«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

طالبان مشروع مقاومت وکړ الله ګل مجاهد وايی

حکومت سولې ته ځان ژمن، خو حکمتيار يې ناغړن ګڼی دولسی جرګې يو غړی بيا دطالبانو په مشروعيت استدلال کوی!

ليکنه: شرف الدين ستانکزی 
دولسی جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي دطالبانو مقاومت  برحق او دافغانستان وياړ دي 
مجاهد، دشورويانو دشکست ۳۲ مې کليزې  په مناسبت جوړې غونډې ته کابل کې خبرې کولې ويويل: (پنځه تورلنګوټيو طالبانو دنړئ يو ځواکمن او تر ۱۶۰ زره زيات فوجيان مات کړل چه په مبارزه يې وياړو) 
غونډه کې دحزب اسلامی دګوند مشر انجنيرګلبدين حکمتيار هم وينالرله په دوام يې ديوې خطرناکه نظامی لوبې دپيل وړاندوينه وکړه، چه دده په خبره افغانستان ته په کانتينرونو کې وسلې راروانې دی، :په هغوکسانو ويشل کيږی چه دده په ويناطالبانو سره دجګړې سابقه لري 
حکمتيار دوسله ليږدونکو هيوادونو نوم وانه خستلو خو اشاره يې وکړه چه دکره شواهدو په اساس وسلې او مرمۍ دغلو( غنمو) په نوم سرحد ته داخليږی دا ډولې غلې له هند او منځنۍ اسياله هيوادونو افغانستان ته راوړل کيږی 
ګلبدين افغان حکومت په سوله کې په درغلئ ملامت وګاڼه هيله يې وښودله چه ديوه موقت حکومت په جوړښت دسولې هڅې بريالئ او ددوحې تړون ته هرکلی وشی، کنه نو دده په خبره دسولې په ملاتړ به لنډه راتلونکې کې لاريونونه شروع کړی 
خو دحکومت مرستيال وياند دواخان مينه پال داډول خبرې له حقايقو لرې وبللې رسنيو ته يې حکومت سولې ته ژمن وګاڼه استدلال يې وکړ چه که حکومت سولې ته ژمن نه وی نو حکمتيار ته به يې دهغه په خبره دسولې غيږ نه خلاصوله

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم بهمن ۱۳۹۹ساعت 18:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |