بوم نرخ ميدان
سبمه کې دبوم په نوم مسما ده نه مشخص ډبرليک لری اونه هم د نورو اولياوالله په څير بيرغ او مجاورلری
نه هم څوک پوهيږی چه کوم دور سره تړاو لری
ديوې غونډۍ لمن کې يې دربار چليږی چه دنرخ په کچه که څوګ حساب واخلی له امير تر فقير له شاه ترګدا له هنګره ترزرګره ټولو يې تربند لاندې راوستی البته هغوی چه مذهبی کورنۍ کې زيږديدلی دي
زيارت کونکی يې اکثريت د نويو ماشومانو د رغونې په نيت راځی د يوې شګې او دلرګی ددوه ډکيو په تبرک اخيستو يې ربج ته د ستونځې وسيله ګرځوی کرامت څخه يې ډيری راضی دي
دغه سيمه دادل نوميږی لرغونې ځای الغتا ته څيرمه دنرخ ولسوالۍ اړوند ده کوم ځای چه دکابل ۲۵ کيلومترۍ کې تيرو ۴لسيزې دتاوتريخوالی مرکز او دحکومتونو دکمې پاملرنې له کبله يې روغتيا چوپړ په هيڅ حسابيده
ځکه نو بوم، د ماشومانو د ناروغۍ په وخت ددرملنې يواځينۍ مرجع وه.
داسې هم نه ده چه بوم تنها له عصری طبی خدماتو محرومو خلکو د مرجع ځای وه بلکې زه زما اجداد او دادۍ اوس اولادهم دبوم لمن نيسو دبيلګې په توګه له دځايه لس زره مايله لرې امريکا کې زما زوی يونيم کلن شجاج الدين په ناڅاپی ناروغۍعصری روغتون ځواب خو کله مې چه بوم ربﷻ ته وسيله کړ ناروغی يې په ښه کيدو شوه د بند په رسيدو يې بيرته عادیژوند پيل کړ
نرخ ولسوالۍ کې ګڼه نور زيارتونه او لرغونې ابدې شته چه د ځينو قدامت ان دوهمه ملادی پيړۍ ته رسيږی
ځکه يې نو خلک هيله لری چه اړونده اداره يې مرمت او ساتنې ته ځانګړی پام وکړی
https://youtu.be/olM1foazxIg?feature=shared