بريښنايي تذکرې
درې ډوله خلک تذکرو کې مليت، اسلاميت مخالف او دموردنوم ددرج خبره کوي
لومړي: هغوي چه جز ديوې استخباراتي پروژي دي
دوهم: ناخبره خلک
دريم؛ عقدمن چه يواځې. دخپلې سرتمبګۍ شايق دي
ليکنه / شرف الديندستانکزي
بريښنابي تذکرې مستقيم له نړيوال تروريزم او ټولنيز امنيت سره تړاو لري.
ځکه هرمهال يې په بيلابيلو نومونو دتخريب هڅه کيږي.
په ګڼه هيوادونو په ځانګړي توګه لوديزه پرمختللې نړۍ کې دوګړو دکنټرول او امتيت يو له مهمو وسيلو دبريښنايي تذکرو چه دلته ايډي کارت ورته وايي بريښنايي نمبر دي.
اړونده کارپوهان وايي دايډي کارت نمبر ادارې په ثبت سره امنيتي ادارې د يوه وګړي په سفر، ورځني مصرف حتي مدني حالت روغتيااو ناروغۍ له وضعيته همهغه ګړۍ خبريدلي شي.
په دمعني چه په پرمختللې نړۍ که ځانګړې کړو امريکا کې نقديه پيسو باندې هوټل کې پاته کيدل يا رستورانت کې خوراک او روغتون کې راجستر دسفري ټکټ پيريدل دفانون خلاف دي ځکه نومشتري اړ دي چه په بانکي کارت کشکولو سره خپله اړتيا پوره کړي.
نو په ورته عمليه اجراکولو سره مستقيم دده ځاي، دپيسو څرنګوالي او مدني حالت اړونده اداره ته په رسيدو خبر ورکړي شي. يا داچه دټلفون په کارولو هم دمطلوب شخص ځاي او څرنګوالي ورته مشخص شي. چه ورته نور ډيرې بيلګې هم شته لکه دموټر او جايد اخيستل ...مګر يادښت يې زمان ګير دي
نوهمدغه ټکي ته په توجه ويلو شو چه افغانستان کې دبريښنايي تذکرو خلاف کمپاين دمافيااو نړيوالو تروريستانو له لاس لرلو خالي نشو ګڼلي.
په لومړيومرحلو کې په يوه پلمه وروسته دمليت او اسلاميت په نوم اوس يې دادي په تذکره کې دمور دنوم په درج سره د يادې پروسې دتخريب هڅه کوي.
ځکه ددوي سرخلاص ده که بريښنايي تذکرې عامې شوې هرتن مشخص اوپه انتحاري کسانو سربيره د موټرو ثبت ورته اشناکيږي.
چه بيايې ډلګۍ په اسانه موخو ته نشي رسيدلي.
ضرور نده چه ديوه چاه دنوم په اخيستو دهغه شخصي حريم محدود کړم، مګر دموضوع اهميت ته په پام سره د يوه طالب چارواکي نقل دلته راخلم چه دمشر ورور له تذکرې او نوم څخه په استفاده هرات کې کلونه وړاندې زمونږ کورته په ملمستيا راغلو، البته پيژندګلو مي وو په سرکې يې په ليدو ورخطا شوم وروسته يې وخندل ويل يې: مه ډاريږه زه هغه نيم چه تاليدلي وم...بلکې دغه ده تذکره مې وګوره پلاني يم. دخبرو په دوام يې وويل چه زمونږ اکسره ملګري همدا اوس په ښارونو کې په ورته تذکرو کارولو په غټو معاملو بوخت دي څوک يې نه پيژني او دده په ويناچه دقيق راپور ونه وسي امنيتي ځواکونو يې دتذکرې په کتلو ازادوي ده داهم وويل چه ګڼه ملګري مو نيول شوي هم دي خو داچه قانون موجوده اسنادو په استناد دوسيه ترتيبوي بيرته محکمې دبي ګنا په نوم له بنده ازاد کړي دي.
نو دغو مواردو ته په کتو تذکره کې بايد نور ملاحظات ونشي او نه يې هم په اړوند عامه ذهنيت خراب شي.
شخص د مور نوم سره هيڅ حساسيت نلرم مګر دټولنې عامه ذهنيتونه لاندي ورته تيار او ياده پروسه بلخصوص پښتني سيمو کې نوره هم شاته غورځوي. بله ستونځه يې دادي چه ترميليون ګڼې تذکرې ويشل شوي لګښت په کتو يې دبيا راګرځيدو دخرڅ او وخت دضايع ميدو تاون هم شته دي.
شرف الدين ستانکزي.