«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د شهید ګیله من په ویر کې

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو دقوم ولس خوږمن شهید ده

د زړه له درده مې لاسونه سرویم

په حقیقت کې م. خپل تن شهیده

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو

دښمن سرلاری دمرچل ده ویشتی

غواړی ټپه دملالۍ خپه کړی

پنجاب مو نن د غرو بلبل ده ویشتی

ملی بیرغ کې یې تابوت و نغاړۍ

دایې وصیت وو په دیورن شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده

راځی چه وژاړو په چیغو چیغو

وزیر، مو ورکړله د ځان قربانی

د یوه لوی افغانستان په هیله

دخدای حضور ته په ایمان قربانی

نوم بې تل ښاد، تاریخ بې یاد وساتی

ځکه ریښتینی په وطن شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو

ګوندې چه چیغې مو دوستان راویښ کړی

ګوندې مو ساندې په درو کې شور شی!

په خوب ویده پښتونستان راویښ کړی

د کوزو بر د پیوستون مبارز

په افغانیت باندې مین شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو

ماتم یې دروند. دولس ملا، ماته شوه

درد یې یواځې شرف الدین نه ګالی

په ویر یې ټوله پښتونخوا ماته شوه

د امانی خیال خیالیګر لاروی

د استقلال دلبر تورزن شهید ده

راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو

نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده

+ لیکل شوی په  جمعه بیست و دوم تیر ۱۴۰۳ساعت 8:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کانې؟

څه کانې راوشوې؟
-------""""""---
څه کانې راوشوې؟ دهيوادناوې سرتوره ده. 
نقل دژوندون مې زياتی وتی له پيغوره ده. 
څه کانې راوشوې؟ 
مړ هم يم او پړ هم يمه زړه مې په زړه وار کړی 
چاه ته له چاه وژاړمه؟ واری، مې له وروره ده
څه کانې را وشوې؟
څه کانې راوشوې؟ تاريخي بريامو بايلودې
ولی، مو رسا دښمن چه زری، مو له کوره ده
څه کانې را وشوې؟
بيټه ننګوم د يو ځل بيا مو رب ته خواست وکړه
لږ وګړي ډير نشوه؟و کمکی برجل بې اوره ده
څه کانې راوشوې؟
نه مې پيښور شو کابل جان نه خوار پښتون اباد 
نه خو محمودخان لا راستون شوي له لاهوره ده
څه کانې راوشوې؟
لاخو دکنعان په لور يعقوب دسفر لار وهی
دلته لا پنهان ښکلی يوسف له پلارو، موره ده
څه کانې راوښوې؟
پيغلې شيرين ډوله مو، لاهم داژدها خوراک 
ځکه خو شرفه، دمومين توره بې زوره ده
څه کانې راووووووووووووووووووووشوې؟
۲۰۲۱ جون ۷

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و چهارم خرداد ۱۴۰۰ساعت 2:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نصيحت

دپلارنصيحت

پام کوه، هيچاته، د پلان داينده، مه وايه 

نږدې دوستانو ته هم رمز دسرمايه، مه وايه

ماويل: ناخوالو نه، بې، کلی ته ګريوان وشلوم 

ويل :خطر لری بهر دکور لانجه مه وايه. 

دښکلاګانو، په توصيف دمجلس خوند زياتږی 

مګر پردی، بحث کې دښځې، ته ښايسته مه وايه

په يو سيلبين، کې واي: دڅو وزيرو عقل نغښتی 

کتاب کې شته، چه مخاطب، ته دساده مه وايه. 

پټې بلاوې د وی پټې، دپښتو متل دی 

د ګندګيو، خبر هيچاته ښکاره مه وايه 

داخپله ژبه هم کلا، ده، هم بلا، جوړيږی

که خوږې نوايې، نو هيچاته، ترخه مه وايه 

چه خلاصيده غوټه په لاس، حاجت دغاښ نلري

که په راحت کيده،  دسختو اراده مه وايه

له مانه ډيرو په دوکه کې زړه وړيا لوټلي

ته، بې ازمونه مقابل ته دوستانه مه وايه. 

پلار مې کولونصيحت چه بې دوستانو به شې

حقو ناحق، دغيرتونو فلسفه مه وايه

دآس، ميرمن، و دوسلې په چاه باور نکيږی

په امانت ورکړه يې چاه سره وعده مه وايه

ريښتيا ويل يا زورور يا هم نادان خلک کړی

شرفه، ته خو زورور نه يې؟ راسته مه وايه

ورحنيا د ۲۱ دجون ۲ 

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سیزدهم خرداد ۱۴۰۰ساعت 20:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مبدان مې سوځی

دکلی په غم کې 

ليکونکی: شرف الدين ستانکزي 

انځورونه دميدان، وردګ، تازه حال له دوستانو کاپي

--------------------------------

شين محل مې اور واخيسته ځان مې راته سوځی

ولې به ژړيږم نه ؟؟؟؟ ميدان،  مې راته سوځي

ټولې زيربناوې يې د ژوند تالاترغه کړلې 

لاس دمرستې راکړيه، جهان مې راته سوځي

کور مې نړيدلي دکهول وينې مې ډنډ پرتې 

نشته بشرپال !! څوک؟ ماشومان مې راته سوځي

چاه ويل نمرود، په نوې بڼه را پريوتی دي؟

سم دابراهيم ع په څېر زلميان مې راته سوځی

وړې، يې جلريز، نه ښکلاګانې جل وهلی دی 

نرخ، کې به نوا څه وی؟ ګلان مې راته سوځي 

چک، نه تر بهسودو اژدها، کلچه وهلې ده. 

ژاړې شيرينو چه مومين خان، مې راته سوځی

ميندې لالهانده دصفاو، مروا،  قيصه تکرار 

خدايه رود، زم، زم، کړې چه بچان مې راته سوځی

نور به سندرمار د شاغاسی، سندرې نه بولی 

شاه په غصه شوی دی جانان مې راته سوځی

ګز،ګام، مو کلی دګمنام عسکرو څلی شول 

سختې خاطرې لری وجدان مې راته سوځی 

سوځنده کتاب يې ګلبشرې غيږې ته ونغاړه

لولپه حجره شوه طالب جان مې راته سوځي

مړ هم زه يم، پړ هم زه يم، چاته به له چاژاړم

اور دی له افغان سره افغان مې راته سوځی

  وخواجه بلنده! ننګوم دربﷻ ته خواست وکړه 

کړی مې دمحفوظ شرف، ايمان مې راته سوځي 

شرف الدين ستانکزي

ورحنيا/ دجون/ ۱

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سیزدهم خرداد ۱۴۰۰ساعت 20:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

خان ليوني شوي

موقت پوست دي.
هغوي چه په شعر پوهيږي هيله ده نقد په وکړي. له ډيرې زمانې وروسته مي يو نيمګړې ليکنه وکړه. داصلاح په تمه مې تاسو ته تقديم کړه. مننه 
هر بند مو چه خوښ نشو هدايت سره سم به مو اقدام وشي. 
درنښت 
ستانکزي 

دلته ظلم زور دی اطاعت کيږي پياوړی نه 
حق دازادۍ اخيستل شوی خوار وګړی نه 

تخم دنفاق دويشل شوي کرونا په څير
يو بل نه بيزاره کورنۍ دکور له غړی نه

جنګ نه تښتيدلي ته رتبه دمارشالۍ ټومبي 
سر پريکوي خان، ليونئ شوي له سر لوړی نه

واک دجګړې بل سره دسولې ملکيت خپل ګڼي 
خان لالا، هراس لري دسولې، دريمګړی نه

عرض مي ده راوړي باچا، سر دسلامت اوسه!
ستا د دربار خلک غواړي رقص دګور له مړی نه 

هرڅه يې نور ولوټل ، اوس غرونو نه رجې باسي. 
واک يې ولکه کړي دنوبت له ژرنده ګړی نه. 

هيڅ شي خوندي، ندي پښتون غږ دناموس نه باسي 
نقل چاه درنه ووړ؟ دايشچي له شرم وړی نه

نن هم اعتراض باندې بوډا،  تنه بربنډه کړه. 
خلک نور مايوس دي له رژيم دستانيمګړی نه 

لاس لاندې کارګر مو دخدمت په نوم فسادکوي
باسي ځوانکۍ د طبيعت له زرغون زړی نه 

نرمو، ملايمو سره سم ځه چه غصه به شي 
زور د نرمښتونو شي جوت له اوبو وړی نه 

ژوند کوه سرشاره غړوندی ته غاړه ورنکړې
شير هم چه رابند شي غاړه ښکئ نشي له پړی نه

لوږه مو فبوله ده خو پور دنورو نه منو 
خان صاحبه، پام کړه خلک بد وړي پوره وړی نه

+ لیکل شوی په  جمعه دهم مرداد ۱۳۹۹ساعت 20:33  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دکلي اختر

دکليوالي اختر ننۍ او پخوانۍ بڼه.            

اختر ته کورته تللي ولې، ګرانه راته ووايه
نرخ کې څه وضعيت وه؟ له ميدانه راته ووايه

خلک وايي فقر، تر وروستي حده راغلي دی
څه شئ وه؟ قيمته؟ څه؟ ارزانه راته ووايه

جمعه داختر دکليوالو سره ګډه وه؟
چاه يې امامت کړ ؟ له اذانه راته وايه

لاس دچاه دښکل کړ؟ او کوم چاه دهرکلي وکړ؟
چاه؟ چاه؟ کره ورغلې  له ځانه راته وايه

حال دپښ، دواخيسته، نجار خوارکئ، څنګه وو؟ 
نقل د ډمانو تر چوپانه راته ووايه

څوک له چاه خپه؟ او څوک له چاه سره هم غاړه شول؟
لږ څه يې د سولې له جريانه راته ووايه

درې ورځې اوربند چه بنسټګر دعمري امن شي؟ 
څه ويل؟ چاه؟ د سولې له پيمانه راته ووايه

کلي کې دستور دي چه يو بل باندې خوږې ويشي
لږ يې دډوډۍ او دستارخانه راته ووايه

لوبې، دهګيو مې يادونو کې لاپاته دي 
کوم ډول هګۍ، شوه قهرمانه؟ راته ووايه

پيغلو سندرمارو به تمامه شپه لنډۍ ويل
اوس هم وه ټپه؟ چه : ياقربانه، راته ووايه

تيرځله به لوبې دميلي په بزکشي کيدي 
چاه درلوده آس؟ له پهلوانه راته ووايه

هو! ريښتيا څه نور مې اوريدلي!! څه د وليدل؟
يم يې، حقيقت پسې  پريشانه راته ووايه

کرښه دجنګ چرته؟ چاه؟ په چاه؟ دمرګ تکبير وايه
څوک  د دين عسکر وه؟ له ايمانه راته ووايه

تور،(تهمت) پورې کوی، چه هلته اهل دقلم وژني 
څوک دي؛ دغه خلک؟ لږ روښانه راته ووايه

هسې کړم پوښتنه اميدواريم، چه ريښتيانوي 
وايي: انسان، بد وړي له انسانه  راته ووايه

لوي ملايې، وړي تش ګمان باندې له کوره وو
اوس وه ازاد شوی؟  له زندانه راته ووايه 

سترګې يې خونکارې دي، له ورايه ډارول کوي 
څه يې درته ويل؟  له قوماندانه راته ووايه

پوښتي مې شرف، چه کليوال اختر به کله کړو؟
نور مسافرۍ، نه يم، ستومانه راته ووايه

+ لیکل شوی په  جمعه دهم مرداد ۱۳۹۹ساعت 20:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

باچاته دملت حااذ

باچا دفيل په غوږ کې.       

جګړه مسير، دښمن ضمير حقوق بشر نلري. 
له ژوندانه خلک بيزاره دي باور. نلري 

کشران اغواء، شتمني غلا، عزت د خاورو خمير
څنګه ډاډه شو چه ناموس دلته خطر نلري 

خدايه! بې وسه يو، بې کسه يو بچو ترمخه
دښارپه منځ کې پلار قتليږي، پوښتنګر نلري

نه انسانيت، نه اسلاميت، نه افغانيت ته ژمنتيا
دمره کثيف زړه  خو دغرونو ځناور نلري

په شيرين ډوله جنکو پسې ماران وتلي 
دمؤمين خان، مو لاس تړلي دي خنجر نلري. 

د خوښۍ وراه يې د ماتم په جنازه واوښته 
دناوې کور کهول بمبارد دي زنده سر نلري 

سر په سجده دمقتديانو ککري غوڅې شوې
ملاشهيد مساجد ړنګ محراب ممبر نلري 

د کفنونو بازار ګرم خو د ژوند مارکټ سوړ
له تابونو سيوا بل شي کسبګر نلري 

اولس مو خوار ځوانان وزګار خلک هجرت ته اړمن
فردي امنيت مو په هيواد کې هيڅ نفر نلري

ربهﷻ ناراضه نشي هسې تش پوښتنه کوم؟
توره موشرنګ، وينې مو رنګ اوښکې اثر نلري.

د شکايت مرجع يا شته نه يا ورتلي نشي څوک
حاکم د دنګو ديوالو شاته دي ور نلري 

د بشريت په تش نامه ودان کاذب سازمان 
ښايي ړوند شوي وي په ستونځو مو نظر نلري

د وخت ناخوالې ستانکزي دي مستند کتلي. 
باچا د فيل په غوږ کې خوب وړي خبر https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2488626261186528?d=n&sfns=mo

+ لیکل شوی په  یکشنبه نوزدهم آبان ۱۳۹۸ساعت 0:27  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کريکټ

وطن په جوړيدو دي! په انځور کې مې ۱۰ کلن زوي عزيزالدين ښکاري چه د خپل ښونځي په کچه يې نورو ملګلرو ترڅنګ دکريکټ سياليو کې لومړي مقام خپل کړي دي. ځکه نو په مناسبت يې نن ادارې دخوښۍ مجلس نيولي وو. زه په مسلکي ډول په کريکټ نه پوهيږم خو دحضرت نبوي په نوم ښونځي استادانو يې ستاينه وکړه، ويويل په دسربيره چه عزيز په کمکي عمر ټيم ته لار ومونده خو دخدايﷻ ورکړي استعداد په وجه د يوه کال کم زحمت له کبله اوس تيم کې ښه ځليدلي او تيره ورځ (جمعه) يې دباغ داود لوبغالي کې ديادې ادارې مرکزي ټيم څخه د نورو ملګرو په وړتيا په ډير تفاوت لوبه وګټله. د زده کونکو د ښو اخلاقو او د زده کړو د پرمختګ ويل يې بل ښه زيري يادشو، نوپه دغه ډول که کابل کې د حضرت نبوي ښونځئ د تعليم او تربيې په ډګرکې څو کاله وړاندې سره پرتله کړو پرمختګ يې دهيواد لپاره په زړه پورې خبر ګڼلي شو او راتلونکې ته هيله بښونکي دي. د خبرونو په اساس مرکزي او ځينو نورو ولاياتو کې د معارف کړنې تر دغه لا ښې روانې دي، که څه هم ناامنه څو ولاياتو کې د ځينو ښونځيو د بندښت ويلکږي. خو بياهم هيوادوال په ټول توان دخپلو ماشومانو روزنې ته ژمن ښکاري شرف الدين ستانکزي https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2221036574612166?s=100001175349845&sfns=mo
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و پنجم خرداد ۱۳۹۸ساعت 15:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و پنجم خرداد ۱۳۹۸ساعت 15:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

زمونږ اختر

زمونږ ننئ او شل کاله وړاندې اختريز، توپير. 
(دزمان جبر).   
شل کلن منزل 
او زما د سږنئ اختر، درې ورځې.  

نږدې يوقرن، يا ترشل کلونو زيات عمر وروسته مې دلومړي ځل لپاره کورنۍ سره ګډ اختر وکړ. شکر هزار ځله شکر...که څه هم له خپل کلي لږ لرې. 
دشيطان غوږونه د کاڼه وې؛ ډيرې خوږې شيبې مې وکتلې...چه ليکل يې زمانګير. چه سره وموليدل کټ مټ نقل به يې درته ووايم؛ اما، که د دغه منزل مثبت او منفي  اړخ غټ تغيراتو ته اشاره وکړم.  دشل کاله پخوا په تناسب له کلچر نيولې د کورنۍ دغړيو په شمير کې ژور بدلون راته جوت شوو. کمکيان مو زلمي، دهغه مهال ځوان همځولي مې مشران وليدل. دهغه وخت دلبرې پيفلې چه هغه دچا خبره ځوانۍ ته به يې کاروان تم کيده اوس؛ په ملا کړوپې دي... په ورته سل، يا زر نورو اخ توخ، يادونو سربيره مې، له بده مرغه د مورو پلار، کاکاګانو، استادانو ...او نورو مشرانو تش ځاي او يادونه درد اور  وه. اختريزه لباس او دميو ډول هم يومخ بدله بڼه لرله. 
دبيلګې په توګه اختريزه دود، ښاري ډول خپل کړي دي، پخوا داسې وه! چه تر اخترمبارکي وروسته به لوي واړه په کلي سم شوه، په اصطلاح پاچا او ګدا اهنګر او زرګر، به کور په کور ګرځيدل دخوشحالۍ په فضا کې به يې په لمنو او دسمالونو کې نينې او نورې ميوې راټولولې. نازولو ته به ايشولې هګۍ او کوژدنو تبه دسمالونه ډالۍ کيدل، په نويو زوکړو ماشومانو به پل سيا (افغانۍ) شيندل کيدې، چه دشرنګا ساز به يې ټول ګډونوال په چک چکو راوستل، هغه وخت به اختر کې مرورو غاړه سره ورکوله،  هيچا يو په بل دکافر، بيګانه... نومونه نه توهينول. خو موجوده اختر کې نور خلک خولاڅه، زما ډير د وينو شريک خپلوانو راسره د اخترمبارکئ قطعه کړه. 
 ممکن زه د دوي لپاره پردئ ګنهګار يا... وم.  
 ځکه زه له لسګونه زره مايله لرې واټن(لوديځې نړۍ) څخه دګډ اختر په شوق راغلي وم. 
خير؛ که موضوع شخصي نکړو، نو اړينه ده چه له تيرو خاطرو په ياد وليکم: رنګارنګ لوبې به په لار اچول کيدې، چه د هګيو جنګول آسونو زغاسته يې يوه له بيلګو يادوي شو. 
داختر درې ورځې به نروښځې په تقسيم پرته له دچه وويل شي څوک دچا دکور په تقسيم ورسيدل؟  دقرعه کشي په بنا کلي کې په ميلمستيا ګرځيدل. 
که به، دکوم کور مړي شوي وه، په خاص انداز خواخوږي ورسره کيدله، مګر فاتحه خوانۍ شرعأ ښه نه ګڼل کيده.
زړه، بوږنونکې يې لادا، چه هغه مهال چه مونږ کمکيان وو، د څاروي دحلالې په مهال به مشرانو په يوه پلمه دقربانۍ له ځايه لرې ساتلو،  ويل به يې: که حلاله ماشوم وګورې په خوب کې ډار او په ذهن يې بد اغيز کوي...
 خونن! د اختر په ورځ  په تلويزيون کې دجګړې طرفينو دجګړې دظلمونو او وحشت مستند ويديوګانې په تلويزيون راتلې... چه د جګړه کونکو ترڅنګ عام وګړي په وينوکې لت بريښيدل...  خو د ورته خشينو انځورونو په کتو هيچا سره دخپلو ماشوانو داينده تشويش نشته 
دغه راز،  اوس!!! 
ماشومان په کلي ياچاپيرچل کې د نينو (ميوې)  ټولولو، په نيت  نه تلل؛ ځکه له کوره بهر دمين، انفجار، تښتونې ... ناراميو ذهنن پريشانه کړي دي. 
غټانو دشهيدو خپلوانو انځورونو ته اوښکې تويويلې. ځوانانو د پخوا خلاف دمستو مجلسونو په، پهلوانۍ ياخوسکي لوبې په ځاي فسبوکي مشغولا لرله، هغه چه په لنډه فاصله کي يې له يو بل لرې ساتل. 
په عيني حال کې زمونږ له کلي نرخه، چه لاهم په لنډ واټن کې، دزمان جبر زه شل کاله تاريخ په تکرار لرې ترې ساتلي يم. د ړندو بمباريو ظالمانه چاپې خبر را ورسيده. چه تر ۱۵ تنه عام کليوال يې قرباني لرل دړنګو ودانيو انځور خو لا دزلمو وينو له نظره غورځولي دي. 
دا نو داختر لومړۍ شپه وه؛ ځکه نو زه په دوهمه داختر،  ښارکې يواځې چرتونو او خپلوان مې ټول شهيدانو جنازوته په چيغو رانه جلا شول. 
داختر دريمه مې د خپلو ناليدلو شهيد زلمو د هغو عکسونو په کتلو تيره کړه چه دشهادت په مهال يې نيم تن يا کله ترې جلا شوې وه دتشو غوښو په انځور را وپيژاندل شو چه ګواکې دا ښايسته ځوان دپلاني او دغه هډوکي چه ښکاري نادره زلمي وه د پيستاني اکا زوي وه اخ... 
تر ټولو بده لا دا چه د همدغه متن  دليکلو په مهال مې دکوڅې مسجد کې له هغو شوهداو  ديوه د فاتحې اعلان وشو،  چه د اختر په بيګا کابل ښار کې په يوه بمي چاودنه کې شهيدان شول. ځکه نو ذهن کې ليکلو لپاره ګڼه قيصې راسره شته مګر مجبور يم دشهيد ګاونډی فاتحه کې دګډون په خاطر يې تربيا متن نيمايي کړم. 
هي ههههههههههههههههههههههههههي!!! 
جګړې؛!  او دوخت جبر ه؛ څه کانې د راوکړې 
ربهﷻ سوله 
شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2208968159152341?s=100001175349845&sfns=mo

+ لیکل شوی په  یکشنبه نوزدهم خرداد ۱۳۹۸ساعت 8:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دقيمته حکمت

هوښیاران وایی: قیمت بی حکمته او ارزان بی علته نوی. ترکش ارلین کی می یوه ورځنی سفر څلور ورځنی شو نور په هرصورت روژه سخته تیریږی بل فون می کار نکوی او ‌‌‌‌‌‌ډګر کی یی نیت هم نشته اوس می له یوه ترکی څخه لین اخیستی دی چه ستاسو د اطمنان لپاره لږ معلومات شریک کړم. هو ګوری د روژی لپاره نصیحت راته ونکړی چه سفر کی رواه ده پوهیږم اما دزرګونه وچی شن‌‌‌‌‌‌ډو مسلمانو په حضور کی یی ترخوړلو دنیولو زحمت ښه راته ښکاری. په درنښتhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2192266694155821?s=100001175349845&sfns=mo

+ لیکل شوی په  یکشنبه نوزدهم خرداد ۱۳۹۸ساعت 8:15  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د شرف الدین ستانکزی لنډه پیژندنه، اوکاری بوختیاوی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دابادي غږ

زرغونه ده

زرغونه ده

دغه ونه تكشنه ده

لايي غيږله پاڼوډكه

لاپرې ډله مچـۍ پنډې

له ګلونويي شيرې وړي

دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه هجدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 7:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

لاخودلته سپرلی نشته

ربه ظلم په اسنان کړی د نجات عیسی می راکړه          خرد جال دزمانی مو په نړی ایښی قدم دی

په جاپان کی سونامی شوه امریکا کی توفانونه             دازمونږ مسلمانانو د سپیڅلو اوښکو نم دی

                                                    لاخودلته سپرلی نشته

له ماښامه،تر ماښامه رڼا نشته ده  تور تم دی            زمونږ کلی کی بادونه لاخزان په سیمه سم دی.

ماشومان له تدریس ګوښی ور تړلی د ښونی               فکر وړی ګلبشره مو د طالب لالی په غم دی.

په مکتب  بلا پریوتی زده کونکی  ګواښل شوی           د معلم په ټټر غشی، چاه ویشتلی،مات  قلم دی

زندګی مو شوه ستومانه،ورځ تربلی راته ګرانه       مدرسی یی کړی ویجاړی،په مسجد پریوتی بم دی

وایی ځمکه به جنت کړی پسرلۍ یی په اختیارکی .          په تازه بڼه نمرود بیا په نړی  ایښی قدم دی

بحرو برباندی یی حکوم،په هواکی یی ځواکونه         له دنیایی غیږ چاپیره، دا دی کور ته می اړم دی

د موسی د لاس لګړه خدایه بیا نړی ته راوړه.         دبشر په زړه کی نغښتی د رملی  فرعون چم دی.

دلته باره، باره واوری ساړه سخت،لاری کنګل دی.  له دردونونه می خوند وړی زندګی مو په ماتم دی.

هلبندونه یی ایسار کړه رمی نه شوی راستنی بیا          بزګر کرنکړی دانی بیا لاخومړ دبوټو دم دی.

اژدها   راټيټه شوی د پیغلوټو لوپټی خوری        ها مومین می ربه بیا را چه ښامار شیرین ته خم دی.

ماشومان تنکې ګلونه موله تندې نه رژیږی.        میندو لپی کړی جامونه خواست د هریوی زم زم دی.

د پاچا قره قولی ته له ژوندی مرغومی پوست وړی     ځکه مخ پسرلی واړاو، وایی دلته لوی سیتم دی.

لامو زاڼي مهاجری سیل یی بیرته را ستون نشو    وایی دلته ټوپکمارمیشت ژوندانه لره چانس کم دی.

په سمسور جنت لښتی یی لګیدلی دی اورونه             کوچان نه ور وړی کورنه له بامیانو رمه تم دی

ستا دعدل پاچاهی کی ربه مونږ سره زیاتی شی              دلیلی قبر یی ړنکړ ترینه وړی چا پرچم دی

مطمین یم په والله چه زمونږ کلی به  رغیږی             د پښتون د قربانبو وینی اوښکه  پکی کوړم دی.

خیرکه سل وار لمرنیولی،سپوږی پټ مخ رانه لاړه   مونږ به لار، مومو رڼا ته دامی هوډ دامی قسم دی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه دوم فروردین ۱۳۹۰ساعت 11:52  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات:لمړی پښتو مشاعره جوړه شوه.

هرات کی هریوالوپښتړمشاعری دپیل غونډه.په هر ات ښارکی دلومړی ځل لپاره د پنجشنبی په ماسپښین دهریواپه لمن کی په نوم یوه پسرلنی مشاعره پیل شوه دغه ادبی غونډه دهرات داطلاعاتوکلتورریس نیګام ګڼلی اودهمیشنی مر ستی ژمنه یی ورسر ه کړی ده ګډونوال بیلابیلوولایاتوڅخه وه چه راپور یی دشرف الدین ستانکزی په شعرپیلږی. 

دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه ششم فروردین ۱۳۸۹ساعت 11:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

« خدایه داڅنګه سپرلی شو»

                    شرف الدین ستانکزی دسریلانکاکولمبوپه ښارکی دبجرپه غاړه                       خدایه داڅنګه سپرلی شو؟خدایه داڅنګه هواشـــوه.      

 چه نه ګل شنډی غوټی کړی نه یی څانګه په نڅاشوه.

نه دهقان دکرسوداکړی نی دخیال ځمکی وترینی         

 نی دهیلوتخم تیغنی نه ژوندی دبوټوســـــــــــــا  شوه

هرات ۱-۱-۱۳۸۹شرف الدین ستانکزی

دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهارم فروردین ۱۳۸۹ساعت 18:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |