نرخی او موسمی بارانونه
میدان وردګ ولایت کې د موسمی اورښتونو له کبله خلک زیانمن شوی دی
وایی لویې لارې تخریب او دپلونو نه شتون یې لانجه ده. دوی له حکومت څخه اړونده ستونزې ته رسیدګی غواړی
په داسې حال چه دهیواد ګڼه ولایاتو کې سیلابونه د ناورین ترکچې بهیږی د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ وګړو په ولسی خوځښت د ترافیکی اسانتیاوو ( سړک دجوړښت) هڅې پیل کړی دی
ورسره په څنګ کې قلموالو په سوشیل مډیا کې د سړک دخرابوالی پلونو او پلچکونو د نشتون یا تخریب عکسونو په خپرولو سره ملی کمپین په لار اچولی دۍ
څو له طالب چارواکی څخه مشکلاتو ته د رسیدو غوښتنه وکړی وایی: د موسمی اورښتونو او غرونو کې د بې وخته واورې د ویلې کیدو له امله سیندونو کې اوبه ډیرې شوی دی چه خوړونو( سیند) ته څیرمه کرنیزه ځمکې یې ویجاړې کړې دی)
وایی هغه غیر معیاری ( خامه) سړکونه او پلچکونه یې ړنګ کړی دی د ولس مرکزی ښارونو لکه کابل… سره دتګ راتګ امکان محدود شوی دۍ
ناروغان، روغتیایی اسانتیاوې، سوداګر پیرو پلور او عام خلک لومړنیو اسانتیاوو څخه لرې پاته دی.
دا خلک مرکزی حګومت څخه دسړک پلونو او پلچکونو جوړښت په پاخه اساسی بڼه د جویدو پلان عملی کول غواړی دغه راز د بهیدونکو اوبو دمهار لپاره سیمه کې د کمکیو بندونو دجوړښت هیله لری څو د اړتیا په صورت کې د کرنیزه ځمکو دخړوبولو او د ځمکه کې د اوبو دزخیرې سبب شی.
له مسولینو د دا بڼه پوښتنو ځواب څخه د رسنیو لاس رسی اسانه نه ده
خو د میدان وردګو ولایت د پیښو د مخنیوی ادارې پخوانی ریس ملا فیض الله جلالی، چه د یادو قلموالو د کمپین له مهمو اشخاصو ده، د نرخ دولسونو موجوده ستونزې تایدوی وایی د ولسوالۍ د لوې لارې سړک او پلونه یې دعمرخیلو، قریه کې اوبو لاندې کړی دی د صدمردې څینیزایو او څو نورو درو موترچلونکې اړ دی چه داوږد مسیر په طی کولو سره د توکرک، سړک ته په ګډیدو د ده خرقې، له پله په ګټه مرکز میدان ښار ته سفر وکړی
هغه لار چه اوږده او موترچلونکو ته دخامه سړک په وجه له خطرونو خالی نه ده
ښاغلی جلالی، هم طالب چارواکو نه میدان وردګ، بیا په خاص ډول نرخیانو ته دځانګړې پاملرنې هیله لری
کنه نو دهغه په وینا د ناورین د پیښودو په صورت کې به بیا وخت له وخته تیر وی.
نرخ کابل سره په څیرمه سیمه نومیږی چه مڼو زردالو …د بڼونو له امله مشهوره ده باور شته چه د ښو محصولاتو له امله دافغانستان داقتصاد دملاتیر جوړوی ځکه خو یې دلارو جوړښت اړین او ګټور دی
شرف الدین ستانکزی