«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

غرب زون کی دمحابسولوی رئیس جنرال عبدالمجیدصادقی چه دمرکز اداری دمحاکموله یوبل پلاوی سره غورته سفرکړی وه په ټلفون سره وویل زیندانیانوسره په کتنه کی یی دهغوی ورځنی ستونزی واوریدی دحل ژمنه یی ورسره وکړه ځکه نوددعه محبس ۸۵تنه زند انیانودنه خوړلو۸ورځنی اعتصاب ختم کړ.دغور مرکزچخچران محبس زندانیانوددولتی مامورینوناوړه چلنددجرمی دوسیونه څیړنواونورومواردوله کبله په اعتصاب لاس پوری کړی وه چه په اړوندیی دغوردوالی ویاندعبدالحی خطیبی داسی وایی« غوښتنی یی ددوسیوپرانستنه ، اعتراض یي دهغوزورواکوپه قدرت پاته کیدنه ده چه دوی یی له امله بندته معرفی شوی دی ،یوشمیریی چه دمخدره موادوپه کاروبارنیول شوی وایی دمعاملواصلی قچاقبریی دولت کی په دندولرلوسره ازادګرځی مګردوی په مټکی اتهام زندان کی کلونه تیر کړل»دیوه بل خبرپه اساس دهرات محکمی په علنی محکمه کی یوتن په پنځه کاله قیداو۷۰زره افغانی نقدی جر یمه محکوم کړدهرات دمحلی راډیوتلویژیون دخبرله مخی تورن دهرات ښاردلومړی ناحیی ماموروه چه دکارپه مهال یی بډی اخیستی وی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و ششم آبان ۱۳۸۸ساعت 21:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |