«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

کارکن اشخاص دقدر وړ دي

هڅانده ادارې بايد وستايل شی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دميدان وردګو دبيړنيو مرستو اداره لږامکانات خو دمشابهه نورو حکومتی ادارو په پرتله ډيره وړتيا لری 
دسيمې ګڼه استوګنو ددغه مطلب په راليږلو دمسيجونو په زريعه( ور) ته وويل هريوې پيښې ته په موقع رسيږی دتوان په کچه کومکونه يې هم تر اوسه کړی چه دبيلګې په توګه بهسودو کې دتيږې دښويدو پيښه کې يوه کورته دسرومال دزيانونو او نرخ ولسوالۍ کې دتندر لويدو کې متضرره کورنيو سره مرسته خواخوږی يادوی 
تازه پيښه کې چه متن سره جوخت انځورونه يې ګورۍ چک ولسوالۍ دمعروف خيلو نومی کلی د يوه کور سوځيلی حال ثابتوی 
دبيړنيو پيښو په وړاندې دچمتوالی ادارې مشر ملافيظ الله جلالی،  دپيښې په تاييد وويل واقعه دناڅرګندو کسانو د اور اچونۍ قصدی ښکاری  دعبدالصبور نومی سړی کور په بشپړه توګه سوځيلی خو دسر زيان نلری 
جلالی وويل جنايي اړخ يې امنيتی ځواکونه پلټی خو دلومړنيو مرستو لپاره خپله سيمې ته خوځيدلی اړين کومکونه به ورسره وکړی شی 
که څه هم دا ډول پيښو ته په بيړه تګ ديادې ادارې يو له وظايفو څخه ده په توصيف نه ارزی 
خو ولسی خلک وايي هيواد کې دمشابهه ادارو کړنو او امکاناتو ته په کتنه دميدان وردګو اړونده اداره له پوره استعداده برخمنه ده 
چه دنورو هغو په تناسب وړو پيښوته په موقع رسيدګی کوی 
له ورته پيښو همدا اوس نورستان او کنړ ځنګلونو کې داورلګيدل يادوی چه مربوطه مسولين يې پرته له افسوس او نندارې بل اړين ګام نه دۍ اخيستی

+ لیکل شوی په  شنبه چهاردهم خرداد ۱۴۰۱ساعت 19:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |