دجګړې زيانمنو سره کومک
دجګړې متضررينو سره مرسته
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
دجګړو له کبله يو شمير زيامنو کورنيو سره دويجاړيو بيارغونه کې عملا مرسته وشوه نور ګڼه کورونه تر سروې لاندې دی
د ا دميدان وردګو ولايت له بيړنيو پيښو سره دمبارزې دريس ويناده چه دټلفونی پيغام په وسيله (ور)ته نن د مې په ۲۴ وکړه ويويل د مرکز ميدان ښار اړوند ۵۰ کورونه يې تر کره سروې وروسته وموندل چه تيرو کلونو کې له جګړې زيامن شوی وو هريوې کورنۍ ته يې تاوان ته په کتو له اتلس زره بيا ۳۹۰۰۰ نهه ديرش زره افغانۍ بسپنه وکړه
ښاغلی مولوی فيض الله جلالی وويل کومک د DRC خيريه موسيسې په مرسته وشوو ورسره په څنګ کې يې دخټګرۍ ځينې اړين وسايل هم اړمنو ته ورکړه
جلالی وايي :دمرستو دغه لړۍ دوامداره ده چه په نوبت سره ترمرکز وروسته نرخ ولسوالۍ ته هم د سروې ګروپونه تللی دی
ميدان وردګ دهيواد يو له هغو سيمو څخه ده چه تيرو څلويښت بيا په خاص ډول وروستيو شل کلونو کې هميش د جګړې لومړۍ کرښه وه ډيرکلی يې مخروبه او استوګن يې کوچيدلی وو
ځکه نو دامهال بيرته په راستنيدو وګړی بيارغونه کې مرستې ته اړ دی هيله له لر ی چه په منصفانه بڼه دحکومت او نړيوال خيريه موسيسو کومکونه ترلاسه کړی.
ډير هغه خلک چه ( ور) ته وغږيدل دمرستو داغه پروګرام ناچيز ګڼی