هرات رادیو تلویزیون ته ودانی جوړوی..
دغه ودانی چه د جوړښت چاری یی دیوقرارداد په اساس د غوریانی، په نوم یوه اففانی ساختمانی شرکت ته ورکړل شوی د شپږ میاشتو په اوږذوکی به په یوه پوړ، په پاخه او اساسی ډول جوړه ګټی اخیستنی ته به چمتوشی.
مناسبتی غونده کی یی لسګونه ګډونوال ترڅنګ د ولسمشر کلتوری سلاکار زلمی هیواد مل او د افغانستان د ملی راډیو تلویزیون لوی ریس زرین انځور برخه اخیستی وه د پروژی په اړوند یی داسی معلومات ورکړه.
د هرات د راډیو تلویزیون زړه ودانی د ولایت د دفتر اړوند یوه برخه کی وه چه د ځای د کمښت په وجه یی کارکونکو لپاره ستونزی رامخته کیدلی د دغی اداری د پښتو خانګی یوه کارکونکی حبیب الرحمن حبیب وویل سټډیو یی ډیره کمزوری وه او نور وسایل یی هم د کار وړ نوه خو دنوی هغی په نقشه کی یی ټول اړین امکانات نظر کی نیول شوی بیابه ستونزه ونه لری.
د راډیو تلویزوین ودانی د ولایت اداری مجتمع ته په خیرمه ۷۰۰ مترمربع ځمکه زیربنا باندی ودانیږی مالی لګښت یی ۱۱ ملیونه افغانی وښول شو چه د افغانستان د ملی راډیو نلویزون اداری پرمختیایی بودجی څخه ورکول کیږی.