د دوحې تړون به عملی شی
ددوحې تړون به په خپل حال وی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دولسمشر بايدن دامنيت ملی مشاور جيک ساليون دافغان سولې په اړوند دنوی حکومت تګلاره روښانه کړه ويويل : دټرامپ دحکومت په مهال چه طالبانو سره کوم تړون شوی دی نوي حکومت به يې پرواګرام ته دوام ورکړی
دامريکاحکومت او طالبانو تيرکال دوحه کې دسولې تړون لاسليک کړ
په دسرييره چه د بنديانو دازادۍ او امريکايي عسکرو دکميدو په شمول ځينې مهمو پريکړو ته يې افغان حکومت غاړه کيښوده مګر دترامپ دواکمنۍ په وروستيو کې يې دقطر دسولې خبرې ځکه ټکنئ کړې چه ياد تړون يې دپخوانی ولسمشر دونالدټرمپ شخصی اراده بلله په تغير سره يې تمعه لرله چه نوی حکومت به يې تګلاره بدله کړی.
چه په نتيجه کې يې افغانستان کې جګړې لازور واخيست ترڅنګ يې هدفی وژنې دولسی وګړو مينځ کې دلوی تشويش لامل شوې دی
ګڼه شنونکی لاله سره حکومتی چارواکو او طالبانو ته ويلی وو او وايي، چه دامريکا بهرنئ تګلاره ځانګړې اداره د هغه هيواد له ګټو سره سم ترتيبوی ولسمشر يې يواځې چارې سمبالوی نور دافغانستان له جګړې دامريکا ولس ستړی دی په هره وسيله چه ممکنه نوی حکومت يې دسوله يز ختميدو اراده لری.
نو ددوی په اند دسولې برخه کې بايد دولسمشر بدلون ته نوی منتظر شوی او نه هم تمعه باندې نور وخت ضايع کړی
دامهال دوحه کې دافغان جګړې دطرفينو دخبرو جريان متوقف
دی داسې چه دطالبانو دسياسی دفتر مشر او مرستيال يې دامريکا سرسخته مخالف هيوادونو ايران او روسې سره جلا سفرونو ترڅ کې په ملاقاتونو بوخت دی
دولسمشر غنی داستعفا غږ يې جګ کړی ده کومه غوښتنه چه افغان حکومت په سختو ټکو رد کړې ده.