«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د خور ميړه له ميراثه محروم خو دورور ښځه غيرت او ناموس بولی

دخور ميړه ميراث کې پردی، خو دورور کونډه دغيرت په نوم خپل ميراث ګڼو 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دوی هغه دپښتونولی، غيرت، افغانيت او  اسلاميت مدعيان وو  چه هلمند کې يې  په شپږ ورونو يواځينۍ خور ووژله.
 پيښه د ط البانو ځايي مسؤلينو تاييد کړې ده وايي نادعلی ولسوالۍ  مربوط سيمه کې شوې. لامل يې د پلرنی جايداد د ويش په مهال د خور دميراث حق طلب وو 
چه د ځواکمنو  ورونو دافغانی غيرت زغم ورته تمام کمزورې خور يې په زبردستی ووژله. 
مسولينو تراوسه د پيښې په تړاو ۴ وروڼه نيولی دی د ۲ نورو دنيولو کار روان دۍ 
علما وايي د ميراث ويش کې دوه خويندې د يوه ورور حق وړی او مخالف يې دخدای مختوری مجرم ګڼل کيږی 
نو په دغه بڼه له ما پيل بيا تر ما ټول افغانان په ځانګړی ډول پښتانه ياد جرم کې ښکيل يوو  که استثنا هم وی ممکن دګوتو په شمير يې وګڼو خويندو او لوڼو ته مسلم حق باندې اکثريت سترګې پټوو 
دليل مو داوی چه ولې پلرنی جايداد کې دخور ميړه او بچيان يې له بل ټبره راشريک کړو. 
حقوق پوهان دډيرو مشابهه واقعاتو په سند نقل کړی چه په دغه برخه کې مرګونې مقابله کوی چه دغيرت په نوم د اللهﷻ حکوم څخه تښتی  
دبل د قانونی حق په غصب ځانته دغيرت، شهامت او بهادری القاب هم کاروی. 
خو برعکس که دخور ميړه له کور، ميراث نامحرم ګڼی بل خوا دورور ښځې ته يې بيا د ميراث دشريک په صفت دورو جانکندن سره دخپلولو په نيت چپه کاکل جوړ کړی وی. 
چه د ته هم دناموس، غيرت او عزت په حيله، دحرص پلمه تراشلې وی، 
هغه څه چه د علماو په خبره د شريعت  خلاف او کونډه دنفس وکيله وی.  دغه راز دميراث وړونکی قران شريف کې ښول شوی چه خويندې يې يو له هغو دی

+ لیکل شوی په  شنبه هفتم خرداد ۱۴۰۱ساعت 6:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |