الغتا راپور نرخ ولسوالۍ
الغتا
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دعوامو په باور په تلسم بند دسروزرو ښارګوټی څخه دڅړځای ګټه اخيستل کيږی
دغه ښارګوټی چه د يوه غره په سر يې اثار موندل شوی دی دوهمې ميلادی پيړيو پورې يې اټکل شوی ده
دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ دادل سره تړاو لری
په سيمه او يونسکو سره دالغتا په نوم مسما دۍ
يونيم کيلومتر اوږد يو کليومتر پلنوالی يې تثبيت شوی ده
غونډۍ چه دښار نښې پکې موندل شوی پليولی نوميږی
داسې چه په لويو تيږو کې يې داسونو پلونه او انسانانی تمدن نشۍ جوتيږی
ځينې اشخلص دپل ولی باور دحضرت علی کرم الله او نورو صاحبه وو دميشتيدو او کرامت سره تړاو ورکوی
خو تر کومه ځايه چه دالغتا خبره شوه نرخيانو کې يې له قديم زمانو افسانوی قيصو شتون لاره اما سيمه کې دخاص برم له کبله دلته شته سمڅو کې دپيريانو دشتون وهم په وجه نږديکت چا نشوی کولی
د ظاهرشاه حکومت کې دلته ديوې کوټې دشتون خبر رسمی شو ويلکيږي دسردار داود خان جمهوريت لومړی بلاوي يوې سمڅې ته به دخول د يوې سرې تيکې په موندلو په زړه ساختماني نقش يوه پخه کوټه چه درڼو اوبو چينه کې بهيدله وموندله.
د شوريانو يرغل سره هير شوه خو په ۱۳۸۲ هج شمسی کال دحامدکرزی په مشرتابه کې دالغتا ښارګوټی ابتدايي څيړنې وشوې
يوکال وروسته ۱۳۸۳ هج کال دفرانسې لرغون پوهانو دښار جغرافيه مشخصه يونسکو ومنله
مشهور لرغون پوه رسول باوري هغه مهال وويل چه بودايي تمدن سره تړاو لری
ښار په غره کې داسې بند دۍ چه په غيرقانونی څيړنو سربيره بيايې هم اسارو په ليږد څوک نه دی بريالی شوی
ښاغلی باوری داهم وويل چه ابتدايي لټون کې يې دښار نقشه چه يو سر يې دادل بل يې تر صدمردې رسيږی تشخيص شوی ده
يوه ستوپيه بودايي معبد او دوه بوتان يې موندلی خو ليږدولی نه دی
اما په ۲۰۰۵ م کال چه خپله ما دوخت داطلاعاتو کلتور له وزير سيدمخدوم رهين سره خبرې وکړې الغتايې خپل ډول کې له اسارو مال مال ښار وښوده ويويل خينې لرغونی شيان يې پکې موندلی دحفاظت لپاره يې مرکز ته وړی دی خو شمير يې مشخص نکړ
الغتا دکابل ۵۰ کلومترۍ کې واقع دۍ له غونډۍ لاندې يې دشاکلا په نوم يو زيارت هم ودان دۍ په دسربيره نرخ کې څلور نور داسې زيارتونه اماکن هم شته چه دشاه پسونددلری نو اټکل شته چه دوی به دالغتا ددور واکمن او کابل شاه هان وو هغه څه چه رسمی تاريخ کې نشته
تاريخي ابدو مال مال نرخ خلک بېوزله او له حګومت لرې باته شوی دی
ځکه نو په اړه يې لږ څه ليکل شوی دی
خو تاريخ برم ته په کتو يې نرخ نوم کې داباور شته چه ښايي يو وخت دهيواد دنرخ نوا او جرګو دپريکړو يانرخ مرکز به وو
متن سره چه کومه ويديو ګورۍ تازه دملی تلويزيون خبريال کړې ده
ورته انديښنې يې دميدان وردګ داطلاعاتو کلتور ريس سره شريکې کړی دی
دالغتا ښارګوټی رمز يواځې يونسکو بربنډ کړ ۱۳۸۳هج ش کال کې دوخت حکومت يوه امنيتی بوسته ورته موظفه کړه په عينی حال کې بهرنی سيلانيانو ته ديوه سياحتی هوټل په تابيا سربيره پلان لاره چه الغتا به دغيرمنقول موزيم په بڼه يونسکو کې ثبت کړی
خو له بده مرغه چه وروستيو جګړو داهيلې خاورو سره خاورې اوس الغتا له مالچر پرته بل کوم حيثيت سيمه کې نلری.