رحیمی: د دولتیانو هوډ کړی چه نه اوری خلک د هرڅه وایی...
غونډه د یو شمیر خبریالانو په ګډون د هرات شاه امان الله غازی په تالار کی جوړه شوی وه د جوړښت نوښت اولګښت یی هرات کی د نی یا خبریالانو دملاتړ ټولنی په غاړه وه.
د نی دولایتی دفتر مشر محمد شفیق بهروزیان د غونډي لومړی ویناوال وه په یترو لس کلونوکی یی د رسنیو برخه کی بریادعوه وکړه ویویل د دولت د نورو نهادونو په پرتله یی ولس راضی ساتلی دی. خو په دغه لارکی یی د لسګونه خبریالانو وژل، وهل یا له دندی شړل هغه یوه ستونزه وبلله چه کله هم د حکومت داړونده اداری مامورینو یی دوسیی ته رسیدګی نده کړی.
د هرات د بشر دحقونو خپلواک کمیسیون ریس انجنیر عبدالقادر رحیمی، په اوسنیو شرایطو کی د خبریالی دنده خپل هیواد کی تر تولو خطرناکه وبلل، ویویل بیلابیلو ستونزو سره مخ وی خوپه حقیقت کی هیڅ مدافع نلری د څوتنه وژل شویو خبریالانو نومونو او عکسونه ته یی اشاره وکړه ویویل تر پیښی وروسته یوازی کور په ژړیږی حکومت یی حتی دوسیه او دوژنی علت ونه مونده.
داچه په غونډه کی حکومتی چارواکو د بلنی په صورت کی ګډون نه لاره، د هرات د بشر دحقونو کمیسیون ریس په سختو ټکو نیوکی په وکړی ویویل : تل به می ځان سره داسی فکر کاوه چه دبیان ازادی په ریښتینی معنی پلی شوی ده که څنګه؟ خونن دی نتیجی ته ورسیدم:
«هوکی دولتی چارواکو تصمیم نیولی چه هرڅه چه څوک وایی ودی وایی خودوی یی نه اوری. خو، نه، د بیان ازادی هغه وخت موثره تمامیږی چه خلک یی د رسنیو له لاری ووایی او دولت یی پیښه وڅیړی. مګر په هرات منجمله ټول افغانستان کی برخلا دود دی خلک چیغی وهی د دولت غوږونه ډب دی»
په هرات کی د مژده، په نوم محلی راډیو ریس رؤفیان، بیا په غونډه کی د مسولینو نه، ګډون پړه او د رسنیو نه، مثریت د حکومتی چارواکو ستونزه نه، بلکی خپله د خبریالانو ستونزه وبلله چه د ده په وینا یو شمیر یی د حکومتی چارواکو چوپړ اویاهم لکه څنګه چه ښایی د حکومتی یو شمیر مامورینو نیمګتړتیاوی ندی برسیره کړی، ځکه نو مسولین هم پرواه نلری.
د اکتوبر ۷ ورځ په ټوله نړی کی د رسنیو د اونی نوم ته په ځانګړتیا نمانځل کیږی. ځکه نو په هرات کی هم دود سره سم تجلیل او خبریالانو ورځنی ستونزی سره شریکی کړی.
باید ووایم چه ګڼه خبریالان په دی سره یوه خوله وه چه اوس د تیر په پرتله د کار انګیزه نشته ورسره داځکه حکومتی چارواکی د خبر په ورکړه کی ستونزی ورته جوړوی او د حکومت مخالف لوری هم په یونه یوه ډول تهدید سره مخ کړی، د دوی په وینا نړیواله ټولنه یی هم په شکایاتو باک نه راوړی.