«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د دخرقې پل جوړ شو

ښایی په بڼه لیدونکو ته دا نوی جوړ شوی پل کمکی وبریښی؛ مګر داچه د یوه لوی، ولس ستونځې ورسره حل شوې، په خپل ډول کې د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ توکرک قریه کې بې بدیله پروژه ده چه تازه، تازه ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

د ولایت له بیړنیو پیښو مخنیوی ادارې ریس فیض الله جلالی، مالی لګښت نږدې درې ملیونه افغانۍ وګڼلې چه لویه ونډه یې دواسی وګړو وه

هو: عامه لارې او پلونه ملی پروژې دی چه د جوړښت دنده یې د حګومت وی

خو ترکوم ځایه چه د دخرقې د پله موضوع شوه ویاړ یې د دسیمې دویښو زلمو او با احساسه مشرانو ده چه دادۍ په تکمیل یې د یوې لوې درې ولسونه اسوده کړل

توکرک درې، دوصل دا پل د موسمی اورښتونو په مهال زیان اړونکی وو، چه تاریخی پړاونو کې ډیرې ناویلې قیصې لری.

د کړاونو د مخنیوی لپاره یې خلکو هم ناکامه هڅې هم رسنیز غږونه کول غږ یې نه اوریدل کیده او هڅې یې هم د سیلاب مخې ته دشګو د موانع تر حده وو

مل ویدیو یې د ولسی هڅو یوه بیلګه ده چه د ۲۰۲۳ م کال د فیبروی په ۲۲ نیټه ځینو خیر خوا وګړو په ولسی حشر، شخصی نوښت او لګښت تر ممکنه حده د رغونې ملا وتړله

په لړ کې یې یو له سیمه یزه مشرانو محمدعثمان شیرزی ( ورته) له حکومته دپاملرنې درخواست لاره

ځکه خو یې مونږ په موقع غږ له چارواکو سره شریک دادۍ په ثمره کې یې اوس دخرقه کې اساسی پل بشپړ د عوامو ترڅنګ یې د پرانست مراسمو کې د میدان وردګ والی خیرالله خیرخوا، او ګڼه نورو مسولینو دشکرانې لاس لپه کړل.

+ لیکل شوی په  سه شنبه ششم آبان ۱۴۰۴ساعت 9:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |