«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

سرتمبه

سرتمبه سره سرتمبګی کيدی شی؟
(مشوره راکړۍ)
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
کله مې چه د خپل ۹ کلن زوی سرتمبګی په وړاندې خپله بې وسی حس کړه سوچ راته ولويده چه د حکومت مشران به دملت ځيل (سرتمبګی)ته څومره ځوريږی؟. 
داځکه کله چه پښی ورته په يوه موزه کې ننباسی د ښځو تعليم محدوديت، حجاب او نورو مدنی حقونو په اعتراض واټونو ته راوزی بيا يې نو  کټ مټ زما د زوی په شان په سترګو او غوږونو بالښت ایښی وی خپله غږيږی خو ستا هيڅ نه اوری نه وينی 
نو دغه حالت کې ستازغم ازمويي نه يې وهلی نه بښلی شې. 
د کابل د لاريونوالو غوښتنې به پريږدو خپل جنجال به درسره شريک کړم
۹ کلن زوی مې د خدایﷻ ښه کړی نا علاجه نارغۍ باندې اخته ده.  ۹ مياشتې کيږی چه له کابله بل هيواد ته راغلی چه دين، کلچر او طبيعت يې متفاوت دۍ  ځکه نو دده په ذهن يې اغيز کړی دۍ
له څه نورو ټولنيزه بدلونو سربيره په ګيم په اعتياد دانټرنټ دنياکې ورک شوی ده   خوراک، څښاک، پوښاک ټول يې غيرمنظم شوی دی داسې چه هر څه بايد په زور په وکړو مګر دلته قانون له مخې په هيچا زور نشې کولی! ځکه عدلی تعقيب لری 
مجبوريو چه دنصحيت او خبرو لار ورته مخ ته کړو 
ددې لباره هم بيخی راسره ياوه شوی ده  تيره ورځ مې د تلفون په مرسته يو څوک چه هغه په خبله بزرګۍ او تقوا عقيدت ورته لری رامخ ته کړ له يو څو نصيحتونو وروسته يې مخامخ د رد ځواب ورنکړ فقد سرچپه کوچ (څوکۍ) کې څملاست داعتراص په تمثيل يې بالښت په مخ کيښود مانا خبرې يې بې تاثيره وګڼلې
نو سل خبرې سر يې يو! چه زه خو به زوی ته تر حده زغم وکړم مګر دکابل چارواکو ته چرت وړي يم چه دحجاب، ښونځيو او دبشر دحقونو دنقض په پلمه معترض ملت ځيل سره به څه کړی؟ 
که مو لوستی وی رغنده نظر مو غواړم

+ لیکل شوی په  یکشنبه هشتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 19:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |