«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دونالد ترمپ بریالیتوب

څنګه د ټرمپ کامیابی ځینۍ امریکایان الاهی نجات ګڼی
شرف الدین ستانکزی.
د ترمپ د بریالیتوب او مخالف جهت دماتی مهم راز
۱- دیموکرات ګوند د کاملاهاریس، په مشرۍ تګلاره مذهب په رابطه بې تفاوت وه هیواد کې بې حدو مرزه ازادۍ ته شعار ورکاوه.
الف د بیلګې په توګه، سقط جنین یا هم دښځو د حمل ضایع کول د هر مذهب او کلچر لرونکو له نظره ناسم کار دۍ خو د هاریس، د ټاکنیزه کمپین مهم شعار وو.
۲- همجنس بازی یا د ښځې له ښځې سره واده کول هم دخلکو د کلچر خلاف مذهبی ټکر رامنځ ته کوی او دیموکراتان ټینګار په کاوه او کوی.
۳- اقتصادی کمزورتیا په ځانګړی ډول امریکایی مارکټ کې د چینایی وسایلو زیادښت
۴- د ناقانونه مهاجرو هجوم مخه نه نیول
۵- ف ل س ط ین، اکراین او ګڼه نورو جبهو کې دامریکا دخیل کول
۶- له افغانستان د غیرمنظم عسکرو وتل یۍ هم یو له نیوکو شو مګر دواړه ګوندونه یۍ په راوتلو نه، د وتلو په څرنګوالی یو په بل نیوکه کوی
ډیر نور دلایل هم شته چه د دیموکراتانو پښې یې د جمهوریت غوښتونکو په وړاندې کاواکه کړې
خو بیا وایم چه دلته چه ماله نږدې کتلی عام امریکایانو د نویو ځوانانو په کردار تغیر کیدو خپل رسوم او مذهبونه د نابودۍ په حال کې لیدل
ځکه نو اوس ګڼه د زاړه عمر امریکایان د ټرمپ کامیابیدل دخپلې عقیدې د رب، مرسته او دنجات وسیله ګڼی.
ځانګړی توګه چه ټاکنیزه کمپین کې دوه ځله ټرمپ له مرګونی برید ژوندی ووت ګڼه خلکو چریچ ته په مخه کولو د خپلې عقیدې د خدای شکر ادا کړ رسنیو ته یې وویل داسې مرسته تنها رب کولی شی.
نوټ :چه مغالطه ونشی زه نه دټرمپ طرفدار یم نه مخالف بلکې دامې دخلکو نظریات لیکلی دی
والله عالم

+ لیکل شوی په  چهارشنبه شانزدهم آبان ۱۴۰۳ساعت 21:4  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |