«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کی د کرهنی ریاست د وریجو د غوره فصل حال ورکوی

لکه دافغانستان د نورو یو شمیر سیمو په څير د هرات کرهنه او مالداری هم سږ کال د وچکالی تر اغیزی لاندی راغلی وه  د للمو غنمو کروندو لکه د تیرو کلونو په څير مزه نلرله او د نوروسبزیجاتو وضعیت هم همداسی وه خو دوریځو له فصل بیا کروندګر او د کرنی ریاست مامورین رضایت دی.

د هرات د کرهنی او مالداری ریاست د نباتی بوټو د ترویج امر بشیر احمد احمدی وویل د ولایت په کچه یی ۵۷ زره متریک ټنه د وریجو درمندونه بزګرو ټول کړی دی:

«له نیکه مرغه سږ مال مو د وریجو ښه حاصل لاره په دی سربیره چه کال په موقع بارانونه نرل خوبیاهم له څه د پاسه ۱۱زره ۳سوه هکتاره کرل شوی ځمکی ۵۷ زره متریک ټنه وریځي ټولی کړی شوی»

هرات د افغانستان په کچه له ډیرو تیرو زمانو د وریځو په حاصل کی غوره نوم لری چه له دغه منځه یی صدری، ریشتی اونیلوفر په نومونو وریځی   مارکټ کی ډیر مینه وال لری.

د دغه ولایت څو ولسوالی، لکه انجیل، ګزره، اوبی، زندجان، غوریان او پښتون زر غون سیمی چه د هریرود په غاړه ودانی سیمی دی د وریځو کرل ډیر پکی دود دی.

ډیری کروند ګریی په دی سربیره چه حاصل څخه یی خوښ دی خو داچه له ګاونډیو هیوادونو ورته ماډل کی وریځو یی بازار ته زیان اړولی د حکومت په اړونده اداری نیوکی کوی وایی وطنی وریځي اوس په بزار کی کیلو نږدی ۵۰  افغانی دی چه بی کیفیته بهرنی هغه یی تردی په ټیټ قیمت راغلی دی:

«ماسږ کال پنځه جریبه ځمکه شولی لرلی.  دوه نیم خرواره  فصل په لاس تری راغی،  ممکن شپیته زره افغانی لښګت په راغلی وی خو حکومت توجه نلری.  د ګاونډيو هیوادونو پلاستک غوندی وریځی بازار ته راوتلی زمونږ بازار یی خراب کړی په حقیقت کی ۸ منه نوری وریځي د یومن نیلو فر هغو خوند او کیفیت نلری»

دسیمی بزګر او د اړونده چارو کار پوهان په دودیزه  یا په زاړه سیستم د وریځو  پالل بله ستونزه ګڼي وایی زحمت یی د بزګرر لپاره ډیر خوګټه کمه وی. ځکه نو دوی هیله لری چه په نوی دودو د کرهنی امکانات ورته چمتو شی.

د هرات د کرنی ریاست د نباتی بوټو دترویج امر دخلکو شکایات په ځای وبلل زیاته یی کړه حکومت یی ستونزی ته  په توجه د جاپان هیواد سره خبری کړی اړونده پروژی به یی د کرهنی برخه کی کارپیل کړی:

« داجای کا،  دفترمامورین  دلته راغلی وه د کرهنی وزارت یی تایید کړی دوی په دغه برخه کی ښی پروژی او پلانونه لری. راتلونکی کال کی به دلته د وریځو څیرړنیزه فارمونه ولری.  چه په دغه ډول به زمونږ بزګر ښی تجربی ترلاسه او د وریځو عصری روزنه به زده کړی»

باید ووایم چه دافغانستان د اقتصاد لویه برخه کرهڼه او ماداری جوړوی کوم څه چه په داوروستیو کلونو کی د جګړو طبیعی عفتونو او نورو بیلابیلو دلایلو په وجه متضرر شؤ.  ځکه نو نړیوالی ټولنی یو ځل بیا افغانستان کی د کرهنی برخه کی د بروژو د پیل او یادی څانګی د عصری کولو ژمنه کړی ده. داځکه په ورته ډول خلکو ته کاری بوختیا پیداکیږی او دځوانانو سالمه بوختیا د سولی پرمختګ سره ښه مرسته کولی سی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه نوزدهم مهر ۱۳۹۰ساعت 11:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |