«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

کوژدنې خلاتي ماسک کړو

(د نورز خلاتي يې نادارو سره مرسته کړل )
(د کرونا ضد بې ساري نوښت )
په کابل کې يوې نه چندان شتمنې کورنې کوژدنې د نوي کال دنوروزي خلاتي جوړې د ماسک په ترکيب کې به ناداره خلکو وويشلې 
دغه کورنۍ چه دکمپنۍ غريب ميشته سيمه کې ژوند کوي له دغه کاره يې لويه موخه کرونا ويروس سره دمبارزې ترڅ کې بې وزله خلکو سره مرسته ياده کړه. 
هغوي دمرستو دلړۍ دپيل څو انځورونه د مسنجر له لارې د ( ور ) خبري ټولګې په واک کې پریښول خو دنوم او هويت تر څرګندولو يې ډډه وکړه: ويويل نه غواړي چه خيرات يې په ريا بدل شي. 
د خبرو په دوام يې دکرونا نړيوالې ناروغي په تناسب خپلې مرستې درياب کې داوبو د يوې زرې قدرې محسوب کړي مګر ديته خوښه وه چه لږ تر لږه نادارو ته يې دمرستې چاروکې ونډه واخيستله. 
دغه کورنۍ له ماسره دخبرو په مهال له ګڼه هيوادوالو څخه هيله لرله چه تر خپل توانه دکرونا خلاف عامه لارښونه او عملي مرستو کې ونډه واخلي. 
په افغانستان خانګړې توګه پښتني ټولنه کې دود دي چه دهرکال پسرلي رارسيدو سره خسرګنۍ نوې کوژدنې ته ډالۍ په توګه نوې حامې او کورنۍ ته يې هم خلاتي په نوم رخت وروړي  خو دادي يوې کابل ميشته کوژدنې خپل ياد رخت نه دماسک جوړيدو په بڼه عامو ناداره هيوادوالو سره د مرستې نوښت وکړ. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2777375428978275/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه ششم فروردین ۱۳۹۹ساعت 21:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |