الغتا
![]() | په وردګ ولايت کي د لرغوني برم يوه نوې بيلګه ليکوال : پوهنوال رسول باوري لرغونپوهانو او مورخينو د لرغوني او تاريخي وردګ په اړه هغسي چي وړده زياتي ځانګړي تاريخي ليکني او څيړني نه دي کړي ، خو د افغانستان په ټوليز تاريخ کي د وردګو ولايت او په هغه ولايت کي د ميشت اولس هغه ونډه بر ملا ده چي د ټول هيواد په سترو وياړنو او بريمنو سوبو کي شميرل کيږي . د وردګو اوسنۍ ولايت او د هغه اړوندي سيمي زموږ د هيواد په لرغونو دورو اوتاريخي پيرونو کي ټاکونکي او نه هيردونکي څپرکي لري چي په دې لنډه ليکنه کي د ټولو هغو را يادول شوني کار نه دۍ ، خو د اريايې پير راورسته په بيلا بيلو دورو کي د ورګو او د هغه ولايت اړوندي سيمي په يوه يا بل ډول را يادي شوي او د هيواد په ټوليز تاريځ کي يې ونډه څرګنده شويده . په ويدي او تر هغه وروسته اوستايې متونو کي د ويکرتهه او کوبها تر ټولو نامتو سيمو څخه يوه ښيرازه سيمه يورګيتا يا اوسنۍ وردګ او دهغه اړوندې سيمي ګڼل سويدي . ( ٢ : ص ٣٨٨ ) د هخامنشيانو په وخت کي هم دا سيمه د ستاکيديا په نوم ياديدل چي د څلورو نورو سيمو سره يې کالني ماليات ١٧٥ تالانه ته رسيدل ( ٣ : ص ٢٨ ) د الماني څيړونکي بوخار بريتس په وينا ، يوناني مورخينو هم د ستاکيديا په نوم د يونان باختري د پير يو ايالت يادکړيدۍ چي د وردګو سيمه يې تر ټول نامتو بلل کيده ( ٤ : ص : ٥٤ ) په کوشاني پير کي د وردګو اړوندي سيمي د نړيوالو لارو په مسير کي د سترو کاروانونو د تم ځايونو لپار د امن ډاډمن چاپير يال او د اوسيدو مناسب ځايونه درلودل ، چي د ستروسوداګريزو کاروانونو تر ټولو نامتو ځای د کوټه اشرو په نوم تم ځاې وو ( ١ : ص : ٤٤ ) چي د افغانستان تاريخ په اسلامي پير کي يې هم پوره نوم درلود او د وريښمو د لاري سهيلي کرښه يې د هند له پوتالي پوترا څخه بيا د بلخ تر ستر مرکز ه نښلول . په اسلامي پير کي د وردګو ولايت په اړه د بيلا بيلو مورخينو ، جغرافيا ليکونکو او سيلانيانو له خوا زياتي يادوني شويدي ، يو شمير ليکوالو د جګړه ايزو پيښو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده ، د بيلګي په توګه د وردګو په خماري دره کي د سلطان محمود د ځواکونو په لاس د الف ارسلان ماتي خوړل ( ٤٤٣ هجري کال ؛ ٣ : ٨٦ ) ؛ يوشمير نور بيا د د ې سيمي د موقعيت او حاصلاتو په اړه ليکني کړي ( حدود العالم ... )او يو شمير نورو د هغو نامتو ملي مبارزينو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده چي د هيواد په تاريخ کي ستر وياړ ور په برخه دۍ ( محمد جان خان وردګ ) او دې ته ورته نوري زياتي بيلګي را يادولای شو چي تفصيل يې په دې لنډه ليکنه کي شونۍ کار نه دۍ ، هغه څه چي د دې ليکني موخه او بنسټ جوړوي د دې سيمي د لرغوني تاريخ په اړه د هغو نويو علمي څيړنو او سپړنو ياودنه ده چي په دې ورستيو کي د نوموړي سيمي په يوه لرغون غونډۍ کي تر سره شويدي . د اور بل او پژواک انټرنيټي پاڼو په يوه خبر کي مي ولوستل چي د وردګو ولايت د نر خ په سيمه کي د يوې لرغوني غونډۍ څخه چي د الغتا په نوم ياديږي د بودايې پيراړوند لرغوني اثار او توکی تر لاسه شويدي . پخوا تر دې چي د دې خبر متن درنو لوستونکو ته را نقل کړم ، غواړم يوې بلي اړيني يادوني ته د درنو لوستونکو پام را وګرځوم ، او هغه دا چي : افغان اولس دتيرو څه ناڅه شلو کالو را په ديخوا د افغانستان د ورانۍ او لوټ مار خبرونه په پرله پسې توګه اوريدلي او دا کړه وړه يې په خپلو سترګو ليدلي دي ، چي د هر وطنپال هيوادوال لپاره داسي زړ بږنيونکي خاطري دي چي ژوندۍ حافظې يې نه شي هيرولای او تاريخ به يې هم په خپلو پاڼو کي په کرغيڼ ليک د اړوند پير د واکمنو پر ټنډه وليکي چي : (( په معاصر تاريخ کي د هيواد دلوټ مار مشرانو څپرکۍ )) . همدې ناوړه پيښو د يوشمير هيوادوالو سره دا اند را پيدا کړيدۍ چي ، ښايې د نورو اثارو پيدا کول او يا را برسيره کول به تيروتنه وي ، دا ځکه چي لا په هيواد کي د لوټ مارانو واک ته د پای ټکۍ نه دۍ ايښودل شوۍ ، کيدای شي چي دا را برسيره شوي لرغوني توکي او ملي وياړني د هماغه غلو او چپاولګرو لاس ته ورشي ، چي پخواني را ټول شوي لرغوني توکي او تاريخي اثار يې لاس ته ورغلل او په بهرنيانو يې د افغانستان د ټول اولس ملکيت په پوره بې شرمۍ وپلورۍ ، همدې ټکو ته په پام سره خپل دا اند پر ځای ګڼي چي نور دي په هيواد کي د سپړنو او څيړنو هڅي ودرول شي . هغه اثار چي لا را برسيره شوي نه دي ښايې زموږ په هيواد کي مصئون پاته شي ، او که را څرګند شي بيا به نو دا نوي رابرسيره شوي توکي هم د پخوانيو په څير د پرديو ويترينونو پسول او ګاڼې شي ، او په ځانګړي توګه چي د اوسني کلتوري لوړ پوړو چارواکو په اړه د افغان اولس باور يا نشته او ياهم ډيري ټيټي کچي ته رسيدلۍ دۍ . په دې کي شک نشته چي دا اندونه د زړه سوي پر بنسټ ملي لوړو ګټو ته په پام مطرح دي ، ولي د دې مسلی يوبل اړخ ته هم پام اړول په کار دي چي : په اوسنيو شرايطو کي د افغانستان او د افغان اولس د يوالي لپاره يوه تر ټولو ښه لار په هيواد کي ميشتو اولسونو ته د ملي وياړنو ور يادول او د هغو وياړنو پر بنسټ د رښتني يوالي د مينځ ته راتللو لپاره هڅونکي ګامونه او چتول دي ، چي دتاريخي وياړنو بيانول او د لرغونو اثارو را برسيره کيدل ، همدې ستري ملي هيلي ته د رسيدو لار ده . له بله پلوه که داسي وګڼو چي را بر سيره شوي تاريخي اولرغوني اثار د دې غلو او لوټ مارانو له لاسه مصئون نه دي ، زما ګمان دادۍ چي تر لس سانتي متره خاوري لاندي يې هم د مصئونيت تضمين نه شي کيدلای . او بيا په ځانګړي توګه چي بهرني مسلکي انتيک پلورونکي کورني لوټمارانو ته د هيواد په هره برخه کي د لټولو او پلټلو زمينه برا بره ده . پخوا تر دې چي د درنو لوستونکو پام هغو وړانديزونو ته را واړوم چي د دې ستونزو د حل په نيت يې درنو هيوادوالو او اړوندو چاواکو ته وړاندي کوم د اوربل انټرنيټي پاڼي څخه په ډيره مننه د لاس وهني پرته خپور شوۍ خبر دلته راوړم :
(( دميدان وردګو ولايت دچارواکو پر وينا، ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ په يوه غونډۍ کې يو ښار ګوټى چې، تقريباً په دوهمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري موندل شوى دى. دا ښار ګوټى دکابل ښار په ٥٠ کيلو مترۍ دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دادل کلي د ((الغتا)) په نوم غونډۍ کې کشف شوى چې، ددې ولايت داطلاعاتو او کلتور درياست ديو تن کارکوونکي پر وينا، شا وخوا يو نيم کيلو متر اوږدوالى او يوکيلو متر سور لري |
