طالب وياند عبدالحی مطمين
خاطره
له حضوری ليدو پرته يې نږدې هره ورځ مجلس راسره لاره
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
عبدالحی مطمين، يادوم دچاه چه تيره ورځ ټولنيزه رسنيو کې دوفات خبر نشر شو روح ديې ښاد وی
مطمين صاحب، چه دطالبانو له دوهم ځل انسجام سره سم. دهغوی دنظامی ليکو ناڅرګنده ځايه وياندی کوله ارام، باحوصله او د کره خبر رسولو استعداد لاره.
لکه هر بل خبريال ماسره هم په ورين تندی دخبرونو دجوړښت نږدې ملګري وو.
دخبر په برخه کې يې خپلې ډلې ته دوفادارۍ ترڅنګ خبر کې دامانتدارۍ ګڼه خاطرې راسره شته.
مګر زه يې دزړورتيا او کاری جرأت يوه قيصه دلته درسره شريکوم
۲۰۰۶م کال داپريل مياشت وه چه دهرات په کچه دلومړي ځل لپاره هرات ښار کې دايټاليا اړوند دولايتی بياراونې دفتر مخې ته ځان مرګی بريد وشوو شيبه وروسته محل دواقعې ته په رسيدو د ثريا تلفون ته دطالبانو وياند دپيښې مسوليت ومانه. چه مايې هم خبر په ژوندۍ بڼه نشر کړ
دمه ځاي ته لانه وم رسيدلی چه له پی ار ټی څخه يوه تن په اړيکه وروغوښتم،
قيصه يې لويه ده ... مګر په لنډو ټکو وايم چه په ورتلو ديوه امريکايي افسر تند غبرګون او تحقيق سره مخ شوم
لاسي تلفونونه يې داصولو خلاف راڅخه قيد کړل او لومړی پوښتنه کې يې په ما دطالبانو سره داړيکې تور ولګاوه چه په جدت مې رد کړ
هغوی د يوه هراتی خبريال چه اوس هم فعال دی دشيطانت په بنسټ ثبوت وکيښ چه ماخبرې ورسره کړې او ماهم ومنله خو په د توپير چه طالبانو سره اړيکه مانه، بلکې طالب وياند نيولې ده
امريکايي افسر قناعت وکړ خو په بدل کې يې دطالب وياند دټلفوني شميرې د ورکړې رانه وغوښتل چه درخواست مې يې رد کړ
مګر امريکايي افسر له اجازې پرته دټلفونی اړيکې نمبر رانه کاپي کړ
خدايﷻ شاهد ده چه ډير غصه شوم ... داسې چه د ایټاليا پی ار ټی په حويلی کې مې ثريا ټلفون څخه دعسکرو له وړاندې طالب وياند عبدالحی مطمين سره په اړيکه نيولو دپيښې ټول نقل په تکرار وويل: بهرنيانو مو دټلفون نمبر رانه واخيست زيان يې که درواړاوه زه مقصرنيم "
مطمين په خنداوره لهجه له بهرنيانو زما دازادۍ خوښی راسره شريکه کړه
په دوام يې وويل( ستانکزيه، غم يې مکوه هيڅ زيان نشي رارسولی. داځکه چه ما همدا ډول خطرات په ځان منلی دی)
نو اوس يې دمرګ له خبره سره داخاطره را په زړه او تاسو سره شريکه کړه.