د شهید ګیله من په ویر کې
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو دقوم ولس خوږمن شهید ده
د زړه له درده مې لاسونه سرویم
په حقیقت کې م. خپل تن شهیده
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو
دښمن سرلاری دمرچل ده ویشتی
غواړی ټپه دملالۍ خپه کړی
پنجاب مو نن د غرو بلبل ده ویشتی
ملی بیرغ کې یې تابوت و نغاړۍ
دایې وصیت وو په دیورن شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده
راځی چه وژاړو په چیغو چیغو
وزیر، مو ورکړله د ځان قربانی
د یوه لوی افغانستان په هیله
دخدای حضور ته په ایمان قربانی
نوم بې تل ښاد، تاریخ بې یاد وساتی
ځکه ریښتینی په وطن شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو
ګوندې چه چیغې مو دوستان راویښ کړی
ګوندې مو ساندې په درو کې شور شی!
په خوب ویده پښتونستان راویښ کړی
د کوزو بر د پیوستون مبارز
په افغانیت باندې مین شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو چیغو
ماتم یې دروند. دولس ملا، ماته شوه
درد یې یواځې شرف الدین نه ګالی
په ویر یې ټوله پښتونخوا ماته شوه
د امانی خیال خیالیګر لاروی
د استقلال دلبر تورزن شهید ده
راځۍ چه وژاړو په چیغو، چیغو
نن مو خوږ ژبی ګیله من شهید ده