«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د ثور او مونږ چکچکیان

د څلور لسیزی افغانی غمیزه او مونږ چکچیانو رول

لکه دهرکال په څیر سږکال هم د ثور ۷ سره زما په څیر دافغانستان دجګړې نندارچیانو یا ښه به وی ووایم چکچکیانو مجلسونه په دګرم ساتلی چه پلانی خاین خو هغه بل ته موقع ورنکړل شوه چه افغانستان ته خدمت وکړی
دا بڼه خلک په ډلو ویشل شوی جروبحث کوی خپله سالم ګرځی خو له سردار داودخان، بیا تر ډاکتر نجیب الله تر ننیو واکمنو مجا.هد رهبران سره سپکوی
خو که اعتراف وکړو د جرړې یو طرف مونږ هم یو
د بیلګې په توګه که د خپل ژوند نقل وکړم د سردارداودخان، وخت کې ډیر کمکی وم ښه او بد مې نه یادیږی خو په خپل کور او نږدې خپلوانو کې مې د غورزنګ دګوند نښې او وفادارۍ نښانونه په سترګو لیدلی دی ( غورزنګ دسردار داود ګوند وو)
د خلیقانو راتلو سره دمره احساساتی شولو ابا مې د خدای ج وبښی یوه مزارۍ خولۍ له ترکستان څخه راته راوړې وه د ولسوالۍ لیسه کې د خلقیانو لمړۍ جشن ته یې بوتلم لار کې د وزیرصاحب ژورې څاه ته مې وغورځوله په سر تور سر ورغلم
د مجا.هدینو قیام سره بیاهم د ورانکارۍ د سون مواد او بوتلونو ټولیدودکې لومړی رضاکار شوم
د ط لومړۍ دوره کې بیا ښه غښتلی وم کورنۍ جګړه کې مې په زغرده دپنډیانو رول ولوباوه
مجلس کې مې هم سیاسیونو ته دخولې بند نه نیول کیږی تر ټولو زیات د جګړې رهبران ښکنځم یا ستایم
مغذ مې کار کوی ځکه په ټوله کورنۍ کې د جګړې زخمی یا مړی نلرم
نو چه زه ځان قهرمان نه ګڼم بل به څوک وی!
ویلکیږی فرعون وړاندې له د چه دخدایی دعوه وکړی پیروانو یې داسې صفات او القاب ورکړل چه ځان ترې ورک شی
نو مونږ چکچکیان وو چه یوعادی سیمیزه سودر ته مو قوماندان بې سواده ته جنرال حتی مرشال ووایه او همدا اوس یوه بې سواده ته مولوی داسې کس چه لمونځ یې سم نه ده زده ملا او قاری وایو
نو که دا بڼه خلک هرڅه کوی نظر په مسک او علمیت ملامت نه دی دا مونږدیو چه د وړیو پګړۍ خلکو ته تړو
خو بیرته خبرې رالنډې کړم دمره باید سر په ګریوانه کړو هغوی چه تنکی ځوان قربانی ورکړی کور یې ړنګ او مهاجرتونه ګاللی یا ګالی ګرم نه دی که مرسته نه ورسره نشو کولی! په زخمونو یې مالګې ونه دوړوم
نتیجه
راځی نور مونږ چکچکان دا پریږدو چه په ملامت سلامت بحث وکړو
بلکې داووایو چه د ۴ لسیزې غمیزه د په اول سرکې د پا.کستان له فتنې او په ټوله کې دنړیوالې دوه مخی راپیښه شوې هم یې زمونږ عوام او هم رهبران د وطن د ژغورنې په نوم خطاویستل
چه لا یې شیطانی لومه کې ګیر دی
دوی یوهدف لری ( دافغانستان تخریب) خو په مونږ کې فقد څهرې تغیروی
راځۍ په یو بل د نیوکو په ځای لوی دښمن پا.کستان سره یو موټی شو بیا به په د بحث کوو چه څوک ملامت و سلامت یو
شرف الدین ستانکزی

+ لیکل شوی په  سه شنبه هشتم اردیبهشت ۱۴۰۵ساعت 21:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

لوګر :د یوې کورنۍ ۴ کسه وژل شوی دی

لوګر ولایت کې د میرمنې په شمول د کور څلور تنه غړی وژل شوی دی علت یې نه ده څرګند مسولین یې په تور دشکمن کس د نیولو خبر ورکوی

پیښه تیره شپه دلوګر مرکز حصارک سیمه کې شوې ده

امنیتی چارواکی وایی دموسی خان، نومی کروندګر کور ته دشپې ۱۲ بجو په مهال ناڅرګند وسله وال ور اوښتی دی خپله موسی، میرمن او دوه زمن یې ور وژلی دی

د امنیت امر حاجی محمدقاسم حقمل، یې د جنازې مراسمو کې رسنیو ته د پیښې په تړاو د شکمن کس دنیولو حال ورکړ ویویل (تر څیړنو وروسته به قانون په عملی شی)
د سیمې خلک سخت قهریدلی وو ویویل ظلم شوی دۍ او د دوی په وینا عدالت د په پلی شی

د کورنۍ یوه غړی یې وویل هیچا سره یې شخصی دښمنی نلرله کروندوګری یې کوله حیران دی چه ولې داسې ورسره وشول

لوګر چه قبیلوی جوړښت لری ډیر خلک یې کور کې دودبزه وسلې ساتی یو له هغو سیمو څخه ده چه ځینې وخت داسې جنایی پیښې منځ ته پکې راځی
څه نورو تاوتریخوالی ترڅنګ بله زړه بوږنونکې پیښه کې تیر کال هم یوه میرمن او لور یې خپل کور کې چاه په مرموز ډول ووژل چه لایې بریدګر نه دی نیول شوی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم اردیبهشت ۱۴۰۵ساعت 18:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |