خاطره
هغه خبر چه ښاغلي ټرامپ، اوس کوي؛ داوباما، ادارې لا پخواه کړې وه، مګر مونږ سر نه په خلاصاوه.
(دخاطرو له کتابچې)
ليکونکي: شرف الدين ستانکزي.
له بڼې، يې غصه څرګنده شوه، مګر په کاذبه مسکا يې وويل: ته چه کومې خبرې کوې؛ داد يوه خبريال دريځ نه دي. مګر بايد سر دخلاص وي، چه په اصولی لحاظ طالبانو يواځې نقل مکان کړي دي؛ تشکيلات يې لاشته او ملامحمدعمر، دامريکا تورلست کې نده شامل.
دغه خبرې دافغانستان لپاره دامريکا دبهرنۍ تګلارې جوړونکی يوه لوړ پوړي مامور وې، کوم مهال چه اوباما په واک کې وه دقيقه نيټه، مکان او هويت يې ځکه نه وايم، چه مونږ سره يې داف دريکارډ ( نه ثبتولو) په شرط مجلس لاره، خو دمره وايم چه د۲۰۱۴م کال دجنوري ۸ ورځ وه.
مجلس کې راسره په ۳ تنه ژباړونکو سربيره ۶ افغانان، او درې تنه پاکستانيانو په شمول ۹ تنه نور بهرنيو هيوادونو مدني فعالان حاضر وه، چه اکثره يې همدا اوس فسبوک کې راسره ملګرتيا هم لري.
دغه زمان کې دحامدکرزي، حکومت وروستي کال او دولسمشرۍ د ټولټاکنو جنجالي بهير دوهمې مرحلې ته تللي وه
بحث له دځايه پيل شو؛ چه کله اغلې... مجلس کې ترپيژندګلوي وروسته دمجلس له ګډونوالو دهغوي داړونده هيوادونو حال وپوښت.
نوبت سره سم يې له ما څخه لومړی د ټولټاکنو څرنګوالي ؟ او احتمالي ګټونکي وپوښت؟ ځواب مې ورکړ، چه ظاهرا دشمالي ټلوالې+ غير پښتون وګړی+مجاهدينو په ملتيا داکټر عبدالله، عبدالله، بريالی ښکاريده، مګر که پښتون ميشته سيمو کې خلکو او دپخواني حکومت(خلقي) پلويانو ته دټاکنو جرأت او موقع چمتو شي؛ نو دغني چانس شته. ځکه دا لويه فيصدي جوړوي ولې دطالبانو له وهمه ګډون ته زړه نه ښه کوي.
داخبر يې خوښه شوه، دګټې ګوتې، په جګولو يې دټيک مارک تاييد وکړ. په دوام يې دطالبانو دشتون سوال وکړ؟ داڅخ په کومو الفاظو مې ځواب ورکړ دلته يې بيانه ليکم ځکه يوځل ويلو يې مجلس کې خجل کړم ولې چه،
زمان، او مکان ته په کتو مې په واقعيت ولاړ مګر نامناسبه لهجه غبرګون وښود، ځکه طبيعتا انسان ددندې، ياشخصي امنيت تر تاثير لاندې راځي، منفي حتي دپوښتنګرو په اړوند توهين اميزه صفات وکارول چه بايد نوي داسې.
ښايي؛ ځواب مې تکميل نوه! دلاس په خوځښت يې زما خبرې قطع کولو سره، له ميزه قلم پورته شنډو ته لنډ کړ ، څو بوختيا يې خپله غوصه په کابو کړی، ومې ليدل چه بڼه يې بدله شوه.
خو په درواغجنه خندانه لهجه يې راته کړه: ما ستا بګروند ولوستلو۱۰ کاله دامريکا کانګرس څخه تمويلدونکې رسنۍ او نورو نړيواله سره کار کړي؟ حقوقو پوهنځی دهم ويلې ده؟ په هو مې ځواب ورکړ
اغلې(...) وويل داچه دطالبانو خلاف خبره د وکړه دژورنالرزم بې طرفي دتر پښو لاندې کړه... تمهمې لرله چه ديوخپلواک خبريال په ډول ځواب راکړې خو برعکس. خبرې مو دژباړونکي په مرسته کولې څوک چه ممکن پوست فسبوک کې ګوري. هغې، نور سوالونه وکړه ويويل؛ ايادکرزي ادارې ټول افغانستان کې تسلت لاره؟ سرحدات خوندي وه؟ فساد نوه؟ دخلکو شخصي امنيت محفوظ وه؟.... مسلما چه ځواب يې نه وو.
نوبيايې زياته کړه :چه داسې دي؛ نو په حقوقي بنياد افغان موجوده حکومت مشروعيت نلري، دا چه طالبان ظاهرا دفساد په ضد خپلې مبارزې ته نوم ورکوي او دوطن ډيري وګړي يې ملاتړ او دنفوذ سيمه ده دحکومتولۍ دقوانينو په بنسټ ادعا يې حق دي.
بل داچه دطالبانو حکومت ۹۵ فيصده وګړو منلي يا يې حاکميت په لاره، دبهرنی زور په وجهه يې نقل مکان کړي نور خپل حقوقي ارزښت لري.
داغلې... له دخبرو سره مجلس کې يو ډول شور او سوالو نه رولاړ شوه... يو چا وپوښتل چه داسې ده نو ولې دمره لويه جګړه امريکا پيل کړې ده؟
اغلې وويل طالبان دښځو، حقوق نړيوال تروريزم او مخدره مواد او دبشر دحقونو مشکل لري. که اصلاح شوه نړۍ يې واک سره ستونځه نلري. دهر هيواد سياسي واک دهغوي دولس اختيار دي نه دامريکا يابل وطن.
بل زمونږ( دامريکا) جنګ داسامه بن لادن په سر ورسره پيل شو اسامه دامريکا دښمن وو اوس چه اسامه ووژل شو امريکاهم مشکل نه ورسره لري هدف ته ورسيده او نه هم امريکا دنورو هيوادونو درهبرانو دوژلو يا حکومت دړنګولو حق لري.
کنه، تاسو خپله وګورۍ دتروريستانو نوم لړ کې دطالبانو درهبر ملاعمر نوم امريکا نه دي شامل کړي.
له دخبرې سره مې مغزو کې تک شوو،!! اول ځل خبر شوم چه ملامحمد عمر دامريکا تورلست کې نوه شامل. دخبلو هيوادوالو په نادانۍ مې افسوس وکړ لږ، ترلږه، هر دوست که هغه حکومت يامخالف لوري که وه،دنقل په تکرار مې ورته ويلي دي چه لږ مواحساسات کنترول کړۍ خپل وطن او خلکو سره دښمنۍ کې افراط مه کوی چه قيصه بل خيل دي.
مګر نه يواځې باک يې نه راوړ بلکې په کړس يې راپورې خندل؛ ويل يې خوب د ليدلي.
خو داچه ولې مې پاڼه کې نه ليکل؟ خبر يې زما تر خولې لوي ممکن بدې پايلې راته لرلي اونه هم هغې رسنۍ چه ما کار وسره کاوه داسې راپورونو سره علاقه لرله
نو خبر مې دترمپ تر د راياده شوه چه طالبان يې ځيرک غښتلي او دمعاملې وړ وبلل، داسې خبرې به څووارې افغان چارواکو پخوا اوريدلي وي؟ مګر دغيرقانونی پيسو په جماوري او قدرت نشه کې غرق وه، باک يې نه راوړ چه اوس خياطي نشي ورته کولی.
شرف الدين ستانکزي.