طالبان په ايران کې
طالب پلاوی ایران ته وخوځيد
راپور : شرف الدين ستانکزی
دطالبانو دسياسی دفتر مسؤل او دامارت مرستيال دملاعبدالغنی برادر په مشرئ دطالبانو لوړ پوړئ پلاوی ايران ته ورسيده
خبر يې له قطر څخه دطالبانو دسياسي دفتر وياند داکتر محمدنعيم وردګ په يوه غږيز پيغام کې نن رسنيو ته ورکړ .
وردګ، وويل سفر رسمی بڼه لری او موخه يې دافغانستان او ايران دروانو حالاتو دوه جانبه روابط او دمهاجرو دستونځو حل لاره پيداکول دی.
ايران کې راجستر شوی نږدې دوه ميلونه مهاجر ميشت دی چه وخت ناوخت دتريخ ژوند راپورنه خپاره شوی او دژوند له لومړنيو سهولتونو محروم ساتل کيږی
په ورته موضوع ايران ته دطالبانو دلوړ پوړی پلاوی تګ لومړی ځل ده چه رسنيز کېيږي خو تر دمخه دامريکااستخبراتي مامورينو څو پلا دايران او طالبانو داړيکو خبر ورکړي وو او طالبانو هم په ټيټه کچه دخبلو کسانو دسفر خبر منلی وو
خو ددې خل لپاره يې سفر ځينې سياسی شنونکی دامريکا اومتحدينو لپاره يو ډول سورچراغ يادوی
هغه داچه په امريکاکې دولسمشرپه تغير سره اوازې داسې دی چه ګواکې نوي ولسمشر بايډن طالبانو سره ددوحې په تړون بيا کتنه کوی.
نو ښايي يو دليل يې هم همدا وی چه له تيرو دوه اونيو راپه ديخوا دوحه کې دمرکچی ټيم ليده کاته په ټپه ولاړ دی او په عين وخت کې ايران ته دطالبانو سفر دغه شايعات په حقيقت بدلوی چه دامريکا دسولې تګلارې داحتمالی تغير په صورت کې به طالبان ايران سره تماس ټينګ کړی کوم هيواد چه دنړۍ په کچه لومړی هيواد ګڼلی شو چه امريکاسره ددښمنۍ اوکرکې اوږده علنی سابقه لری
نو که داسې وشی دافغانستان په لانجه کې به امريکا ته بل لوی سرخوږی جوړ شی
داځکه چه دامريکا په وړاندې روسيه، سوريه، او ګڼه نور هيوادونه دمخالفت ټلواله لری،
په دسربيره ايران افغانستان کې له پراخه نفوس څخه برخمن دی چه په وسيله يې دغه هيواد کې دامريکا دتاريخ تر ټولو اوږدې جګړې سوله يزه تمامښت پروګرام ټکنی کولی شی
ايران ته دطالبانو په سفر لاافغان حکومت او امريکا هيڅ نظر نده ويلي.
بايد ووايم چه طالب پلاوی په داوروستيو کې دافغانستان بل ګاونډ پاکستان ته هم رسمی سفر کړی وه