«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د هرات ارگ بیاورغول سو

د هرات د ارګ د بیارغونی کار بشپړ، کابل کی د امریکاسفیر رایان کراکر، د جرمنی یو شمیر لرغون پوهانو او افغانستان د اطلاعات کلتور وزیر مخدوم رهین، په لاس د پټي په پریکولو د ګڼه نورو ګډونوالو په حضور ګټی اخیستنی ته چمتوشو.

د اطلاعاتو کلتور وزیر   د امریکا متحده ایالاتو له دوستانه مرستو مننه وکړه ویویل په هرات سربیره د هیواد نورو برخوکی یی هم د تاریخی اسارو   یبار غونی په برخه کی مرسته ورسره کړی چه له دغه منځه یی د کابل د بابر بڼ،  او څه نورو سیمو نومونه یاد کړه.

د خبرو په دوام یی خپل هیواد د نړی په کچه یو لرغونی او له تاریخی اسارو ډک ځای وباله په ځانګړی ډول،  هرات یی د لیکلی اسنادو په بنا ۳۰۰۰ کلن لرغونی ښار وښود:

«هرات په لیکلی اسناد سره ۳زره کلن تاریخ لری. چه یوه له نښو یی د ارګ کلاده د دتاریخ  په څو پړواوونو کی  وران شوی  ده بیا ودان سوی، بیا له منځه تللی او بیا بیا یی د وقار سر اوچت کړی دی»

د هرات ارګ د هرات د زاړه ښار یوه برخه کی دی چه په ارک سربیره د اخیتارالدین کلا، سکندرمقدونی ارګ،  په بیلابیلو نومونو د تاریخ په اوږدوکی یاد شوی دی.

د ۲۸ مترپه اوچت والی ۲۳ برجونه لری. ۲۵۰ متر طول او ۶۰ متره عرض او ۱۷۵۰۰ مترمربع یی زیربنا ځمکه تاریخ کی یاده شوی ده.

د جرمنی هیواد د لرغون پوهانو یوی ډلی یی تاریخی قدامت د ۶ کلونو څیړنه کی څرګند کړ.  د اطلاعاتو کلتور ریاست مامورین وایی ۲۷۰۰ کاله لرغونیتالری او د تاریخ  بیلابیلو پړاوونو کی  بیا، بیارغول شوی ده.

خو دوروستی ځل لپاره یی د بیارغونی کار د امریکا د نړیواله پرمختیایی اداری له خوا ۲۰۰۹ م کال کی پیل دادی اوس بشپړ شو،

چه مالی لګښت یی د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزیر یو ملیون امریکایی ډالره وښودل.

د هرات ګڼه خلک یی په جوړښت خوښ دی وایی ډیر تغیرات پکی راغله. د اغاخان د کلتوری ټولنی د هرات د څانګی مشر انجیر داود وردګ وویل دارګ جوړښت که دوه کاله وړاندی سره پرتله شی،  نو ځواب یی دادی چه له یوی کنډوالی څخه سړی ودانی ته لارمومی.

دغه تاریخی ارګ چه په کتو یی سړی ته له هرځل لیدو  سره سل پوښتی او نقلونه  په خیال کی راګر ځوی.  ګرد چاپیر ژور خندک  د وسلو زیرمتون او د اسونو تبیله یی سړی ته د پخواینو پهلوانانو میړانی انځوروی.  په منځنی برخه کی د ملکی حمام په ظرافتونو جوړښت چه بینوشی کاشیو کی لاهم یادښتونه د کرښو په بڼه نیمه ماتی لیکلی دی  د مینی د یوه ناتمام داستان قیصی وایی.

ځکه نودغو ښکلاوو ته په کتنه کابل کی د امریکا سفیر رایان کراکر،  دهرات ارګ د افغانستان سمبول ونوماوه  ویویل لکه د جګړی پخوانیو کلونو په څیر یو ځل بیا به د سیلانیان لړی په ځان راماته کړی.

د خبرو په دوام یی افغان ماموینو ته یادښت وکړ ویویل د تاریخی اثارو ساتنه کی غفلت مه کوی.

هرات چه په تاریخ کی د اسیا دغمی نوم ورته یاد شوی تراوسه یی ۷۸۰ تاریخی عابدی پیژندل شوی دی چه ډیری یی مامویرن وایی بیارغونی ته اړه لرلی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و چهارم مهر ۱۳۹۰ساعت 21:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |