شير محمد عباس ستانکزی
دستانکزی د نن او پرون سپينې خبرې دهغه دريښتينولی ثبوت دۍ
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
نه مې هيريږی! د وخت حقيقت هم همدا وو چه دفاع مې نشوی ترې کولې.
شيرمحمدعباس ستانکزی يادوم څوک چه نه يواځې په قبيلوی پيوند راسره شريک دۍ پخوانيو نظامونو کې ۷ کاله د يوې ادارې تشکيل کې دکارکولو ملګرتباهم راسره لرله
عباس ستانکزی ط البانو کې دسرلښکر او ژبه ور شخص مقام لاره
دوحه کې امريکايانو سره دط البانو په وکالت دمرکچی پلاوی سرلاری وو چه هميش يې سخت دريځ د ځينو وطنوالو بد غبرګون ځان سره لاره
ځکه قدرمن ستانکزی ريښتينی وو. هغه مهال چه دتيم نورو غړو به رسنيو ته د ط الب د حکومت د نرمې تګلارې ويل ده ( ستانکزي) به په زغرده د نوی نظام اصل عکس ور وښوده مثال دط البانو به لاس جوړ نظام کامل شرعی او د جمهوريت د اوردو دانحلال خبرو يې ملت کې غلغله را وپاروله.
شيرمحمد عباس د کابل له سقوط وروسته دبهرنيو چارو وزارت کې سياسی مرستيال دنده واخيسته مګر. ۹ مياشتو ماموريت کې يې نه يواځې چه دير څرګند نه وو خاموشی يې اختيار کړې وه خو نن يې دپخواني مشر مولوی اخترمحمد منصور ۶ تلين کې خاموشی په حکومت په سخته نيوکه ماته کړه...داسې څه چه بل هيڅ چارواکي ياعادي فرد يې دويلو جرأت نلاره.
ستانکزی د ښځو حقوق، او تعليمی نظام په نه څه ضرب کړ ويويل ښځو ته بايد ټول مدنی حقوق ورکړل شی.
دغه لوړ پوړي ط الب چارواکې وويل که دافغانستان نفوس ۴۰ مليونه وی ۲۰ مليونه يې ميرمنې دی او له حقه محرومې.
تير مهال به چه کله په ښځو دتعليم دقيوداتو خبره شوه نو منتقدينو به د ستانکزی او څه نورو ط الب چارواکو نمونه واخيستل چه ګواکې خبرې اوعمل توپير لری
ځکه دستانکزی سهيل شاهين اونورو لوڼې بهرکې لوړې زده کړې کوی
نو نن چه ستانکزی نورو افغانانو ته هم عين حقوق وغوښته دايې د ريښتينولۍ څرګند ثبوت دی