«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

مونږ دګټلو احساس لرو خو دساتنې استعداد نه

دخپلواکۍ ګټلو اخساس مو غښتلی، خو دساتلو لستعداد مو ضعيف دی 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دنړۍ په کچه ديوه بل زبرځواک وتلو ورځ او ملګرو ناهيلی يې ۳۲ کاله وروسته تاريخ په مشابهه بڼه ثبت او که دخدایﷻ کړه وو تکراروی.🇲🇼
له شک پرته چه داډول ماته دمغرورو هيوادونو په شرم، سياسی او اقتصادی ماتې دلالت کوی،  مګر له بده مرغه چه زمونږ درهبرانو په خودخواهی، له تاريخ نازده کړه، خام سياست او دپردو دلاسپوڅو پاته شونو دشومو اهدافو په کرغيړنو کړنو لا نه يواځې بريانشو لمانځلی، بلکې دنړۍ له بيوزله وګړو حساب يو 
په کور ديننه نويو ستونځو سره لاس، ګريوان... يو داسې چه دهيواد په پوله مو د دانګريز دمشهورو غلامانو تورمخو آسونه تاختونه وهی ... که سپينه يې سره ووايو ډيورند لاين مو دازادئ دمبارزې په پلمه دادی له لاسه تلونکی دی. 
نو راځی لاس لپه کړو چه لويه ربه تر دې وروسته مو ځوان نسل ته دبريا ترڅنګ دخپلواکۍ دساتلو استعداد او احساس هم ورکړې.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم بهمن ۱۳۹۹ساعت 18:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالبان مشروع مقاومت وکړ الله ګل مجاهد وايی

حکومت سولې ته ځان ژمن، خو حکمتيار يې ناغړن ګڼی دولسی جرګې يو غړی بيا دطالبانو په مشروعيت استدلال کوی!

ليکنه: شرف الدين ستانکزی 
دولسی جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي دطالبانو مقاومت  برحق او دافغانستان وياړ دي 
مجاهد، دشورويانو دشکست ۳۲ مې کليزې  په مناسبت جوړې غونډې ته کابل کې خبرې کولې ويويل: (پنځه تورلنګوټيو طالبانو دنړئ يو ځواکمن او تر ۱۶۰ زره زيات فوجيان مات کړل چه په مبارزه يې وياړو) 
غونډه کې دحزب اسلامی دګوند مشر انجنيرګلبدين حکمتيار هم وينالرله په دوام يې ديوې خطرناکه نظامی لوبې دپيل وړاندوينه وکړه، چه دده په خبره افغانستان ته په کانتينرونو کې وسلې راروانې دی، :په هغوکسانو ويشل کيږی چه دده په ويناطالبانو سره دجګړې سابقه لري 
حکمتيار دوسله ليږدونکو هيوادونو نوم وانه خستلو خو اشاره يې وکړه چه دکره شواهدو په اساس وسلې او مرمۍ دغلو( غنمو) په نوم سرحد ته داخليږی دا ډولې غلې له هند او منځنۍ اسياله هيوادونو افغانستان ته راوړل کيږی 
ګلبدين افغان حکومت په سوله کې په درغلئ ملامت وګاڼه هيله يې وښودله چه ديوه موقت حکومت په جوړښت دسولې هڅې بريالئ او ددوحې تړون ته هرکلی وشی، کنه نو دده په خبره دسولې په ملاتړ به لنډه راتلونکې کې لاريونونه شروع کړی 
خو دحکومت مرستيال وياند دواخان مينه پال داډول خبرې له حقايقو لرې وبللې رسنيو ته يې حکومت سولې ته ژمن وګاڼه استدلال يې وکړ چه که حکومت سولې ته ژمن نه وی نو حکمتيار ته به يې دهغه په خبره دسولې غيږ نه خلاصوله

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم بهمن ۱۳۹۹ساعت 18:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

عزيزالدين ستانکزی ۱۳ کلن شو

عزيزالدين، په ۱۳ ام کال پل کيښوده❤️په مناسبت يې زمونږ دکورنۍ لپاره دکابل عمجن ماحول کې دخوښئ يوه پلمه جوړه کړه🌺 ګڼه راغلو دوستانو دصالحه راتلونکې او هوساژوند دعا ورته وکړه.
 دمينې په خوږو يې خوله راسره خوږه کړه👩‍❤️‍💋‍👩 هر قدم ديې په تله دنيکئ کې حساب شی 
ديادښت وړ دی چه عزيزالدين ستانکزی زمونږ دکور لومړی ماشوم دی چه په زيګون يې زمونږ کورنۍ ته له هيلو ډکې خوښی راوړې🧍🏼‍♂️ 
معلم عين الدين مې مشر ورور او دفاميل لوی شخصيت دی چه لکه دهرې بلې کليزې په څير يې دعزيزالدين دننۍ کليز دلمانځ غونډې دسمبالښت نوښت لاره 🍎عمر ديې ډير او دسالمې روغيتاترڅنګ د يې دبرکت سيوری له مونږه کم نشی 
له ټولو هغو دوستانو چه مجلس کې حاضر يا په غيرحضوری ډول يې په يوه نه، يوه وسيله  خوښی راسره شريکه کړې ده بياهم مننه ترې کوم

+ لیکل شوی په  سه شنبه چهاردهم بهمن ۱۳۹۹ساعت 20:51  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

احسان الله لومړی مقام خپل کړ خو اتله يې مور ده

اتلولئ کې يې دينداره، باسواده مور اوځواکمن پلار، رول لری
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
فخر کوم په انځور کې درې واړه ګلان مې خوريان دی انعامدالله احسان الله او الهام الله جان ټول يې تر اوسه په ښونيز ډګر کې ځليدلي لومړي يې انجنيري بشپړه کړې دوهم يې دننګرهارطب دريم کال تکميل کړ دريم تير کال دهيواد په کچه دکانکور ازموينه کې پنځم مقام خپل او اوس دکابل پوهنتون دطب دوهم کال کې زده کړې کوي 
خو دخوشحالۍ خبر دادی🌺چه احسان الله جان دقرنتين له فرصت څخه په استفاده دطب انلاين زده کړې ترڅنګ کابل کې دفقهې يوه ازاده سيالۍ کې دهيواد په کچه🇦🇫 لومړی مقام خپل کړ چه لومړی دده، بيا زمونږ دټولې کورنۍ لپاره دفخر ساعت دی 👍
نوټ: ديادښت وړ دی چه خوريان مې کومه غنی کورنۍ کې نه بلکې داقتصاد له پلوه بېوزله کورنۍ پورې اړه لری پلار يې محمدالله، نوميږي دوخت دانقلاب دجبر په اساس يې ښونځی نه بلکې جومات کې ابتدايي زده کړې کړی دی 
مور يې هم دينی زده کړې لری چه په همت يې په خپل لګښت د نجونو او ناداره ميرمنو لپاره کمکۍ مدرسه جوړه کړې ده 
ميدان وردګ نرخ کې مځکه او جايداد لری خو دناامنۍ له کبله له لس کلونو راهسيې دکابل يوه غريب نشينه سيمه کې ميشت 
هيڅ ډول مرسته نه حکومت اونه هم دبهرميشته دوستانوپه شمول دزده کړې برخه کې کوم مرستندويه خيريه بنسټ ورسره کړې ده 
ټول لګښت يې دځواکمن پلار( محمدالله) په زيار چه ښارکې دټکسی 🚕جلولو ياځينې وخت دکانداری په شغل دکورنۍ امرار معاش کوی 
نوبې ځايه به نوي چه ووايم دغه ډول مورو، پلار لاسونه دښکلولو او قدر وړ دی 
داچه دخولې مړۍ يې داولادونو روزتې ته سپما کړه اتلانديې بولم. 
خورکۍ ❤️داچه داولادونو دروزنې ترڅنګ د دکلي اوچاپيرچل ميرمنو دسالمې روزنې مدرسه او او اراده لرې وياړم درباندې🥀

+ لیکل شوی په  یکشنبه دوازدهم بهمن ۱۳۹۹ساعت 9:55  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د دوحې تړون به عملی شی

ددوحې تړون به په خپل حال وی 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دولسمشر بايدن دامنيت ملی مشاور جيک ساليون دافغان سولې په اړوند دنوی حکومت تګلاره روښانه کړه ويويل : دټرامپ دحکومت په مهال چه طالبانو سره کوم تړون شوی دی نوي حکومت به يې پرواګرام ته دوام ورکړی 
دامريکاحکومت او طالبانو تيرکال دوحه کې دسولې تړون لاسليک کړ 
په دسرييره چه د بنديانو دازادۍ او امريکايي عسکرو دکميدو په شمول ځينې مهمو پريکړو ته يې افغان حکومت غاړه کيښوده مګر دترامپ دواکمنۍ په وروستيو کې يې دقطر دسولې خبرې ځکه ټکنئ کړې چه ياد تړون يې دپخوانی ولسمشر دونالدټرمپ شخصی اراده بلله په تغير سره يې تمعه لرله چه نوی حکومت به يې تګلاره بدله کړی. 
چه په نتيجه کې يې افغانستان کې جګړې لازور واخيست ترڅنګ يې هدفی وژنې دولسی وګړو مينځ کې دلوی تشويش لامل شوې دی
ګڼه شنونکی لاله سره حکومتی چارواکو او طالبانو ته ويلی وو او وايي، چه دامريکا بهرنئ تګلاره ځانګړې اداره د هغه هيواد له ګټو سره سم ترتيبوی ولسمشر يې يواځې چارې سمبالوی  نور دافغانستان له جګړې دامريکا ولس ستړی دی په هره وسيله چه ممکنه نوی حکومت يې دسوله يز ختميدو اراده لری. 
نو ددوی په اند دسولې برخه کې بايد دولسمشر بدلون ته نوی منتظر شوی او نه هم تمعه باندې نور وخت ضايع کړی 
دامهال دوحه کې دافغان جګړې دطرفينو دخبرو جريان متوقف 
دی داسې چه دطالبانو دسياسی دفتر مشر او مرستيال يې دامريکا سرسخته مخالف هيوادونو ايران او روسې سره جلا سفرونو ترڅ کې په ملاقاتونو بوخت دی 
دولسمشر غنی داستعفا غږ يې جګ کړی ده کومه غوښتنه چه افغان حکومت په سختو ټکو رد کړې ده.

+ لیکل شوی په  شنبه یازدهم بهمن ۱۳۹۹ساعت 19:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

عليپور جګړه

دعليپور او امنيتی ځواکونو ترمنځ مرګ ژوبله
خبر: 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دکورنيو چارو وزارت ميدان وردګ کې د۲۱ تنه غيرنظامی او نامسؤله وسله والو دمرګ ژوبلې دخبر په تاييد وايي چه دپيښې ځاي ته يې يو څړنيز لوړپوړی پلاوی وليږه 
طارق ارين، ليکلی چه  نامسؤله قوماندان علیپور دبهسودو لومړۍ او دوهمه حصه کې دپوستو دجوړښت مانع شوه په نښته کې يو شمير امنيتی ځواکونه پنځه تنه ملکی وګړی  ژوبل شوه ۷ تنه غير مسؤل کسان ټپی او ۹ تنه يې وژل شوی دی 
دکورنيو چارو وزارت وياند دبريد پړه په غيرمسؤله وسله والو واچوله ويويل دنظام په خلاف يې ملکی وګړی هم دلاريون په نوم دولسوالۍ مخ ته راټول کړی وو چه تر تاوتريخوالی وروسته تر ۶۷ زيات مشکوک اشوبګر نيول شوی هم دی 
ويلکيږی عليپور دايران دفاطميون ډلې يو روزل شوی کس دي چه دافغانانو دځورونې چور او مرګ ژوبلې ګڼه شکايات په ثبت دی 
په داوروستيو کې دجلريز ولسوالۍ کې هم ددولتی پوستو په سقوط او عسکرو په مرګ ژوبله سربيره دنظامی تاسيساتو په برامته ګيری متهم شوي وو 
جلاپيښه کې  کابل کې حکومت يوځل ونيوه چه بيا دراپورونو په اساس دولسمشر ددوهم مرستيال سروردانش، صامب په سپارښتنه پرته له محکمې له بنده ازاد شوو 
په دسربيره چه حکومت يې ولس ته دارامښت ډاډ ورکړ مګر ښکاره شوه چه نومړی دنظام او افغان ولس په وړاندې خپله کرکه او دښمنی جاری وساتله چه اوس يې دکابو کولو توان خلک وايي  شونې نه بريښی 
بايد ووايم چه سيمه ديوه ځانګړی قوم په ولکه کې ده دپيښې اصلی جزيات لا خپلواکه سرچينو نه دی ويلی پورتنی معلومات دحکومت دخبر په استناد راوړل شوی دی

+ لیکل شوی په  جمعه دهم بهمن ۱۳۹۹ساعت 22:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالبان په ايران کې

طالب پلاوی ایران ته وخوځيد
راپور : شرف الدين ستانکزی

دطالبانو دسياسی دفتر مسؤل او دامارت مرستيال دملاعبدالغنی برادر په مشرئ دطالبانو لوړ پوړئ پلاوی ايران ته ورسيده 
خبر يې له قطر څخه دطالبانو دسياسي دفتر وياند داکتر محمدنعيم وردګ په يوه غږيز پيغام کې نن رسنيو ته ورکړ .
وردګ، وويل سفر رسمی بڼه لری او موخه يې دافغانستان او ايران دروانو حالاتو دوه جانبه روابط او دمهاجرو دستونځو حل لاره پيداکول دی. 
ايران کې راجستر شوی نږدې دوه ميلونه مهاجر ميشت دی چه وخت ناوخت دتريخ ژوند راپورنه خپاره شوی او دژوند له لومړنيو سهولتونو محروم ساتل کيږی 
په ورته موضوع ايران ته دطالبانو دلوړ پوړی پلاوی تګ لومړی ځل ده چه رسنيز کېيږي خو تر دمخه دامريکااستخبراتي مامورينو څو پلا دايران او طالبانو داړيکو خبر ورکړي وو او طالبانو هم په ټيټه کچه دخبلو کسانو دسفر خبر منلی وو
خو ددې خل لپاره يې سفر ځينې سياسی شنونکی دامريکا اومتحدينو لپاره يو ډول سورچراغ يادوی 
هغه داچه په امريکاکې دولسمشرپه تغير سره اوازې داسې دی چه ګواکې نوي ولسمشر بايډن طالبانو سره ددوحې په تړون بيا کتنه کوی. 
نو ښايي يو دليل يې هم همدا وی چه له تيرو دوه اونيو راپه ديخوا دوحه کې دمرکچی ټيم ليده کاته په ټپه ولاړ دی او په عين وخت کې ايران ته دطالبانو سفر دغه  شايعات په حقيقت بدلوی چه دامريکا دسولې تګلارې داحتمالی تغير په صورت کې به طالبان ايران سره تماس ټينګ کړی کوم هيواد چه دنړۍ په کچه لومړی هيواد ګڼلی شو چه امريکاسره ددښمنۍ اوکرکې اوږده علنی سابقه لری 
نو که داسې وشی دافغانستان په لانجه کې به امريکا ته بل لوی سرخوږی جوړ شی 
داځکه چه دامريکا په وړاندې روسيه، سوريه، او ګڼه نور هيوادونه دمخالفت ټلواله لری،
 په دسربيره ايران افغانستان کې له پراخه نفوس څخه برخمن دی چه په وسيله يې دغه هيواد کې دامريکا دتاريخ تر ټولو  اوږدې جګړې سوله يزه تمامښت پروګرام ټکنی کولی شی 
ايران ته دطالبانو په سفر لاافغان حکومت او امريکا هيڅ نظر نده ويلي. 
بايد ووايم چه طالب پلاوی په داوروستيو کې دافغانستان بل ګاونډ پاکستان ته هم رسمی سفر کړی وه

+ لیکل شوی په  سه شنبه هفتم بهمن ۱۳۹۹ساعت 18:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالب وياند عبدالحی مطمين

خاطره 
له حضوری ليدو پرته يې نږدې هره ورځ مجلس راسره لاره 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
 
عبدالحی مطمين، يادوم دچاه چه تيره ورځ ټولنيزه رسنيو کې دوفات خبر نشر شو روح ديې ښاد وی 
مطمين صاحب، چه دطالبانو له دوهم ځل انسجام سره سم. دهغوی دنظامی ليکو ناڅرګنده ځايه وياندی   کوله ارام، باحوصله او د کره خبر رسولو استعداد لاره.
 لکه هر بل خبريال ماسره هم په ورين تندی دخبرونو دجوړښت نږدې ملګري وو. 
دخبر په برخه کې يې خپلې ډلې ته دوفادارۍ ترڅنګ خبر کې دامانتدارۍ ګڼه خاطرې راسره شته.
 مګر زه يې دزړورتيا او کاری جرأت يوه قيصه دلته درسره شريکوم 
۲۰۰۶م کال داپريل مياشت وه چه دهرات په کچه دلومړي ځل لپاره هرات ښار کې دايټاليا اړوند دولايتی بياراونې دفتر مخې ته ځان مرګی بريد وشوو شيبه وروسته محل دواقعې ته په رسيدو د ثريا تلفون ته دطالبانو وياند دپيښې مسوليت ومانه. چه مايې هم خبر په ژوندۍ بڼه نشر کړ 
دمه ځاي ته لانه وم رسيدلی چه له پی ار ټی څخه يوه تن په اړيکه وروغوښتم، 
 قيصه يې لويه ده ... مګر په لنډو ټکو وايم چه په ورتلو ديوه امريکايي افسر تند غبرګون او تحقيق سره مخ شوم 
لاسي تلفونونه يې داصولو خلاف راڅخه قيد کړل او لومړی پوښتنه کې يې په ما دطالبانو سره داړيکې تور ولګاوه چه په جدت مې رد کړ 
هغوی د يوه هراتی خبريال چه اوس هم فعال دی دشيطانت په بنسټ ثبوت وکيښ چه ماخبرې ورسره کړې او ماهم ومنله خو په د توپير چه طالبانو سره اړيکه مانه، بلکې طالب وياند نيولې ده 
امريکايي افسر قناعت وکړ خو په بدل کې يې دطالب وياند دټلفوني شميرې د ورکړې رانه وغوښتل چه درخواست مې يې رد کړ 
مګر امريکايي افسر له اجازې پرته دټلفونی اړيکې نمبر رانه کاپي کړ
خدايﷻ شاهد ده چه ډير غصه شوم ... داسې چه د ایټاليا پی ار ټی په حويلی کې مې ثريا ټلفون څخه دعسکرو له وړاندې طالب وياند عبدالحی مطمين سره په اړيکه نيولو دپيښې ټول نقل په تکرار وويل: بهرنيانو مو دټلفون نمبر رانه واخيست زيان يې که درواړاوه زه مقصرنيم "
مطمين په خنداوره لهجه له بهرنيانو زما دازادۍ خوښی راسره شريکه کړه 
په دوام يې وويل( ستانکزيه، غم يې مکوه هيڅ زيان نشي رارسولی. داځکه چه ما همدا ډول خطرات په ځان منلی دی) 
نو اوس يې دمرګ له خبره سره داخاطره را په زړه او تاسو سره شريکه کړه.

+ لیکل شوی په  یکشنبه پنجم بهمن ۱۳۹۹ساعت 21:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |