«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

مسولین: نرخ ولسوالۍ کې لارې خلاصې شوې

تیره ورځ له میدان وردګ څخه له موسمی اورښتونو د راپور تر نشولو سره سم د دغه ولایت له بیړنیو حالاتو سره دمبارزې ریاست لاس پکار شوی بینوا خبریال ته یې دلارو د موقتی پرانست حال ورکړی خو داساسی جوړښت هم وایی

د میدان وردګ ولایت د بیړنیو پیښو دمخنیوی ادارې ریس مولوی احمدشاه زهین، په ټلفونی اړیکه کې د ټول ولایت په کچه ولس سره د څنګ په څنګ مرستې تیارسی حال ور کړ
په ځانګړی ډول نرخ ولسوالۍ ته یې دعملی مرستې درسیدو وویل(د میدان وردګ ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ کې د سیلاب له امله د بندو لارو د پرانستلو هڅې دوام لري د اعلامې متن یې مونږ سره شریک کړ چه دلته یې کټ مټ دلته ږدم

(د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لورې د دې ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ چین زائی، عمر خیل، دادل او توکرک ساحو کې د سیلاب د راوتلو له امله پر ځایی اوسیدونکی د تګ راتګ لارې په بشپړه توګه بندې دی او د ولایت له مرکز سره تړل شوی دی.

اوس د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کاری ټیم په ساحې دې، د نوموړیو ساحو د پاکولو او بندو لارو د پرانستلو په موخه اسکواتور په کرایه نیولی تر څو د خلکو ستونزې حل شی.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره په همغږۍ د بندو لارو د پرانستلو او د سیلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سره د هراړخیزه همکاری کوی)

ښاغلی زهین، په غږیز پیغام کې د موسمی اورښتونو له کبله داوبو راوتلو ستونځه لویه وبلله ویویل :اوس اوس یې کاری ډلې بیلابیلو قریو کې د شته امکاناتو په مټ کار کوی لارې پرانستل شوی خو اساسی حل یې په پاخه ډول

د سړکونو او پلچکونو جوړښت دۍ چه زهین، وایی: دوی یې د حل په غرض مسولینو سره راپور شریک کړی دۍ.

هغه هیله چه مونږ سره ولسی خلکو دمخه شریکه کړې وه نرخ د میدان وردګ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چه کابل سره خواکې پرته او تیرو ۴ لسیزه کلونو کې د مرکزی حکومتونو چه په خپل وختونو کې (یو ځل د شورویانو بیا د امریکا په مشرۍ د ناټو ملتیا ورسره وه) د مقاومت مرکز پاته شوی دۍ

ځکه نو ډیر کم یا هیڅ د مرکزی حکومتونو د بیارغونې کومکونو پامرنه نه ده ورسره شوی

تازه تازه چه دحوادثو دمخنیوی ریاست د بیړنیو همکاریو داډ ورکړ عوام یې نیک پال ګڼی وایی د لارو په خلاصون به یې ناروغان په موقع روغتون او کرنیز محصولات مارکټونو ته ورسیږی

+ لیکل شوی په  شنبه پانزدهم فروردین ۱۴۰۵ساعت 6:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |