محدود دۍ که ژوتد باقی وو بيا به غږيږو خو دايوه خبره بله هم کوم چه يادې کورنۍ ته دبهر تلو ديرې دروازې پرانستی مګر وطن لاهم په وطن کې پاته دی چه داصفت يې په ډيرو نورو افغانانو کېطاستثنا ګڼلی شو 
په احترام

+ لیکل شوی په  شنبه هفتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 20:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د خور ميړه له ميراثه محروم خو دورور ښځه غيرت او ناموس بولی

دخور ميړه ميراث کې پردی، خو دورور کونډه دغيرت په نوم خپل ميراث ګڼو 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دوی هغه دپښتونولی، غيرت، افغانيت او  اسلاميت مدعيان وو  چه هلمند کې يې  په شپږ ورونو يواځينۍ خور ووژله.
 پيښه د ط البانو ځايي مسؤلينو تاييد کړې ده وايي نادعلی ولسوالۍ  مربوط سيمه کې شوې. لامل يې د پلرنی جايداد د ويش په مهال د خور دميراث حق طلب وو 
چه د ځواکمنو  ورونو دافغانی غيرت زغم ورته تمام کمزورې خور يې په زبردستی ووژله. 
مسولينو تراوسه د پيښې په تړاو ۴ وروڼه نيولی دی د ۲ نورو دنيولو کار روان دۍ 
علما وايي د ميراث ويش کې دوه خويندې د يوه ورور حق وړی او مخالف يې دخدای مختوری مجرم ګڼل کيږی 
نو په دغه بڼه له ما پيل بيا تر ما ټول افغانان په ځانګړی ډول پښتانه ياد جرم کې ښکيل يوو  که استثنا هم وی ممکن دګوتو په شمير يې وګڼو خويندو او لوڼو ته مسلم حق باندې اکثريت سترګې پټوو 
دليل مو داوی چه ولې پلرنی جايداد کې دخور ميړه او بچيان يې له بل ټبره راشريک کړو. 
حقوق پوهان دډيرو مشابهه واقعاتو په سند نقل کړی چه په دغه برخه کې مرګونې مقابله کوی چه دغيرت په نوم د اللهﷻ حکوم څخه تښتی  
دبل د قانونی حق په غصب ځانته دغيرت، شهامت او بهادری القاب هم کاروی. 
خو برعکس که دخور ميړه له کور، ميراث نامحرم ګڼی بل خوا دورور ښځې ته يې بيا د ميراث دشريک په صفت دورو جانکندن سره دخپلولو په نيت چپه کاکل جوړ کړی وی. 
چه د ته هم دناموس، غيرت او عزت په حيله، دحرص پلمه تراشلې وی، 
هغه څه چه د علماو په خبره د شريعت  خلاف او کونډه دنفس وکيله وی.  دغه راز دميراث وړونکی قران شريف کې ښول شوی چه خويندې يې يو له هغو دی

+ لیکل شوی په  شنبه هفتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 6:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ښځې له مرګ سره مړشو

جو، دميرمنې په مرګ زاره ترکی. خو يتيمان يې ميلونر شوه 
ليکونکی: شرف ستانکزی 
جوګارسيا، دميرمنې په مرګ زاره چاودی شو. ميرمن يې ايرماګارسيا، نوميده تيره اونۍ د تکساز ايالت يوالی، ښار يوه ښونځی کې ووژل شوه. 
بريد يوه اتلس کلن زلمی وکړ پيښه کې ۱۹ تنه زده کونکی هم ووژل شوه. 
ميرمن ګارسيا څخه  ۴ اولادونه يسير شوه  د واده يې ۲۳ کاله شوی ۱۸ کاله يې دمعلمۍ دنده لرله. 
ويلکيږی ژوند يې تعليم ته وقف کړی وو کورنۍ اقتصاد يې کمزوری وو لالهانده ژوند يې لاره 
دغې غمځپلې کورنۍ هغه مهال دګڼه امريکايانو زړه ودردول چه د وژل شوې ښونکې ميړه جوګارسيا يې دپيښې خبر سره زاره ترکی شوو 
عينی شاهدان وايي جو، دجانکندن مرحله کې هم خپل يسير بچان ترخوا نيولی وو روح يې ورکړه. 
دراپورونو په بنياد يوه دوست يې يتيمانو سره د لومړنيو مرستو اکونټ پرانست له خيرخوا خلکو يې د لس زره دالرو کچکول کيښود خو په درې ورځو کې تر بيګا شپې پنجشنبه د اکونټ په حسابيدو يومليون ۶ سوه زره ډالره بسپنه ټوله شوې وه 
داکونټ جوړونکی وايي چه لاهم دمرستو لړۍ روانه وروستی ارقام به بيا ووايي. 
بايد ووايم چه د بريد انګيزه قبيلوی تعصب ياد شوی ده چه لوی لامل يې امريکا کې وسلو ته دهرچا لاس رسی بل دليل ښودل کيږي 
بريدکونکی د متقابل ډزو په مهال ووژل شو

+ لیکل شوی په  شنبه هفتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 1:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ګلورينه دره جلريز

دمرګ درې نه اوس دجنت انځور ښکاری 
ليکونکی او ويندوی شرف الدين ستانکزی 
ويديو کامران او سوشيل مدیا نه

دغه ګلورينه دره چه بې لا تشبهه دجنت انځور ورکوی دميدان وردګ جلريز ولسوالۍ پورې اړه لری
کومه سيمه چه دکابل تر سقوط د مخه د دره ي مرګ ياهم دوزخ د درې نوم خپل کړی وو 
سړک يې کابل له باميانو ولايت سره تړی عينی شاهدان نقل کړی چه تيرو ۳۰ کلونو کې بلا وقفې هره ورځ خونړۍ جګړې کيدلې چه له امله يې لاره د مسافرو په مخ مرګونې د اختطاف، غلاو غديو واقعات يې تر حساب ډير وو 
مګر هيواد کې دنظام له بدلون سره ويلکږي اوس لاره آمن او دسيلانيانو بهير ورمات دی 
محمدخالد کامران يو له همداسې خلکو ده ( ور) ته يې دهمدغې ويديو په راليږلو له جلريزه په کتنه دخوښۍ احساس وکړ 
کامران چه اصلی دندې ښودلو سره تمايل نلری دبهرنيو چارو وزارت کې خدمت کوې مکر سفر يې شخصی وښوده 
ميدان وردګو کې يې دناليدلو لرغونو ابدو ستاينه وکړه ويويل وخت رارسيدلی چه کورنۍ او بهرنی سيالانيان دلته راشی. 
د رغونکې چينې  (چشمه شفا) سيل يې حيرانونکی وباله 
دچشمه شفا جوړښت ځکه دتعجب وړ ده چه په کم واټن کې دوه چينې بهيږی يوې څخه يې ګرمې بلې څخه يخې اوبه بهيږی سيمه يز خلک يې دعلی کرم الله کوم تبرک بولی چه په استعمال يې ډير امراص جوړشوی دی 
داسې باورونه هم شته چه دلته دالماسو کان شتون لری اوبه ګرموی ځکه خو ناقانونه کيندنو هڅې هم شوی دی 
ديادښت وړ ده چه ميدان وردګ ګڼه لرغونی اسار لری چه تاريخی قدامت يې تر ۴ زره کاله پخواتثبيت شوی دی
مګر دوخت حکومتونو يې هيوادوالو ته ورپيژندګلوۍ  او ساتنه کې کار نه ده کړی 
چه تر چمه شفا، وروسته يې نرخ ولسوالۍ کې په تلسم بند الغتا، ښار بله نمونه يادولی شوو 
کوم ځای څخه چه په قانون او غير قانونی کندنو کې ډير لرغونی شيان ترلاسه شوی دی

+ لیکل شوی په  جمعه ششم خرداد ۱۴۰۱ساعت 8:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کيمياګر

دوی څنګه کيميا بوټی ومونده!؟
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
له قديم زمانو د کيميا او کيمياګرو خبر کيږي ميليونونه وګړی. دغه خيالی بوټو پسې لالهانده دی مګر دغو ځوانانو په خپل زيار او دلاس په کار ړايي ومونده. 
جمال الدين بهارزی صفت الله او فهيم بهارزی هغه درې تنه زده کړی ورونه دی چه په خپل کم عمر دغه زرخيزه قيمتی  بوټی د لاس رسۍ ادعاکوی. 
دغه بااستعداده ځواکمن وروڼه په يونيم کلنۍ تر ۷ کلونو دپلار له نعمت او سرله سيوری څخه محروم  پلاريې ګلبهار عمرخيل دجهاد په مهال دجګړې لومړۍ کرښه کې نادرکه په اغلب ګمان شهيد شو 
خو دبهادرې مور په مرسته دفقر او بې وزلۍ په کچه له ښونځی بيا تر لوړو زده کړو بريالی شوه 
خو داچه نه يې تير جمهوريت او نه هم اوسمهال حکومت کې واسطه اوپيسه لرله هيڅ رسمی دندې ته ونه رسيدل 
نن دامريکا په وخت ماښام او دافغانستان په وخت سهار په کومه پلمه له لغمان څخه راسره دمسنجر په ليکه شوه تعجب هلته شوم چه ديوه لوی کاروبار او بوختيا يې راته وويل. 
داپه داسې حال کې وو چه موده وړاندې مې دهغوی ( جمال الدين) دکورنۍ د خورا بيوزلۍ اوريدلی وو 
خو اوس يې وويل چه نه يواځې خپله يې دنده موندلې بلکې نور ډير خلکو ته يې دکار روزګار زمينه برابره کړې ده. 
بريا ته د رسيدو راز مې ترې وپوښت  ويويل  
جمال : (کله چه څلور کاله پخوا د ادبياتو له څانګې په عالی درجه بريالی شوم په ځان غره او دځان مستحق ګڼلو په خيال کې مې ګڼه دروازې ددندې به نيت وټکولې خو نه ما او نه مې هم ديپلوم لرونکی ورور ته چه  هغه دچاه خبره حکومت د يوتوت اهميت راکړ). 
دکور خرچ د کونډې مور ناداری او کمکيو خويندو او ورونو غربت حيران کړی وو بالاخره له يوې مفکورې وروسته مو لغمان کې په يوه جريب ځمکه نيالګی کينول دخدایﷻ شان وو غټ شولو پيوند مو کړو ښه بازار يې وکړ چه په تداوم يې اوس ديرې ځمکې اجاره لرو او دکارو بار ارابه مو چليدلې ده. 
صفت الله بهاری عمرخيل، دجمال بهارزي بل ورور ده  وضعيت مې ترې وپوښت له خندا ډکه خوله باندې يې راغبرګه کړه ويويل دکيميا بوټی مو موندلی سپين زر جوړوو 
مال هغه څنګه وويل په کمه موده کې مو د کاروبار اوازه او بازار له لغمانه تر هلمند مزار،کابل او ګڼه نورو ولاياتو رسيدلې ده دحکومت او مشهورو کرنيزه موسيساتو قرارداديان لرو  چه له خدايه راضی يم. 
بهارزی وويل نهالونه يې اصلاح شوی   پيوند لری چه دايران ترکې او نورو هيوادونو څخه يې په قانونی بڼه راوړی هربڼوال يې چه نهال واخلی په ايماندارۍ تر حاصله په  ګرنټی ورکوی. 
صفت، داهم وويل چه څلور کاله دمخه يې دسلګونه نيالونو په شمير بزغلی کرلی وو خو اوس ديرش لسګونه زره اصلاح نهال خرڅلاودته تيار حتی چه له مخکې خرڅ کړی هم دی 
د نهالونو دپيوند ډول يې مڼې، زردالو، املوک، شبتالو، نارج، توت، الو او تر ۲۵ ډوله نور ميوه داره يا زينتی نهال وبلل چه دده په وينا په کم وخت کې بڼوالو ته حاصل ورکوی 
که څه هم دتير په پرتله يې دنيالګيو بازار سوړ وباله مګر داچه ددوی سوداګری دهيواد په کچه مشهوره دی دمشروع ګټې شکر يې وکيښ
په افغانستان کې ګڼه ځوانان له بې روزګارۍ سرټکوی وايي کار نشته، مګر جمال برخلاف وايي کار شته خو دکاريګرو کمښت دۍ

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهارم خرداد ۱۴۰۱ساعت 7:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مرګونی بريد امريکا

امريکاکې بيا مرګونی بريد
ليکونکی : شرف الدين ستانکزی
پيښه دټکساز ايالت کې رامنځته شوې ده دهفه خبر له مخې چه يومتن يې دلته ايښی دۍ د واقعی ثبوت ښیی  14 children, 1 teacher killed in shooting at Texas elementary school; teen gunman also dead
A teenage gunman fatally shot 14 children and one teacher at a Texas elementary school Tuesday. 
Gov. Greg Abbott announced the fatality total and پوليسو تايد کړه چه يوه د ۱۸ کلونو عمر لرونکی ځوان د وسلې په کارولو سره دسه شنبې په ورځ يوه منځنی ښونځی په ماشومانو بريد وکړ ۱۴ ماشومان او يو ښونکی يې وواژه په متاقبل ډزو کې دبريدکونکی د وژنې ادعاهم شوې ده
د پيښې دعلت او انګيزې په اړه لاڅه نه دی ويل شوی. خو امريکا کې دپې وسلې خلکو يا ماشومانو د وژنې دا لومړۍ پيښه نه ده بلکې ديرځله نور هم شوی دی 
چه بله هغه يې دهمدغې مياشتې لومړيو کې نيويارک کې پيښه شوه. هلته هم يوه زلمی په پلورنځی کې په داسې حال چه صحنه يې سوشيل مډيا نه په ژوندۍ بڼه خپروله نږدې لس نفره چه ۳ تنه يې ماشومان وو  په اتومات وسله ووژل 
عامل يې سم دلاسه ونيول شو 
په دسربيره چه لا په پيښه تحقيق روان دۍ خو لومړنيو خبرو کې لامل قبيلوی تضاد او  تعصبات ياد شوی دی

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهارم خرداد ۱۴۰۱ساعت 5:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دجګړې زيانمنو سره کومک

دجګړې متضررينو سره مرسته
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
دجګړو له کبله يو شمير زيامنو کورنيو سره دويجاړيو بيارغونه کې عملا مرسته وشوه نور ګڼه کورونه تر سروې لاندې دی
د ا دميدان وردګو ولايت له بيړنيو پيښو سره دمبارزې دريس ويناده چه دټلفونی پيغام په وسيله (ور)ته نن د مې په ۲۴ وکړه ويويل د مرکز ميدان ښار اړوند  ۵۰ کورونه يې تر کره سروې وروسته وموندل چه تيرو کلونو کې له جګړې زيامن شوی وو هريوې کورنۍ ته يې تاوان ته په کتو له اتلس زره بيا ۳۹۰۰۰ نهه ديرش زره افغانۍ بسپنه وکړه 
ښاغلی مولوی فيض الله جلالی وويل کومک د DRC خيريه موسيسې په مرسته وشوو ورسره په څنګ کې يې دخټګرۍ ځينې اړين وسايل هم اړمنو ته ورکړه 
جلالی وايي :دمرستو دغه لړۍ دوامداره ده چه په نوبت سره ترمرکز وروسته نرخ ولسوالۍ ته هم د سروې ګروپونه تللی دی 
ميدان وردګ دهيواد يو له هغو سيمو څخه ده چه تيرو څلويښت بيا په خاص ډول وروستيو شل کلونو کې هميش د جګړې لومړۍ کرښه وه ډيرکلی يې مخروبه او استوګن يې کوچيدلی وو
ځکه نو دامهال بيرته په راستنيدو وګړی بيارغونه کې مرستې ته اړ دی هيله له لر ی چه په منصفانه بڼه دحکومت او نړيوال خيريه موسيسو کومکونه ترلاسه کړی. 
ډير هغه خلک چه ( ور) ته وغږيدل دمرستو داغه پروګرام ناچيز ګڼی

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهارم خرداد ۱۴۰۱ساعت 2:33  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شير محمد عباس ستانکزی

دستانکزی د نن او پرون سپينې خبرې دهغه دريښتينولی ثبوت دۍ
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی 
نه مې هيريږی! د وخت حقيقت هم همدا وو چه دفاع مې نشوی ترې کولې. 
شيرمحمدعباس ستانکزی يادوم څوک چه نه يواځې په قبيلوی  پيوند راسره شريک دۍ پخوانيو نظامونو کې ۷ کاله د يوې ادارې تشکيل کې دکارکولو ملګرتباهم راسره لرله 
عباس ستانکزی ط البانو کې دسرلښکر او ژبه ور شخص مقام لاره 
دوحه کې امريکايانو سره دط البانو په وکالت دمرکچی پلاوی سرلاری وو  چه هميش يې سخت دريځ د ځينو وطنوالو بد غبرګون ځان سره لاره 
ځکه قدرمن ستانکزی ريښتينی وو. هغه مهال چه دتيم نورو غړو به رسنيو ته د ط الب د حکومت د نرمې تګلارې ويل ده ( ستانکزي) به په زغرده د نوی نظام اصل عکس ور وښوده مثال  دط البانو به لاس جوړ نظام کامل شرعی او د جمهوريت د اوردو دانحلال خبرو يې ملت کې غلغله را وپاروله. 
شيرمحمد عباس د کابل له سقوط وروسته دبهرنيو چارو وزارت کې سياسی مرستيال دنده واخيسته مګر. ۹ مياشتو ماموريت کې يې نه يواځې چه دير څرګند نه وو  خاموشی يې اختيار کړې وه خو نن يې دپخواني مشر مولوی اخترمحمد منصور ۶ تلين کې خاموشی په حکومت په سخته نيوکه ماته کړه...داسې څه چه بل هيڅ چارواکي ياعادي فرد يې دويلو جرأت نلاره. 
ستانکزی د ښځو حقوق، او تعليمی نظام په نه څه ضرب کړ ويويل ښځو ته بايد ټول مدنی حقوق ورکړل شی. 
دغه لوړ پوړي ط الب چارواکې وويل که دافغانستان نفوس ۴۰ مليونه وی ۲۰ مليونه يې ميرمنې دی او له حقه محرومې. 
تير مهال به چه کله په ښځو دتعليم دقيوداتو خبره شوه نو منتقدينو به د ستانکزی او څه نورو ط الب چارواکو نمونه واخيستل چه ګواکې خبرې اوعمل توپير لری 
ځکه دستانکزی سهيل شاهين اونورو لوڼې بهرکې لوړې زده کړې کوی 
نو نن چه ستانکزی نورو افغانانو ته هم عين حقوق وغوښته دايې د ريښتينولۍ څرګند ثبوت دی

+ لیکل شوی په  یکشنبه یکم خرداد ۱۴۰۱ساعت 19:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |