میدان وردګ کې وروستیو اورښتونو ګڼه خلکو ته مرګ ژوبله اړولې اکثریت پلونه پبچکونه اوبو وړی مسولین دلومړینو عاجل مرستو ډاډ ورکوی
تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د میدان وردګ جغتو ولسوالۍ کې مینځ ته راغلې د دغه ولایت له پیښو سره دمبارزې ریس مولوی احمدشاه زهین، په غږیز پیغام کې شیبه وړاندې راته وویل چه د یوه کور په نړیدو څلور کسه مړه درې ڼپیان دی
دغه راز بل کلی کې هم یو تن د سیلاب په څپو ګې وژل شوی دی
زهین زیانمنو سره دمرستو ډاډ ورکړ ویویل اوس هر وژل شوی تن کورنۍ سره د۲۰زره او زخمی سره د ۱۰ زره افغانیو بیړنۍ کومک کوی
دغه راز زهین د سیلاب له کبله بله تر ډیرو زیاته ځپلې سیمه نرخ ولسوالۍ یاده کړه په لیکلی اعلامیه کې راته وویل اول خیلو کې یو نن وژل شوی تیره ورځ یې سیمې ته په سفر زیان منې کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ مرسته وکړه
د مرستو په اړه یې وړاندې لیکلی دی(د میدان وردګ ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ کې د خطر لرونکې خوړ د پاکولو لومړنۍ سروې تر سره کړه.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوي احمد شاه ذهین، د تخنیکي تیم په ملتیا د دې ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ دادل حوزه ته سفر وکړه او د نوموړی حوزې د عثمان خوړ د پاکولو لومړنۍ سروې تر سره کړه.
د دادل حوزې د عثمان خوړ چې د سیلابونو او د اوبو د سطحي د لوړوالي له امله د خوړ د غاړی کورونه، زراعتي ځمکي او حاصلات، باغونه له جدي کواښ سره مخ دي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین ډاډ ورکوي چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خطرونو د کموالی او مخنیوی په موخه، په خطر لرونکو ساحو کې د ګبیونی دیوالونو جوړول، د ډک شويو خوړونو پاکول به یی په عملي بڼه جریان لري
نېټه: ١٤٤٧/۱۰/١٨ ه.ق ١٤٠٥/۱/١٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست)
له نرخ څخه یوه زیانمن روح الله عثمانی هم د طالب پلاوی سفر تاید کړ زمونږ له بې پرې راپورونو او مسولینو له پامامرنې یې مننه څرګنده کړه
+ لیکل شوی په یکشنبه شانزدهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 21:33  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
موسمی سیلابونو د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ یوه تاریخی کلا دړنګیدو ګواښ سره مخ کړې ده خلک له مرکزی حکومته څخه د ژغورنې هیله لری
مل انځور کې چه کومې ودانۍ دیوال ته اوبه اړم ښکاری د
میدان وردګ نرخ ولشوالۍ د مرحوم ملک محمدعثمان، کلا حریم ماتوی
ویدیو یې د کورنۍ یوه غړی روح الله خان عمرخیل، راولیږله په غمرازۍ یې وویل: چه اصل کې ویدیو د دیوال له بشپړې ورانۍ څخه یوه ورځ د مخه ثیت شوې ده (په د معنی چه اوس اوبه حویلۍ ته دیننه شوی دی د دوی د کورنۍ په شمول ګڼه نږدې استوګن له کلی کوچیدلی دی)
هغه وایی: د طالبانو له لوری هیڅ لومړۍ مرستې سیمې ته نه دی رسیدلی
د میدان وردګ ولایت له پیښوسره دمبارزې ریس احمدشاه زهین، ته مې د زیانمنو د عرض له پوښتنې سره مل ویدیو د ثبوت په فار وتسپ کې ولیږله خو ددغه راپور تر جوړیدو یې دتاید یارد جواب رانکړ
ولې تیره ورځ یې نرخ ولسوالۍ کې دموسمی اورښتون له کبله د اوبو راوتل تاوانی وبلل
ویویل د شخصی وسایلو لکه (سکوټر) لومړنۍ بیړنۍ مرستې سیمې ته تللی اما کفایت نه کوی دهغه په وینا باید مرکزی اداره د نرخ لپاره د سړک او پلچکونو اساسی پلان پلی کړی
د حاجی محمد عثمان ټاټوبی یواځې کلا نه بلکې دملکانو د سیمې په صفت د نرخ د ولسونو دانسجام یو لرغونی مرکز بللی شوو
چه د دادل، توکرک، کریمداد، او څینزایو حوزوی وګړو د جرګو او مرکو لرغونې دیره یادیږی
ځکه نومرمت او ساتنه یې قومی مشران نه یواځې د ملک عثمان خان، د کورنۍ بلکې دنرخیانو ګډ مسولیت بولی مرکزی حکومته څخه یې د ژغورنې وړاندیز کوی
+ لیکل شوی په یکشنبه شانزدهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 2:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
تیره ورځ له میدان وردګ څخه له موسمی اورښتونو د راپور تر نشرولو سره سم د دغه ولایت له بیړنیو حالاتو سره دمبارزې ریاست لاس پکار شوی بینوا خبریال ته یې دلارو د موقتی پرانست حال ورکړی خو داساسی جوړښت هم وایی
د میدان وردګ ولایت د بیړنیو پیښو دمخنیوی ادارې ریس مولوی احمدشاه زهین، په ټلفونی اړیکه کې د ټول ولایت په کچه ولس سره د څنګ په څنګ مرستې تیارسی حال ور کړ
په ځانګړی ډول نرخ ولسوالۍ ته یې دعملی مرستې درسیدو وویل(د میدان وردګ ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ کې د سیلاب له امله د بندو لارو د پرانستلو هڅې دوام لري د اعلامې متن یې مونږ سره شریک کړ چه دلته یې کټ مټ دلته ږدم
(د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لورې د دې ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ چین زائی، عمر خیل، دادل او توکرک ساحو کې د سیلاب د راوتلو له امله پر ځایی اوسیدونکی د تګ راتګ لارې په بشپړه توګه بندې دی او د ولایت له مرکز سره تړل شوی دی.
اوس د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کاری ټیم په ساحې دې، د نوموړیو ساحو د پاکولو او بندو لارو د پرانستلو په موخه اسکواتور په کرایه نیولی تر څو د خلکو ستونزې حل شی.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره په همغږۍ د بندو لارو د پرانستلو او د سیلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سره د هراړخیزه همکاری کوی)
ښاغلی زهین، په غږیز پیغام کې د موسمی اورښتونو له کبله داوبو راوتلو ستونځه لویه وبلله ویویل :اوس اوس یې کاری ډلې بیلابیلو قریو کې د شته امکاناتو په مټ کار کوی لارې پرانستل شوی خو اساسی حل یې په پاخه ډول
د سړکونو او پلچکونو جوړښت دۍ چه زهین، وایی: دوی یې د حل په غرض مسولینو سره راپور شریک کړی دۍ.
هغه هیله چه مونږ سره ولسی خلکو دمخه شریکه کړې وه نرخ د میدان وردګ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چه کابل سره خواکې پرته او تیرو ۴ لسیزه کلونو کې د مرکزی حکومتونو چه په خپل وختونو کې (یو ځل د شورویانو بیا د امریکا په مشرۍ د ناټو ملتیا ورسره وه) د مقاومت مرکز پاته شوی دۍ
ځکه نو ډیر کم یا هیڅ د مرکزی حکومتونو د بیارغونې کومکونو پامرنه نه ده ورسره شوی
تازه تازه چه دحوادثو دمخنیوی ریاست د بیړنیو همکاریو داډ ورکړ عوام یې نیک پال ګڼی وایی د لارو په خلاصون به یې ناروغان په موقع روغتون او کرنیز محصولات مارکټونو ته ورسیږی
+ لیکل شوی په شنبه پانزدهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 6:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
تیره ورځ له میدان وردګ څخه له موسمی اورښتونو د راپور تر نشولو سره سم د دغه ولایت له بیړنیو حالاتو سره دمبارزې ریاست لاس پکار شوی بینوا خبریال ته یې دلارو د موقتی پرانست حال ورکړی خو داساسی جوړښت هم وایی
د میدان وردګ ولایت د بیړنیو پیښو دمخنیوی ادارې ریس مولوی احمدشاه زهین، په ټلفونی اړیکه کې د ټول ولایت په کچه ولس سره د څنګ په څنګ مرستې تیارسی حال ور کړ
په ځانګړی ډول نرخ ولسوالۍ ته یې دعملی مرستې درسیدو وویل(د میدان وردګ ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ کې د سیلاب له امله د بندو لارو د پرانستلو هڅې دوام لري د اعلامې متن یې مونږ سره شریک کړ چه دلته یې کټ مټ دلته ږدم
(د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لورې د دې ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ چین زائی، عمر خیل، دادل او توکرک ساحو کې د سیلاب د راوتلو له امله پر ځایی اوسیدونکی د تګ راتګ لارې په بشپړه توګه بندې دی او د ولایت له مرکز سره تړل شوی دی.
اوس د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کاری ټیم په ساحې دې، د نوموړیو ساحو د پاکولو او بندو لارو د پرانستلو په موخه اسکواتور په کرایه نیولی تر څو د خلکو ستونزې حل شی.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره په همغږۍ د بندو لارو د پرانستلو او د سیلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سره د هراړخیزه همکاری کوی)
ښاغلی زهین، په غږیز پیغام کې د موسمی اورښتونو له کبله داوبو راوتلو ستونځه لویه وبلله ویویل :اوس اوس یې کاری ډلې بیلابیلو قریو کې د شته امکاناتو په مټ کار کوی لارې پرانستل شوی خو اساسی حل یې په پاخه ډول
د سړکونو او پلچکونو جوړښت دۍ چه زهین، وایی: دوی یې د حل په غرض مسولینو سره راپور شریک کړی دۍ.
هغه هیله چه مونږ سره ولسی خلکو دمخه شریکه کړې وه نرخ د میدان وردګ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چه کابل سره خواکې پرته او تیرو ۴ لسیزه کلونو کې د مرکزی حکومتونو چه په خپل وختونو کې (یو ځل د شورویانو بیا د امریکا په مشرۍ د ناټو ملتیا ورسره وه) د مقاومت مرکز پاته شوی دۍ
ځکه نو ډیر کم یا هیڅ د مرکزی حکومتونو د بیارغونې کومکونو پامرنه نه ده ورسره شوی
تازه تازه چه دحوادثو دمخنیوی ریاست د بیړنیو همکاریو داډ ورکړ عوام یې نیک پال ګڼی وایی د لارو په خلاصون به یې ناروغان په موقع روغتون او کرنیز محصولات مارکټونو ته ورسیږی
+ لیکل شوی په شنبه پانزدهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 6:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
میدان وردګ ولایت کې د موسمی اورښتونو له کبله خلک زیانمن شوی دی
وایی لویې لارې تخریب او دپلونو نه شتون یې لانجه ده. دوی له حکومت څخه اړونده ستونزې ته رسیدګی غواړی
په داسې حال چه دهیواد ګڼه ولایاتو کې سیلابونه د ناورین ترکچې بهیږی د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ وګړو په ولسی خوځښت د ترافیکی اسانتیاوو ( سړک دجوړښت) هڅې پیل کړی دی
ورسره په څنګ کې قلموالو په سوشیل مډیا کې د سړک دخرابوالی پلونو او پلچکونو د نشتون یا تخریب عکسونو په خپرولو سره ملی کمپین په لار اچولی دۍ
څو له طالب چارواکی څخه مشکلاتو ته د رسیدو غوښتنه وکړی وایی: د موسمی اورښتونو او غرونو کې د بې وخته واورې د ویلې کیدو له امله سیندونو کې اوبه ډیرې شوی دی چه خوړونو( سیند) ته څیرمه کرنیزه ځمکې یې ویجاړې کړې دی)
وایی هغه غیر معیاری ( خامه) سړکونه او پلچکونه یې ړنګ کړی دی د ولس مرکزی ښارونو لکه کابل… سره دتګ راتګ امکان محدود شوی دۍ
ناروغان، روغتیایی اسانتیاوې، سوداګر پیرو پلور او عام خلک لومړنیو اسانتیاوو څخه لرې پاته دی.
دا خلک مرکزی حګومت څخه دسړک پلونو او پلچکونو جوړښت په پاخه اساسی بڼه د جویدو پلان عملی کول غواړی دغه راز د بهیدونکو اوبو دمهار لپاره سیمه کې د کمکیو بندونو دجوړښت هیله لری څو د اړتیا په صورت کې د کرنیزه ځمکو دخړوبولو او د ځمکه کې د اوبو دزخیرې سبب شی.
له مسولینو د دا بڼه پوښتنو ځواب څخه د رسنیو لاس رسی اسانه نه ده
خو د میدان وردګو ولایت د پیښو د مخنیوی ادارې پخوانی ریس ملا فیض الله جلالی، چه د یادو قلموالو د کمپین له مهمو اشخاصو ده، د نرخ دولسونو موجوده ستونزې تایدوی وایی د ولسوالۍ د لوې لارې سړک او پلونه یې دعمرخیلو، قریه کې اوبو لاندې کړی دی د صدمردې څینیزایو او څو نورو درو موترچلونکې اړ دی چه داوږد مسیر په طی کولو سره د توکرک، سړک ته په ګډیدو د ده خرقې، له پله په ګټه مرکز میدان ښار ته سفر وکړی
هغه لار چه اوږده او موترچلونکو ته دخامه سړک په وجه له خطرونو خالی نه ده
ښاغلی جلالی، هم طالب چارواکو نه میدان وردګ، بیا په خاص ډول نرخیانو ته دځانګړې پاملرنې هیله لری
کنه نو دهغه په وینا د ناورین د پیښودو په صورت کې به بیا وخت له وخته تیر وی.
نرخ کابل سره په څیرمه سیمه نومیږی چه مڼو زردالو …د بڼونو له امله مشهوره ده باور شته چه د ښو محصولاتو له امله دافغانستان داقتصاد دملاتیر جوړوی ځکه خو یې دلارو جوړښت اړین او ګټور دی
شرف الدین ستانکزی
+ لیکل شوی په جمعه چهاردهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 21:56  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|