هرات:لمړی پښتو مشاعره جوړه شوه.
دهریوآپه لمن کی په نوم مشاعره هرات ولایت کی دخپل ډول لومړی نوښت ګڼلی شوه چه ګډونوال یی په میرمنوسربیر ه دبیلابیلوولایاتولږترلږه ۲سوه تنه شاعران،یالیکوالان وه ترټولوکشرمیلمه پکی ۱۳کلن شاعرمشتاق احمدوه دکندهارښارتریخ انځوریی په خپل شر کی تمثیل کړی وه.پښتوژبه چه دامهال دهرات په لسګونه چاپی ،انځور یز،یاغږیزه رسنیوکی یی ځای تر ډیره بریده دبیلابلیودلایلوله کبله تش ده غونډه کی دهرات داطلاعاتوکلتوررئیس ولی شاه بهره ژمنه وکړه چه دافغانستان دقوانیوپه رڼاکی به دغه تشه ډکه کړی شی.دغه مشاعره یونیک ګام وه هیله کوم تاسوشاعران اولیکوالان مونږسره په مرسته راډیوتلویژیون کی هم لکه دنوروژبوپه څیرپښتوته کاروکړی زه درسره ملګری یم»که څه هم بهره ګدونوال همیشنی خوښی ته وهڅول مګرښایی ځوان شاعرشیراغاجهان ګیربه دخپلوهیوادولوبدو ورځوستړی کړی وه په معسومانه لهجه یی ژوندکی دیواځی توب احساس بیان کړ.دمشاعری په لړکی دلسګونه ګدونوال شعرونه اوهیلی ټولی نږدی سره ور ته وی جګړه کی ښکیل اړخونوڅخه یی دسولی هیله لرله اونړیواله ټولنی ته یی وړاندیزونه کول څووران ویجاړافغانستان ورغوی .خومیرویس ملګری بیادپسر لی په زریعه دشرعرپه ژبه داسی پیام رسول غوښته.مشاعره په هرات کی لیکوال اوشاعر نظری ښه وارزوله اوځوانان یی دخپلی ژبی اوکتوردخوندی توب په نیت ورته هڅوته ولمسول.مشاعره ډیره په زړه پوری وه دپښتودغوړیدواحساس راته پیداشو»په هرات کی تردی دمخه ،ور،سپینی ادی،اوملالی کلتوری ټولنی په بیلابیلوډلوکی ادبی غونډی جوړیدی ی چه تردی وروسته یی ګډونوال وایی اونیزه ادبی غوندی، اومشاعری به تریوه چترلاندی په مخ بوزی.هیردنوی دغونډی ګډونوالوګڼه شعرونه خوښ کړه خوپه دی سربیره هم دهرات دتورغڼدی څخه راغلی شاعران ډیرښه پکی وځلیدل.