سبمه کې دبوم په نوم مسما ده نه مشخص ډبرليک لری اونه هم د نورو اولياوالله په څير بيرغ او مجاورلری
نه هم څوک پوهيږی چه کوم دور سره تړاو لری
ديوې غونډۍ لمن کې يې دربار چليږی چه دنرخ په کچه که څوګ حساب واخلی له امير تر فقير له شاه ترګدا له هنګره ترزرګره ټولو يې تربند لاندې راوستی البته هغوی چه مذهبی کورنۍ کې زيږديدلی دي
زيارت کونکی يې اکثريت د نويو ماشومانو د رغونې په نيت راځی د يوې شګې او دلرګی ددوه ډکيو په تبرک اخيستو يې ربج ته د ستونځې وسيله ګرځوی کرامت څخه يې ډيری راضی دي
دغه سيمه دادل نوميږی لرغونې ځای الغتا ته څيرمه دنرخ ولسوالۍ اړوند ده کوم ځای چه دکابل ۲۵ کيلومترۍ کې تيرو ۴لسيزې دتاوتريخوالی مرکز او دحکومتونو دکمې پاملرنې له کبله يې روغتيا چوپړ په هيڅ حسابيده
ځکه نو بوم، د ماشومانو د ناروغۍ په وخت ددرملنې يواځينۍ مرجع وه.
داسې هم نه ده چه بوم تنها له عصری طبی خدماتو محرومو خلکو د مرجع ځای وه بلکې زه زما اجداد او دادۍ اوس اولادهم دبوم لمن نيسو دبيلګې په توګه له دځايه لس زره مايله لرې امريکا کې زما زوی يونيم کلن شجاج الدين په ناڅاپی ناروغۍعصری روغتون ځواب خو کله مې چه بوم ربﷻ ته وسيله کړ ناروغی يې په ښه کيدو شوه د بند په رسيدو يې بيرته عادیژوند پيل کړ
نرخ ولسوالۍ کې ګڼه نور زيارتونه او لرغونې ابدې شته چه د ځينو قدامت ان دوهمه ملادی پيړۍ ته رسيږی
ځکه يې نو خلک هيله لری چه اړونده اداره يې مرمت او ساتنې ته ځانګړی پام وکړی
https://youtu.be/olM1foazxIg?feature=shared
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و ششم مهر ۱۴۰۲ساعت 3:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ خلک د ولسوالۍ دودانۍ نه شتون اداری کارونو کې ستونځه بولی خو حکومت يې د ودانۍدجوړښت دپيل خبر ورکوی.
د نرخ ولسوالۍ ودانۍ په ۲۰۲۱ کال د ط البانو له خوا د کابل ترنيولو دمخه لومړۍ حکومتی ځای و چه ونيول شو
سيمه چه کنترول يې دکابل ددروازې دپرانست او دجمهوريت دسقوط وسيله برابره کړه.
ځکه دلته طاابانو د يوه لغم په ښکلو سر دملی اردو ګڼه عسکر غافل ګير ط البانو ګيروګان کړل.
که څه هم دنرخ ولسوالۍ نيول وسلوالو ط البانو ته ښه زيري و. ولې نرخيانو ته نيک شګونه نه وو دهيواد په کچه لومړۍ ودانۍوه چه د بری لړ کې يې د ولسونو دغه درې منزله ودانۍ په بمونو والوزول شوه
چه خپل وخت کې يې پړه جمهوريت په طالبانو خو وسلوالو طالبانو په حکومت لوری اچوله تر د وروسته د فراه اناردرې اوميدان وردک جلزيز ولسوالۍ هم همداسې منفجرې شوې
چه تيرو دوه کلونو کې يې خلک اړونده چاروکې ستونځو سره مخ کړی وو
خو ښه خبر داده چه اوس يې د جوړښت بيا چارې پيل شوی دي
د ميدان وردګ ولايت طبيعي پيښو سره دمبارزې ريس مولوی فيض الله جلال ( ور) سره يې خبرکې په پاخه او اساسی بڼهدجوړښت وايي.
نرخ کابل سره په څيرمه يوه ولسوالۍ ده چه خلک يې اکثريت زده کړی په کرهڼه اوبڼوالۍ بوخت دی چه د ولسوالۍ د ودانۍ نهشتون يې ډير کارونه ټکنی کړی وو
https://youtu.be/mLaNQJXgE2c?si=SV8bwE3tf_b83Ycv
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و پنجم مهر ۱۴۰۲ساعت 23:37  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د کابل کندهار سړک چارې دافغانستان له ملی عوايدو ورکول کيږي ۸۰۰ مليونه افغانۍ يې لګښت اټکل شوی دۍ
دحکومت اقتصادی مرستيال عبدالغنی برادر وايي ۷ داخلی شرکتونه يې چارې په مخ وړی چه ۴۸۰ کيلومتره اوږدوکې کېبه يې ۴۷ لوی پلونه ۱۷۱۶ پلچکونه ودان شی.
تخت کوتل ته نږدې د پروژې يوه کارکونکی د سړک دستندرد جوړښت په ۷ متره بر سربيره موادو عالی کيفيت څخه ډاډمنوو
ددغه راپور دترتيب په مهال دسړک ماشينری د ارغندی له سيمې پيل بيا د ميدان وردګو دورانی تر سيمې کارکاوه
خلک يې بازسازۍ ته خوښ خو له سست بهير او فرعی سړکونو کې د دوړو له شته والی يې شکايت لرلو
خو هغه څه چه ماوليدل دکار سيمه کې دټانکر په زريعه اوپاشی کيدله څو دګردونو مخه ډب کړی
لاروی او موټرچلونکی اکثريت يې د سړک جوړښت ته خوښ وو
وکيل غياث الدين
دغه سړک د افغانستان مرکز کابل ۱۶ ولاياتو ته داتصال لومړۍ لار او د منځنۍ اسيا په شمول دپاکستان او ايران هيوادونوسره دترانزيت لار جوړوی، ځکه نو دهيواد اقتصاد او دمليونونو وګړو ژوند پرمختللي کولي شی
https://youtu.be/eI0l7CQvGqY?feature=shared
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و پنجم مهر ۱۴۰۲ساعت 23:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|