خورلڼه
خيښ ډارن خورلڼه معبره ساته
لنډه قيصه
ليکونکی: شرف الدین ستانکزی
له واده وروسته دخور له کوره راستون، په خوشحاله لهجه يې دخيښانو له ښه سلوک او خورکۍ د نوی کور له غنا ستاينه وکړه.
۱۷ کلن مرجان، داخبرې دکاکا په حضور کې کولې، څوک چه له اول سره دغې خيښۍ سره مخالف وو
ځکه يې نو صفت خوند ور نه کړ چه دمخالت نقل يې جلا ده
دکاکا د تندې ګونځې نورې هم پيچلې شوې مرجان ته يې دنادان په ويلو زياته کړه
صفت يې مه کوه زه هغوی ښه پيژنم ښځې ته دمال په قدرې هم نه ګوری اوس به يې ګلوباغ درښکاره کړی وی مګر دظلم کور ده. دظلم
نور هم غضب واخيست ويويل( په سترګو ړوند يې؟ نه د ليدل چه ابله يور ( د ليوره ښځه) يې دخير په غونډۍ لکه ملکه ناسته وه اخلی پخلی ټول زمونږ سورټيکرۍ خورلڼې کاوه.
بې غيرته! خور دهلته تش مينځه ده مينځه...وګوره په ناوېتوب کې يې ميړه هم ترې بل ملک ته مسافر کړی دی.
کاکا لږ احساسات کنترول د مرجان دباور لپاره يې لهجه ارامه کړه ويويل : بچو، ته کمکی يې تجربه دکمه ده. زه داخلک پيژنم، اوس دخلکو لپاره ښه سلوک کوی...که ځان تريخ ونه نيسې په خدایﷻ چه څه موده وروسته د له خوره مذدوره جوړه کړی مذوره).
مرجان، چه ساده زړی ځوان وو، دکاکا په تانو او تيرانو يې يقين راغی ويل څه وکړم؟
کاکايې ورته وويل :بيشوم وروښيه، بيشوم. ټول عمر به يې سترګه درڅخه سوځی.
لنډه دا چه مرجان ته يې مشوره ورکړه چه په سپينه ورځ يې دروازه په تيږو ووله چه ګاونډيانو کې خجالت او دبيا تکرار له وهمه مو خورلڼه معبره وساتی.
مرجان له فکره سيوا سمدستی سوټی په لاس په کوڅه ورسم شو...
تلو، تلو کې يې له پيرو ميره، حيا نه کيده، ځکه کاکايې دملاتړ سينه ورته ډبولې وه
داسې چه بريد ته وکړه! نور د زه، غبرګ زمن او بل غښتلي واره ډانګ په لاس ترشاه يو...عمری درس به ورکړو...عمری
مرجان، هم مځکه څوګامه دسترګو په رپ کې د خښتې په ګذار دخيښ له دروازې درب جګ کړ
کوڅه کې اله ګوله جوړه شوه! هر ګاونډۍ دنندارې په نيت سر له دريڅې راوکيښ!.
مرجان، چه دامهال دفتحې فکر لاره په لوړ غږ وغور ميده ښکنځلې منځلې يې له خولې ووتلې دغصب تمثيل يې نور هم جوت کړ.
خو په شيبه کې هرڅه بدل، باد يې هله پرې شو چه مخ ته يې خيښ له ملاتړو زمنو سره په بل مقابل راڅرګند شوه.
شاته په کتو يې نه باټی کاکا نه سوټی په لاس ملاتړ لرل.