غرب زون کی د طالبانو ترمنځ اختلاف او د مرګ ژوبلی اداعوی
په هرات کی دامنیه قوماندانی د یوی خبر پاڼی په اساس دوه تنه مخالف وسله وال د محکمی له خوا یو یی په ۲۰ بل یی په ۱۶ کاله قید محکوم شوه.
دمطلب دوام
سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.
په هرات کی دامنیه قوماندانی د یوی خبر پاڼی په اساس دوه تنه مخالف وسله وال د محکمی له خوا یو یی په ۲۰ بل یی په ۱۶ کاله قید محکوم شوه.
بادغیس کی په ملی اردو ځان وژونکی بمی برید شوی قربانیان یی ملکی وګړی دی. امنیه قوکاندان د پیښی تایید کړی په اړوند یی راپور راکوی.
په هرات کی د ملی اردو یو ر نجر موټر د سړک دغاړی مین وهلی پنځه تنه سرتیری یی وژلی دی په اړوندیی د شرف الیدن ستانکزی راپور.
په هرات کی بیا هم له یوی مسکونی سیمی د دوه میرمنو جسدونه ترلاسوه چه په مرمیو یی سینی غلبیل او په مرموز ډول وژل سوی دی. داپه داسی حال کی دی چه دوه ورځی د مخه هم دغه ښار کی له یوه کوره د یوی میرمنی او ماشوم په ګډون دری په اور سوی جسدونه پولیسو کشف کړل. دوالی ویاند یی پیښی جنايی بولی وایی د عاملینو د نیولو هڅي یی پیل سوی دی. په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
هرات کی پولیسو د وران کارو داسی یوه ډله نیولی چه په ښار کی به یی غیر ناحق د خلکو موټرو ته اور ورته کاوه. اونیمروز کی بیا پولیس په دی توانیدلی چه یوه ۳ کیسزه مافیایی ډله ونیسی، کوم څوک چه د هیواد بیلابیلو ولایاتو کی د موټرو د غلا شبکی لری ۱۷ غلاشوی موټر لاس ته تری ورغلی او د نورو ملګرو د نیولو هڅی یی هم پیل سوی دی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دافغانستان د اطلاعاتو کلتور وزیر وایی په هیوادکی د رسنیو له قانون او بیان ازادی څخه ملاتړ کوی. خو په داوروستیو کی د همسایه، اومدرسی، په نومونو فلمونو نشر پاته کیدو څخه نده خبر یوازی د ازادی راډیو له لاری یی اوریدلی دی. او نه یی هم هیواد کی له نشر دمخه او وروسته د نشره سانسورشته.
د هرات ارګ جوړشو. د دغه لرغونی ودانی د بیارغونی کار ۲ کاله وړاندی د امریکا په ۱ ملیون امریکایی ډالره لښګت پیل شوی وو د یکشبنبی په ورځ یی پروژه بشپړه اعلان شوه
مناسبتی غونډه کی یی په یو شمیر افغان لوړ پوړو مامورینو سربیره کابل کی د امریکاسفیر هم ګډون کړی دی. د ازادی راډیو خبریال شرف الدین ستانکزی ورغلی په اړوند یی بیلابیلو اشخاصو سره په خبرو راپور راکوی.
کابل کی دامریکا سفیر د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزیر په ملتیا هرات ته تللی په یوه خبری غونډه کی د افغانانو هغو نیوکو ته ځواب ووایه چه ګواکی امریکا په افغانستان د پاکستان د راکټونو ځواب نه وایی بلکی دی وایی په هغه هیوادکی یی په داوروستیو کی حقانی د ډلی د سرد سړیو په وژنه هغه هیواد ته ځواب ویلی او لایی هم د دیورند له کرښی هغه طرف عملیات روان دی. د ازادی راډیو سیمه یزه خبریال په کابل کی د یوی میرمنی سیمین بارکزی د اعتراض په اړوند تری پوښتلی وایی امریکا په افغانستان کی د مدنی خوڅښت ملګرتیا کوی خو د افغانستان د قوانیو په رڼا کی. نور د شرف الدین ستانکزی په راپور کی.
په میدان وردګو ولایت کې د(۲۱۰) تنو ښځینوو ښوونکو په ګډون د(۲۱۳۷) تنه ښوونکو څخه دملي ارزونې ازموینه واخیستل شوه. په دغه ارزونه کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره ،ولایتي شورا غړو، دپوهنې وزارت څخه راغلو استازو،دپوهنې ریاست مسولینو او ښوونکو برخه درلوده.
دغه خبر له میدان وردگو ولایت څخه د یوه خبر پاڼي په نشر سره رسنیو ته ورکړل سو چه جزیات مینه وال په لاندی ډول لوستلی شی.
په غور ولایت کی د لومړی ځل لپاره په یوه لویه پیمانه پولیسو تر زر کیلو زیات تریاک له دری تنه قچاق وړونکو څخه نویلی دی او هرات کی بیا دیوه مین چاودنی د یوی شخصی امنیتی کمپنی ۴ ساتونکی ټپیان کړه مسولیت یی طالبان منی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
نن سهار پنجشیر کی د ۵ وسله والو په ځواک طالبانو د هغه ولایت کی میشت دامریکا پی ار ټي پیاولایتی بیارغونی په مرکز برید وکړ سیمه یزه دولتی مامورین وایی یو ملکی کس ډریور پکی مړ او دیوه بل ملکی تن په شمول یو بهرنی عسکر چه پیره یی لرله دروازه کی زخمی سو.
خو طالب ویاند پوه خبر پاڼه خپرولو سره د مړو ټپیانو شیمر زات یادوی.
د میدان وردګو له ولایت څخه د هغه ولایت د مطبوعاتی د فتر مشر شاهد الله شد په حواله خبری رسنیو ته یوه خبر پانه رسیدلی چه پکی رالی دی:
پرون په جغتو ولسوالي کې وسلوالو غوښتل چې په ولسوالۍ باندې انداخت وکړي چې دایساف ځواکونو تر ځمکني او هوايي برید لاندې راغلل او ۶ تنه وسلوال یې ځای پرځای ووژل.
ددې ولایت په مرکز میدانښار او سیداباد ولسوالیو کې کروندګرو او بڼوالو لپآره ۵۰ ګرین حوزونه (شنې خونې) دکرنې وزارت دبودجې څخه د ۴۰۳۲۰۰۰ لکو افغانیو په ارزښت جوړیږي.
دغه پنځوس شنی خونی دمیدانښار او سیداباد ولسوالیو په نژدې ۳۵ کلیو کې دکرنې او مالدارۍ وزارت دپرمختیایي بودجې څخه د(۴۰۳۲۰۰۰) لکو افغانیو په ارزښت دمکي کرنیز شرکت لخوا په دوه میاشتو کې جوړیږي چې دشنو خونو دجوړیدو سره یوځای به ۲۲ قلمه اړین مواد او وسایل هم کروندګرو ته وویشل شي او هم به دشنوخونو دچارو دسمبالښت په موخه دغه کروندګرو ته اړینې زده کړې ورکړل شي چې ددغې پروژې څخه به څه باندې ۲۰۰۰۰ زره دسیمې کروندګر ګټه پورته کړي، چې له امله به یې دکروندګرو په اقتصاد کې دپام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند
له هرات څخه د ملی پولیسو دعامه نظم ۴۰۰سوه کیزه کنډ د جمعی په ورځ کندهار ته وخو ځیده مسولین وایی د هغه ولایت ژیړی ولسوالی کی به نظم ټینګښت کی فعالیت وکړی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
د هیواد په کچه د لومړی ځل لپاره هرات کی کسبګرو میرمنو ټولنه جوړه سوه اوس مهال یی د غړیو شمیر نږدی ۲ زره تنه دی وای د هیواد نورو ولایاتو کی هم د نمایندګیو په جوړښت سره به خپل غړی زیات او د میرمنو د اقتصادی پرمختګ لپاره به هلی ځلی وغځوی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
پنجشنبی ورځ نیمروز کی ارامی او دایران له خوا کوم توغندی نده پریوتی، خو د چهارشنبی ورځی توغندویی بریدونو په اړوند د افغانانو غوسه راپاریدلی او د ایران دغه عمل غندی. دولتی چارواکی د پیښی څیړنو وایی په ټول توان د هیواد د پولو د ساتنی هوډ یی کړی دا او د جګړی په عواملو، له هرات ته شرف الدین ستانکزی یو تفصیلی راپور راکړی دی.
په بادغیس ولایت کی ۲ بیلابیلو پیښو کی ۴ ملکی وګړی مړه ۵ تنه نور ټپیان دی چه یوه ترافیکی، خو بله د لار وهونکو برید کی د یوه موټر ۲ سپرلی وژل شوی، موتر یی بیول شوی دی. په اړوند یی شرف لدین ستانکزی راپور رکوی.
په له دی سرسره چه په هرات کی سږ کال نظر، وتیر کال ته اوبه کمی او د وچکالی په وجه لږ، ځکمی، کروندګرو کرلی وی خوبیا هم د وریځو فصل د قناعت وړ او ۵۷ زره متریک ټنه درمندونه یی په لاس ورغلی دی د کرهنی ریات مامورین، او بزګرو سره شرف الدین ستانکزی خبری کړی راپور راکوی.
په هرات کی د ملی راډيو تلویزیون لپاره د ودانی د بنسټ ډبره کیښول شوه کارکونکی یی وایی تیرمهال یی د ځای د کمښت ستونزه لرله چه دنوی هغی په جوړښت سره به هواره شی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
د افغانستان د کلیو او پراخیتاوزیر هرات ته تللی دهغه ولایت کوهسان واسوالی خلکوته یی لس ټکټرونه له دی امله جایزه ورکړی چه د وسلی په ټولښت سره یی د سولی د کور نوم خپل کړی دی. ده په هرات کی روان کال د ۱۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د لسګونه پروژو د پیل، یا بشپړیدو حال ورکړی دی. شرف الدین ستانکزی په اړوند راپور راکوی.
by محمد فريد کريمي on Oct 8, 2011 - 13:42
ميدان ښار ( پژواک ١٦ تله ٩٠ ) : د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو لخوا ټاکل شوى امنيه قوماندان له درېيو ملګرو سره نيول شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد دتلې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوى قوماندان ملا رحمت الله نومېږي.
هغه زياته کړه چې ايساف ځواکونو ديوه مخکيني راپور په اساس د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړونده د بابوس په سيمه کې تېره ورځ عمليات کړي او ملا رحمت الله يې له درېيو ملګرو سره نيولى دى.
د نوموړي په وينا، ملا رحمت الله د وسلوالو طالبانو لخوا د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى و.
شاهد وويل چې نوموړي په دې ولايت کې پر افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونو او نورو ورانکارو کړنو کې لاس درلود.
په نیمروز کی امنیتی مامورین د یوه ایرانی تبعه د نیولو خبرورکوی چه ترانزیت موټره په استفاده یی ۵۵ کیلو مخدره موادو تر ټولو قیمتی ډول کرستال لیږدول. په تیرو دوه ورځو کی دایران سرحد کی په ورته ډول څه دپاسه ۶ سوه کیلو مخدره مواد نیول شوی چه دوه تنه نور متهم قچاق وړونکی یی افغانان دی. په اړوند یی شرف الیدن ستانکزی راپور راکوی.
د ناټو په تیر لس کلن ماموریت د افغانستان خلک د نظریاتو له کبله په بیلابیلو ډلو ویشلی، څوک یی پایلی بریالی، خوځینی بیا وایی هدفونو کی پاته راغلی ورته کسانو نظرونه هرات کی دازادی راډیو خبریال شرف الدین ستانکزی پوښتلی راپور راکوی.
په هرات کی د نی په نوم د خبریالانو د یوی ټولنی له خوا د رسنیو اونی نمانځل شوی. په دغه غونډه کی د رسنیو په پرمختګ خبری شوی خو ګډوالو یی رسنی د کیقفیت له نظره کمزوری او ځینی یی د حکومتی چارواکو خدمت کی بللی. د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ریس بیا حکومتی چارواکی ګرم بللی چه د خلکو غږ او رسینو نشراتو باندی اصلا باک نه راوړی شرف الدین ستانکزی د پنجشنبی په ماسپښین غونډی ته ورغلی وه راپور راکوی.
دقیقا لس کاله پخواه... خو یاد یی تازه، تازه ده لکه شیبه وړاندی چه تیر شوی وی. په ریښتیا سره د وژل شویو ځوانانو هغه سلګونه مړی، د بیوزله افغانانو هغه تیښته، ترهه، او د امریکایانو د کروز، توغندیو غړمبس می دا اوس، اوس سترګو کی انځور، او دملت هغه ګونګ یو له بل ورک حالت می زړه دردوی.
خدای بښلی نیا، به می ویل د حشر په میدان کی مور له زوی او زوی له موره تښتی خو د اوکتوبر په یاده شپه کابل کی ماپخپله داسی حال ولیده چه پلرونو اولادونه هیر کړه، او میړونو میرمنو ته لاس نرسیده.
د نقل اصلی ټکی ته به راشو تر دی ۴۰شپی مخکی د امریکا له خواه په کابل ړانده توغندی وریدل. توغندی مه، کوه داسی بلاوی به راپریوتی چه ټول ښار به یی ولړزاوه. هر وګړی به پام کاوه چه د کور له شاه یی بم وموښت، خو په حیقیت کی به لسګونه کلومتره لری یی د طالبانو کومه نظامی قرار ګاه یا د رادار، سیستم په نښته کړی وه.
امریکا په افغانستان په دی پلمه برید کړی وو چه ګواکی د دیسمبر په ۱۱ نیټه هغه هیواد کی د سوداګری برجونه د القاعدی نړولی. او د القاعده مشر اسامه بن لادن، د وخت د طالبانو حکومت ساتلی.
په افغانستان کی اخ، ډب د نړی د مطبوعاتو یوه توده موضوع وه او امریکایانو هم د ساړه جنګ په مهال ټولی جوړی کړی شوی وسلی چه اصلا یی د قوت او تخریب اندازه نوه ورته معلومه دلته یوبل پسی تجربه کړی.
پلچرخی کی یی د راډيو تلویزون اشتیشن، مرجان تپي او د وزیر اکبرخان مسکونی سیموترڅنګ یی ۳۱۵ نومی سیمی باندی یی د کروز په توغندویی بریدونو پیل وکړ او د ایم ۵۲ الو تکو پوری یی د خپل قوت،او وحشت ننداره خلکو ته وښودله.
د بریدونو نښه یوازی نظامی اهداف پاته نه شوه بلکی په ګڼه کورونو هم بمونه پریوته چه د تنکیو ماشوما اومیرمنو د ټپ اووژنی حساب یی همدااوس هم د ګڼه نورو روغتونونو ترڅنګ د میرمن اندراګاندی په نوم د ماشومانو روغتون ارشیف کی خلک کتلی شی.
ځکه می د ماشومانو روغتون نوم واخیسته چه هلته ما خپله د ماشومانو مړو، ټپیان کتلی دی. زه هغه مهال د عامی روغتیا یو مامور وم او د وخت د عامی روغتیا د مرستیال وزیر عباس ستانکزی، په حکوم پاکستان کی د وحدت، په نوم ورځپاڼي خبریال سره د همکاری په خاطر د زخمیانو حال احوال پوښتلو ته تللی وم.
د کابل په ښار د امریکا، راکټونه په داسی ډول پریواته چه هرتن داسی احساس کاوه چه ګواکی ړانده او مشخص هدف نلری. ځکه نو د دغه ښار هر یو استوګن په وهم کی وه او سترګی به یی اسمان ته نیولی وی. په داسی مهال چه هیڅ دفاعی حالت او ډاډ یی نلاره.
د وخت حکومت هم چه مشری یی طالبانو کوله. تش ننداره کول له اصله سره یی نظامی امکانات نلرل. خو په ورستیو کی یی ټول د هوایی مدافعی سیستم او رادار له منځه تللی وه.
د طالبانو د سر سړیو او نورو هغو ښاریانو چه اقتصادی وضعه یی ښه وه له موقع په استفاده هرچرته چه توان یی لاره کورنی ښکلی وی.
خو زه هغه د چاهخبره خوارکی لکه نور زرګونه بیوزله کابلیان د الله هیلی ته ناست وو. یاخو ښایی داسی فکر می کاوه چه ما څوک څه کوی. ملکی مامور یم. ریښتیا خپل کور می هم نه لاره د کابل تیمنیو کی می پخوا کرایی کور کی ژوند کاوه خو د طالبانو د مشرانو د تیښتی په لړکی ماهم له موقع په ناوړه استفاده د یوی ګاونډی په لار ښونه د وخت د رژیم د اوبو اوبریښنا وزیر مولوی احمد جان کور کی ژوند غوره کړ. ځکه له کرایی بی غمه شوم زه چه ډیر په ټیټه درجه کی می ژوند لاره داسی یوه تعمیر ته په ننوتلو ۴۰ شپی ژوند تیرولو بل ډول خوند راکاوه ښایی داچه له کابله نه تښتیدم او راکټونو ته می سینه سپر کړی وه یو عامل یی همدغه پردی قصر کی د ژوند مزه وه.
خو شیبی یو په بل پسی ترخی را روانی وی، د اوکتوبر د ۶ ورځي په شپه دقیقا ۸ بجی وی چه د عامی روغتیا یوه ملګری مامور ډاکتر حیات الله خان د کور ټلفون ته زانګ راوواهه البته هغه مهال یوازی په کورونوکی د ټلفون شهری خدمات شوی وو د بلی په ځواب کی راته وویل په کوریی؟ حکومت څنګه شو؟ او مخالفین خو به دغلته نوی در رسیدلی.
زه چه هغه د چاه خبره د پیل په غوږ کی ویده ووم له لویه سره د طالبانو حکومت د پرزیدو خیال نه وه راسره. په نه می ځواب ورکړ هغه هم نور ټلفون بند کړ.
خو تشویشو وپیچلم بام ته پورته شوم چه له هری خوا د الله اکبرغږونه او په ګڼه ګوڼه کی می د طالبانو ضد شعارونه واوریدل. خدای شته پښی، می وریږدیدی. ګاونډی می قاضی حبیب نومیده د خبرونو ډیر شوقی وه رادیو یی لرله د حال د څرنګوالی پوښتنه می تری وکړه په خیټه کی راته وخندل زیاته یی کړه«هلکه خبره خرابه ده کور د زمونږ کره راوله چه خدای مکړه د وزیر په ځای د څوک چله پوسته نکړی»
داخبره نوه زما وار یی هم خطا کړ. پرته له دی چه چاه سره مشوره وکړم په میرمن، دوه کمکیو لورګانو، ها یو کمکی وراره اقبال الدین هم زمونږ کره وه راپورته می کړه.
ماسره بخت یوه بله یاری کړی وه، ځکه زه د عامی روغتیا وزارت په چوکاټ کی د نور د روغتون عمومی مدیر وم. دنور، روغتون کی امریکایی تام نومی سړی پروژه لرله هغه تام، چه په ۲۰۱۰ م کال بدخشان کی له نورو څو ملګرو ډاکټرانو سره طالبانو وواژه.
دی، خپله د برید په شپو کی تښتیدلی وه خو وسایط یی مونږ ته( روغتون) تسلم کړی وه، یوه ورځ تر دی د مخه ځینی طالبانو د هغو د موټرو چور پیل کړ د څو موټرو په وړلو وتوانیدل خو یو لنډکروزر موټریی ماکور ته د ژغورنی په نیت راوست خو دغه موټر نه اشټپنی ټير، نه هم نور څه سفری اضافه وسایل لرل.
یا الله می کړه او خپله میرمن او ماشومان می راسره کینول. ماخپله وسله نلرله خو وضعی ته په کتنه ښایی ګاونډي می کوم فکر کړی وی یو شخصی کلاشنکوف یی راکړ ظاهرا یی وویل « په لاره به درته پکارشی» خو فکرکوم سړی هوښیار وه ځان یی تری خلاص کړ.
ماله ده سره د خدای پامانی نه وه بشپړه کړی چه د چور د ډلی پلی لښکر، تیمنیو کی زمونږ د کوڅي په سرکی ناری پورته کړی «مرګ برطالبا».....
داغږ اوریدل نوه، یوتوپ وه د موټر په اکسلیټر می پښه کلکه کړه د سترګو رپ سره کارته پران څلور لاری ته ورسیدم. په تیښته کی هرچاه سره داسی احساس وی چه وروستی تن به زه یم مګر دلته ډیر زړه بوږنوکو پیښو سره مخ شوم چه ښایی ټول ژوند کی زما لپاره د در دونکی خاطره ځینی صحنی یی د وجدان عزاب وی راته.
لومړی داچه د پروان څلور لاری سره زما تر خواه یوبل موټر باندی بم ولویده د سپرلیو د ټپ او وژنی ټول حال راڅرګند شو تر مابل هیڅ سړی نوه ورته لنډ خو کومک می یی ونه شوی کړی.
بل داچه د باغ بالا په کوتل پورته کیدو کی ټوله لار د ځوانو، خو نابلده طالبانو ډلی ښکاریدی چه یوه، بل څخه د لاری پوښتنه او دموټر مرسته غوښتله. خو مایی مرسته ونه شوی کړی. ها دموټر دوه خالی چوکیو کی می طالبان کینول چه داخندزاده صاحب په نوم د یوه طالب نوم لاهم زما په زړه ده. دی د کندهار اوسیدونکی وه. مګر نه می هیریږی چه د دوی د پورته کیدو په مهال می څو تنه د هغو ملګری د موټر په پای دان کشال او بیا دموټر د ګړندی تګ په وجه ولویدل داچه داکسان به بیا څه شوی وی؟ تراوسه یی نا څرګند ځواب زما زړه ځوروی........
عام طالبان ډیر سپیڅلی، د پاک زړه، لرونکی وه په داسی حال کی چه اوس نو ټول ښار کی د حکومت سقوط څرګند وه خو بیاهم دوی په کلکه ایمانداری خطراتو ته سینه نیولی وه دعامه شتمنیو د خوندی توب هڅه یی کوله. له باغ بالا ترکوته سنګی او بیا ان تر کمپنی د طالبانو د تالاشی پوستی وی موټر یی کتل، چه څوک د غلالوښی او بیت المال ځان سره یونه سی. زمونږ موټر هم څوپلا وکتل شوو لوښی نه وه راسره بار، خو داچه موټر مو په موسیسه پوری اړه لرله. د تلاشی طالبانو به خپل مشر ته اواز وکړ «چه یو طالب له وسلی او موټرسره روان دی خو داچه عاجزه(میرمن ) ورسره ده څه وکړو؟ ځوا ب داوه چه د میرمنی په احترام یی پریږدی.
که څه هم دطالبانو په اړوند په ځانګړی ډول د ښځو برخه کی د سلوک بیلابیلی انګیرنی کیږی مګر خدای شاهد دی چه ماسره یی هغه شپه ښه سلوک کړی منندوی یی یم کنه نو یوحکومت، یا پولیس چه هغه مهال یی یوه طالب رول لوباوه د چاه څه پروالری او زه قانع یم چه کړنه می د طالبانو د قانون خلاف وه مګر برعکس د یوی میرمن د عزت په خاطر یی ماته مخه پریښودله.
که بیرته خپل نقل ته راشو له کمپنی بیا ترمیدان ښاره لار ټوله موټرو نیولی وه سړک یو پل وه خو ټول موترچلونکی په پټو څراغونو تله ښایی دوی داسی فکر کاوه چه په بلو څراغونو به یی طیاری موقیعت پیداکړی. خو ما برخلاف بتی لګولی وی او دلاری په اوږدو کی څو پلا نورو موټرچلونکو د څراغونو د بندیدو راڅخه وغوښته. مګر داچه زه په موټرچلولو کی چندان ماهر نوم بتی می بندی نه کړی.
د شپی لس بجی کمپنی څخه راتیر شوم تر میدان ښاره نږدی ۲۵ کلومتره لار چه که په منځنی تګ سره د ۳۰ دقیقو یی وګڼو خو د ترافیک د ګڼی ګوڼی د شتون په وجه ۱۲ بجی مهال میدان ښار ته راووتلم.
د خدای کړه وه چه نه می موټر ټیرپنچر کړ او نه هم تیل ختم شوه. چه دخدای رحم یی بللی شم.
اوس نو طالبان یو مخ مات شوی وه خو د حکومت وهم او امنیت سیوری په خلکو پریوتی وه نه دغله وهم چاسره وه اونه هم چاد انتقام جرآت لاره. دبیلګی په توګه د میدان ښار اوزمونږ د کلی ترمنځ د نرخ ولسوالی مرکز طالبان بی وسلی تللی وه په رڼو سترګومی ولیده هلته درنی، سپکی وسلی یی د پاټک ترخوا پرتی وی مګر تر دوه ورځو څوک ور وړاندی نه شوه. ترڅو د ناټو په ملګرتیا د شمالی ټلوالی د چور تالان ملیشی دوه ورځی وروسته دا او دیته ورته د نورو دولتی او غیر دولتی شتمنیو په چور لاس پوری کړ.
د اکتور ۷ مه ورځ زه خپلی کورنی سره د نرخ ولسوالی اسمعیل خیلو، کلی کی یو ځای شوم. په دی سربیره چه د طالبانو د حکومت ستړیا خلکو حیس کوله خو د ناټو په ملګرتیا د شمالی ټلوالی کړنو له خلکو ډیر ژر هغه هیلی یی چه لرلی تری واخیستی د افغانستان په کچه میدان ښار او زمونږ سیمه د لومړنی کورنی جګړی شاهده شوه.
د شمالی ټلوالی ملیشو میدان ښار څخه د ۳زره نجونو د وړلو او کورونو د چورولو هوډ وکړ په میدان ښار کی د ټلوالی پلوی امینه قوماندان حاجی عبدال احمد یی هم په خواکی ولاړ وو د میدان په کچه د نرخ او جلریز ولسوالی خلک یی مخی ته ودریدل جګړی ۳ ورځی دوام وکړ په نتیجه کی نښته د عام خلکو په نفعه تمامه شوه د دټلوالی د ملیشو څوکسه مړه او ډګر یی پریښوده. خو یوڅه چه باید له یاده ونه باسم، هغه دا چه ناټو نه یوازی داچه په دغه جګړه کی د شمالی ټلوالی پلوی ونکړه، بلکی د میدانیانو جګړه کی یی د بی طرفی څرګند اعلان وکړ.
شمالی ملیشو د طالبانو په لاس د هغوی د کورونو د ړنګیدو او باغونو د ښکلو په غچ اخیستو دلته جګړه کوله.
نقل د ۷ د اکتوبر ترخه خاطره وه چه لس کاله په اوښتی. په داسی مهال چه پیښی سره سم یی هرافغان د سوکالی احساس کاوه برخلاف د ملګرو ملتونو د راپور په اساس تر ۱۰۰۰ زیات ملکیان بیا هم ووژل شوه ګڼه خلک مهاجر، حکومت له اداری فساده ډک او دیوه پرمختللی افغانستان هیلی تیاره ښکاری.
لیکوال شرف الدین ستانکزی.
د غور پنځه ولسوالیو کی د قاضیانو د نه شتون په وجه سیمه یزه زورواکی او بی مسولیته ځایی قومندان د خلکو قضیی حل کوی.چه دسیمه یزه خلکو په وینا پریکړی یو طرفه او حق حقدار ته نشی رسولی ولایت دا منی، چه هلته محاکومو خپلی اداری تړلی د غور مرکز چخچران کی یی اداری پرانسیتی خو بیرته د تلو هڅي یی روانی دی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
د هرات شندند ولسوالی د امنیه قوماندانی سرپرست قوماندان دندی ته دتلو په مهال ووژل شو وژونکی په تیښته بریالی شوی دی.په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
په هرات کی د چهار شنبی په ورځ لسګونه خلکو ولسی جرګی څخه د وتلی سیمین بارکزی، په ملاتړ د ولایت ومخی ته لاریون وکړ دغه میرمن چه په داوروستیوکی د ۹ تنه نورو وکیلانو ترڅنګ د وکالت له حق څخه بی برخی شوه خپله هم کابل کی د ولسی جرګی ترخوا خیمه درولی او د ډوډی د نه خوړلو اعتصاب یی کړی دی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
د میدان وردګو ولایت څخه په یوه خپره شوی خبرپاڼه کی راغلی چه د میدان وردګ والی یو ځل بیا وسله واله طالبانو ته د سولی غږ وکړ. نور حال یی د خبر پاڼي په متن کی ولولی.