خان ليوني شوي
موقت پوست دي.
هغوي چه په شعر پوهيږي هيله ده نقد په وکړي. له ډيرې زمانې وروسته مي يو نيمګړې ليکنه وکړه. داصلاح په تمه مې تاسو ته تقديم کړه. مننه
هر بند مو چه خوښ نشو هدايت سره سم به مو اقدام وشي.
درنښت
ستانکزي
دلته ظلم زور دی اطاعت کيږي پياوړی نه
حق دازادۍ اخيستل شوی خوار وګړی نه
تخم دنفاق دويشل شوي کرونا په څير
يو بل نه بيزاره کورنۍ دکور له غړی نه
جنګ نه تښتيدلي ته رتبه دمارشالۍ ټومبي
سر پريکوي خان، ليونئ شوي له سر لوړی نه
واک دجګړې بل سره دسولې ملکيت خپل ګڼي
خان لالا، هراس لري دسولې، دريمګړی نه
عرض مي ده راوړي باچا، سر دسلامت اوسه!
ستا د دربار خلک غواړي رقص دګور له مړی نه
هرڅه يې نور ولوټل ، اوس غرونو نه رجې باسي.
واک يې ولکه کړي دنوبت له ژرنده ګړی نه.
هيڅ شي خوندي، ندي پښتون غږ دناموس نه باسي
نقل چاه درنه ووړ؟ دايشچي له شرم وړی نه
نن هم اعتراض باندې بوډا، تنه بربنډه کړه.
خلک نور مايوس دي له رژيم دستانيمګړی نه
لاس لاندې کارګر مو دخدمت په نوم فسادکوي
باسي ځوانکۍ د طبيعت له زرغون زړی نه
نرمو، ملايمو سره سم ځه چه غصه به شي
زور د نرمښتونو شي جوت له اوبو وړی نه
ژوند کوه سرشاره غړوندی ته غاړه ورنکړې
شير هم چه رابند شي غاړه ښکئ نشي له پړی نه
لوږه مو فبوله ده خو پور دنورو نه منو
خان صاحبه، پام کړه خلک بد وړي پوره وړی نه