«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

لوګر :د یوې کورنۍ ۴ کسه وژل شوی دی

لوګر ولایت کې د میرمنې په شمول د کور څلور تنه غړی وژل شوی دی علت یې نه ده څرګند مسولین یې په تور دشکمن کس د نیولو خبر ورکوی

پیښه تیره شپه دلوګر مرکز حصارک سیمه کې شوې ده

امنیتی چارواکی وایی دموسی خان، نومی کروندګر کور ته دشپې ۱۲ بجو په مهال ناڅرګند وسله وال ور اوښتی دی خپله موسی، میرمن او دوه زمن یې ور وژلی دی

د امنیت امر حاجی محمدقاسم حقمل، یې د جنازې مراسمو کې رسنیو ته د پیښې په تړاو د شکمن کس دنیولو حال ورکړ ویویل (تر څیړنو وروسته به قانون په عملی شی)
د سیمې خلک سخت قهریدلی وو ویویل ظلم شوی دۍ او د دوی په وینا عدالت د په پلی شی

د کورنۍ یوه غړی یې وویل هیچا سره یې شخصی دښمنی نلرله کروندوګری یې کوله حیران دی چه ولې داسې ورسره وشول

لوګر چه قبیلوی جوړښت لری ډیر خلک یې کور کې دودبزه وسلې ساتی یو له هغو سیمو څخه ده چه ځینې وخت داسې جنایی پیښې منځ ته پکې راځی
څه نورو تاوتریخوالی ترڅنګ بله زړه بوږنونکې پیښه کې تیر کال هم یوه میرمن او لور یې خپل کور کې چاه په مرموز ډول ووژل چه لایې بریدګر نه دی نیول شوی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم اردیبهشت ۱۴۰۵ساعت 18:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |