نصيحت
دپلارنصيحت
پام کوه، هيچاته، د پلان داينده، مه وايه
نږدې دوستانو ته هم رمز دسرمايه، مه وايه
ماويل: ناخوالو نه، بې، کلی ته ګريوان وشلوم
ويل :خطر لری بهر دکور لانجه مه وايه.
دښکلاګانو، په توصيف دمجلس خوند زياتږی
مګر پردی، بحث کې دښځې، ته ښايسته مه وايه
په يو سيلبين، کې واي: دڅو وزيرو عقل نغښتی
کتاب کې شته، چه مخاطب، ته دساده مه وايه.
پټې بلاوې د وی پټې، دپښتو متل دی
د ګندګيو، خبر هيچاته ښکاره مه وايه
داخپله ژبه هم کلا، ده، هم بلا، جوړيږی
که خوږې نوايې، نو هيچاته، ترخه مه وايه
چه خلاصيده غوټه په لاس، حاجت دغاښ نلري
که په راحت کيده، دسختو اراده مه وايه
له مانه ډيرو په دوکه کې زړه وړيا لوټلي
ته، بې ازمونه مقابل ته دوستانه مه وايه.
پلار مې کولونصيحت چه بې دوستانو به شې
حقو ناحق، دغيرتونو فلسفه مه وايه
دآس، ميرمن، و دوسلې په چاه باور نکيږی
په امانت ورکړه يې چاه سره وعده مه وايه
ريښتيا ويل يا زورور يا هم نادان خلک کړی
شرفه، ته خو زورور نه يې؟ راسته مه وايه
ورحنيا د ۲۱ دجون ۲