شندند:ولسی خلک په ایتلاف د۲ ملکیانودوژنی تورلګوی.
له شندندولسوالی څخه ګڼه ولسی مشرانوپه ټلفون سره ددوه تنه ملکی کسانودوژنی حال ورکړچه دبیلګی په دول به یی دارباب شهنوازخبری واورو«شهنوازوایی ایتلافی ځواکودموټریزه کاروان دتیریدوپه مهال دشندندهوایی ډګردروازی سر ه په دوکان کی ناست دوه ملکی کسان یی په ډزوپرته له کوم علته ووژل»شهنوازوویل په ولسوالی کی ور ته پیښه تیرځله هم تکرارشوی اودمخنیوی لپاره ددولتی چارواکوپامرلنه وغوښته.دشندندولسوال ملالعل محمددپیښی تائید وکړه مګردقضیی دعاملینوپه اړوندیی داسی بخبری وښوده.دشندندولسوال وژل شوی کسان ملکی یادکړه ویویل دپیښی دڅرنګوالی لپار ه به مربوطه اداری سره دعاملینودپیژندګلوی اوسزاورکولواړیکه ونیسی.کومه سیمه کی چه تازه دملکی کسانودوژنی خبرورکړدشندندعزیزی ابادکلی څخه ۴کلومتر ه واټن لری کوم چرته چه یوکال دمخه یوه بمباری کی دلږترلږه ۱۰۰تنه ولیسی وګړودوژنی خبرتائید شوی وه.