«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ژونذی اتلان

۶۰ کلن ماموريت کې نه شخصی دښمنی نه دفساد دوسيه لری
(راځۍ ميړنی په ژوند وستايو)
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی 

څه دپاسه شپږ لسيزې يې دټولنې خدمت کړی مګر شخصی کور لاهم نلری 
دا د وطن د يوه مخلص بچی دژوند سر ليک دۍ چه له نن څخه شپيته کاله دمخه يې د پوليسو به ليکو کې په مسلکی ماموريت دنده اخيستې ده  
دورونو وريرونو او خوريو په شمول يې څه دباسه څلويښت تنه نور صالح اشخاص ورته مکتب کې نور روزلی دی دهيوادوالو خدمت ته په سپيلڅلی دنده  ګمالرلی دی  
نه فساد کې ښکيل او نه يې هم لاس دچاه په وينو ککړ دۍ
هو دوستانو داشخص زمونږ خپل هيواد سره تړاو لری 
مانا نه دهند ګاندی او نه هم دافريقا اتل نيلسون منديلا او نه هم دپرمختللي نړۍ کوم بل هيرو دۍ! بلکې. 
معصوم خان ستانکزی يادوم. کابل کې همدا اوس خړ کرايي خاورين کور کې استوګنه لري دچاه چه دکورنۍ دڅو غړو انځورونه مل متن سره ګورۍ 
ښاغلی ستانکزی، د ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ صدمرده کلی کلې نړۍ ته سترګې رغړولی 
کورنۍ يې دولايت. په کچه دبهادری  او سرښندنو شهرت لا پخوا لری ځکه دوه نيکونه يې محمدالله خان پستک او غلام قادرخان ( شهيدخان بابا) د انګريز ښکيلاک په مخامخ جګړه کې شهيدان او دميوند له فاتحانو ياديږی 
خپله معصوم خان، د نيکونو له جهاد او وطن دوستۍ په تاثر څلورمې لسيزې وروستيو کې پوليسو مسلکی ښونځی ولوسته ۱۳۵۳هج ش کال کې يې رسمی دنده پيل دهيواد بيلابيلو برخوکې يې ماموريت ته اوږه ورکړه د دندې سپيڅلتيا ته په کتو يې تر ځان واړه ورونه هم وهڅول دزمان په تيريدو يې دکورنۍ وړکی نسل وريرونه  خوريونه او نور دکورنۍ لسګونه غړی دپوليسو خدمت ته استخدام کړل چه ځينې يې دزون، ولايت اودولسواليو د قوماندانانو په کچه دجنرالۍ رتبې هم خپلې کړې 
يو شمير يې خدمت کې له وطنه سرونه وشيندل خو داچه وطن سره ددندې سوګند ته وفادار وو يو يې هم نه په فساد کې ښکيل نه دهيواد هيڅ ګوټ کې شخصی کور يا تجارت خانه لری 
 دپوليس دغه لوړ رتبه اقسر دعمر اوږدو کې د ډيرو سياسي تغيراتو او انقلابونو شاهد پاته شوی مګر صفت يې دادۍ چه هر بدلون کې دخدمت اصل ته وفادار د بې طرفی په معيار خدمت ته دوام ورکړی چه يوه بيلګه يې همدا اوس اسلامي حکومت سره دخدمت دۍ. 
په دغه اوږده مسلکی خدمت کې ستانکزو ټبر ته منسوب دغه کورنۍ ديرو هسکو او ژورو سره مخ شوې دی  او مخ ده مګر خپل مرال يې له لاسه نه ده ورکړی. 
نه يې هم ملی مسايل شخصی ژوند سره ګډ کړی. چه امن فضا کې له شخصی دښمنی پاک ژوند يې دستايلو وړ دی 
مشر ستانکزي يوه بل استعداد دغه ستايلی شو چه همدا مهال ترسلو زياتو نارينه او ښځينه ځوانانو رياست کوی شکر هيڅ کشر يې په مخدره توکو يابل جنايي جرم نه ده متهم شوی. ديادښت وړ ده چه کورنۍهيڅ نازدکړی بالغ تن نری او په اقتصادی لحاض هم په دسربيره چه مفشن ژوند نلری خو بل ته محتاج نه دی.
دستانکزی کورنۍ لپاره دمثبتو ويناوو کتاب، کتباب خبرې راسره شته اوس زمان محدود دۍ که ژوتد باقی وو بيا به غږيږو خو دايوه خبره بله هم کوم چه يادې کورنۍ ته دبهر تلو ديرې دروازې پرانستی مګر وطن لاهم په وطن کې پاته دی چه داصفت يې په ډيرو نورو افغانانو کېطاستثنا ګڼلی شو 
په احترام

+ لیکل شوی په  شنبه هفتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 20:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |