نرخ ته دوچکالۍ دناورين ګواښ او دمسولينو ژمنې
وچکالۍ نرخ کې په کرهنه اومالدارۍ بد اغيز کړی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دمجازی نړۍ له وسايلو په استفاده مې زرګونه مايله لرې دخپل ټابوبی په رنګينو سترګې خوږې شوې 
خو زړه مې ځکه شين شو چه سيمه د ژورې وچکالۍ ګواښ سره مخ وه 
دکلی يوه زده کړی بااحساسه ځوان نورمحمد څرګند دمبايل په زريعه وويل سږنۍ وچکالۍ تيرو لسيزو کې بې مثاله ده 
کاريزونه دوچيدو په حال دی ځمکه کې داوبوړکچه ټيټه شوې ده
څرګند په مالدارۍ هم دګڼه امراضو شکايت وکړ چه لامل يې وچکالی وښوده 
هغه وويل همدا نن ورځ يې کلې کې ددوستانو دوه دپيو غواوې مړې شوې 
نرخ دميدان وردګو  ولايت يوه ولسوالۍ ده چه دبڼوالۍ په وجه دهيواد حتی دسيمې هيوادونو په کچه يې ميوې مشهورې او مينوال لري 
ځکه نو دحکومت دمحاسبې په اساس دهيواد داقتصاد شارګ حيثيت لری 
مڼې زردالو الوګانو په شمول يې ۳۷ ډوله ميوې او زراعتی دانې مارکټ کې پيژندل شوي دی
نو ددغې سيمې اقتصادی اهميت ته په کتو څرګند دخپلو خلکو په استازيتوب اړونده مسولينو څخه نرخ ته دعاجلې مرستې وړانديز وګړ 
ويويل دهمکارۍ نه کولو په صورت کې به يو بشری ناورين رامخ ته شی چه مهارکول به يې بيا دحکومت او نړيواله ټولنې له توانه پورته وی
دموضوع دڅرنګوالی په هکله مې دميدان ولايت دبيړنيو مرستوړدادارې له مشر ملافيظ الله جلالي څخه وپوښتل دستونځې په تاييد دولايت په کچه دوچکالۍ حال ورکړ ژمنه يې وکړه چه اړمنو سره دمرستې پلان لری  
بايد ووايم چه نرخ د زرغون انقلاب  دسرلاری مرحوم ډاکتر عبدالوکيل عمرخيل ټاټوبی ده 
دکرهنې سيستم يې عصری او هر کروندګر يې دبيروت، ايران حتي دامريکا کرنيزه سيستم سره په سيالۍ چارې سمبال کړی دي 
چه دحاصل ترڅنګ يې نيالګيو په روزنه ټول هيواد کې لسګونه زره وګړی په مستقيم ډول بوخت ساتلی دی
دغه اهميت ته په کتو تير حکومت کې دموسمي اوبو دمهار څلور لوي بندونه ورته منظور شوی وو چه عملي چارې يې په ناڅرګند دليل پيل نه شوې 
