«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په میدان وردګو ولایت کې د(۲۱۰) تنو ښځینوو ښوونکو په ګډون د(۲۱۳۷) تنه

د ولایت والي په خپلو خبرو کې پوهنه دکمیت او کیفیت له نظره دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دولسمشر،دپوهنې وزارت، دولایت مقام، دپوهنې ریاست او دولسونو دلومړیتوبونو څخه یاده کړه، همدارنګه نوموړي دښوونکو او زده کوونکو لپاره داسانتیاوو په رامنځته کولو کې ترسره شوو پرمختګونو او ترلاس لاندې پروګرامونو ته اشاره وکړه او ویې ویل(په ولایت کې دخصوصي پوهنتون په کار پيل،د عالي دارلمعلمین لپاره په معیارونو برابره ودانۍ جوړول،ترکي هېواد ته دلوړو زده کړو لپاره د۳۰ تنو زده کوونکو لیږل،دښوونکو لپاره دمعاشونو رتب سیستم پلې کول او یو شمېر ودانۍ جوړولو چارې ترسره شوې او هم ترکي هېواد ته دپوهنې مدیرانو لیږل،په ۲۰۱۴ کال کې دولتي پوهنتون جوړول او رامنځنته کول او یوشمېر نور پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې له امله به یې دولایت زده کوونکو او ښوونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي. ښاغلي فدایي وویل ( متاسفانه دهېواد دسولې او پوهنې دښمنان غواړي چې په معارف کې نفوذ وکړي او هڅه کوي چې دخداي پیژندنې او هېواد پیژندنې بهیر ټکنې کړي او په لوې لاس خلک ناپوهۍ او جهالت ته کش کړي ترڅو خپلې شومې موخې پلې کړي، نوموړي په ښوونکو غږ وکړو چې دهېواد دښمنانو دغه ناولو هدفونو پروړاندې خپل اسلامي او ملي مسولیت ادا کړي او هیڅوک پرې نږدي چې دپوهنې پروړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.  دیادونې وړ ده چې په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۹۵) تنه ښوونکو لخوا (۱۴۶۰۲۸) تنو زده کوونکو ته چې ددې جملې څخه (۳۷۵۳۶ ) ښځينه دي په (۳۹۷) ښوونځیو،مدرسو او مسلکي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.  

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و سوم مهر ۱۳۹۰ساعت 16:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |