خبريال
احساساتي خبريال او عقديي مرکچی
ليکونکي: شرف الدين ستانکزي
خبريال په مرکه يا مطبوعاتي کنفرانس کې اصولا دخپلې رسنۍ څخه پرته هيچ چاه، (مرکچي) ته دپوښتنوڅرنګوالي؛ کې مسؤل، محدود، او مقيد نه دي.
ددغې موضوع ليکلو ته مې هله ځان مجبور وګاڼه، چه ددوحې نړيوال کنفرانس درشل کې يو تن افغان مرکچي نادر ناري، څخه دحکومت په کمزورتيا ياهم دطالبانو په اړوند ددوي انګيرنې وپوښتلي.
چه ننداره يې دګڼو ليدونکو منفي برخورد او دسولې دپروسې خلاف حتي ډيروخبريال غيرمسلکي وبللو.
دا ډول نيوکه کونکي چه سوشيل مډيا کې ما وکتل دوه ډله اشخاص وه.
۱/ هغوي چه سولې ته ډير تږي مخلص په پاک زړه داډول پوښتنې دسولې دپروسې تخريب بولي، مګر ژورناليزم اصولو څخه ډير بلد نه دي.
۲/ هغه يو شمير خلک چه په اصولو پوهه، مګر د پوښتنګر ژورنالست لباس (لنګوټې) سره ذهني ټکر لري، دعقدې له مخې ياد، خبريال ته د غرونو والا، چوپان... خطاب کوي.
نو که داسې نوي مونږ دافغانستان گڼه مطبوعاتي کنفرانسونو کې ګورو، چه ځينې پوښتنګر خبريالان، دايران يا پاکستان په لمسون همداسې ګډې وډې، پوښتنې کوي. هڅه يې داوي، چه خبرې کونکي احساساتي او له اصلې موضوع بهر کړي.
مثال په ۲۰۰۲م کال هرات کې دملګرو ملتونو او امريکا دسفير او ګڼه نورو دبهرنيانو په حضور کې خبريال بهزاد اسمعيل خان څخه دموضوع خلاف وپوښتل: چه هراتي ښځې ځان سوځوي او علت يې ستاواکمني ده؟ اسمعيل احساساتي او دجواب په ځاي يې د څپيړې وار په وکړ، ياهم دولسمشرۍ ټاکنو مناظره کې نجفيزاده دطلوع خبريال د ولسمشر په شخصي حريم تيري وکړ، چه غني يې په اړوند له صبر کار واخيست.
داسې نور موارد هم شته نه يواځې خلکو په خبريال بد ندي ويلي، بلکې لکه يوقهرمان هسې يې ستايلي هم دي .
چه بايد هم وي.
ځکه خبريال به خپلو پوښتنو کې ازاد، هرڅه چه پوښتي قانوني حق يې دي. ممکن د يوه رابور لپاره دځواب په لټه کې يې وي.
ښايي، لکه همدغه دنن موضوع عيني ورځې موضوع سره مغاير هم وي.
بل داچه خبريالان هم فرشتې نه دي، کيدي شي ديوه چاه له خواه تحريک شوي وي، ياد ځان ښودنې لپاره له موقع ګټه واخلي.
خودا به مرکه کونکي پورې اړه لري چه څنګه قضيه کنترول کړي
بل متال: په عراق کې يوه خبريال څوکاله وړاندې دپوښتنې په پلمه دوخت امريکايي ولسمشر بوش، په بوټونو وويشت اما بوش دقهر عکسل عمل په ځاي په عيني موقع کې عصاب کنټرول کړه ژر يې وويل :چه د بوټونو نمبر دلس دي. يعني بوش دا دحمله کونکي شخصي دريځ وباله دټوکې په لحن يې غبرګړن وښوده. هيڅ ډلې ګوند، يا رسنۍ سره يې تړاو ورنکړ.
نو که بيرته ددوحې مجلس ته وګرځو، دنادري، برخورد دتوقوع خلاف غير اخلاقي وه.
مثال. خبريال پوښتنه کوي چه ولسمشر غني په کمو رايو او تقلب راغلي. خو نادري، برخلاف چه دتقلب ځواب ورکړي! خبريال امارت پورې تړلي ګڼي ځواب يې داسې ورکړ چه: ستاسو ملاهيب الله، خو يوه رايه هم نلري. چرته پټ دي؟.
ښايي داخبريال طالبي ذهنيت ولري؛ مګر دامهال طالب نه ده کامره په لاس لري. مګر نادري، مستقيم دطالبانو به مشر تعرض وکړ، کومه ژبه چه دسولې خلاف ده
که بل طرف دقضيې ته راشو د نورو ژورنالستانو په پرتله دغه ژورنالست چه نادري سره په مقابل دي له غرونو راغلي کله هم دداسې کنفرانسونو تجربه نلري، عقده او ګڼه پوښتنې لري مثال. (تاسو طالبانو سره دپاکستانيو دشتون وايي... دلته موپاکستاني وليده؟) داهغه پوښتنه ده چه ډير ځله يې په طالبانو خلک تپي. دځواب لپاره بايد نادري ممکنه ثبوت ويلي وه.
چوپتيايې ښه نده، ځکه دهمدغو ناندريولپاره مجلس جوړشوي دي. نو داچه نادري خبريال ته دويلو جرات نلري دطالب مقتدر او مغرور مرکچي ته خو يې له لويه سره نه شي ويلي.
دريم: مشکل داچه دغه نور خبريالانو مخکې له دچه دوحې ته لاړشي معمول داسې دي چه ديوه لنډمهاله ورکشاپ ترڅ کې روزنه ورکوي، چه رسنۍ يې څه ډول موادو ته اړه لري؟
له دپرته خبريال باندې دپوښتنو دڅرنګوالي؟ هيڅ قيد، قيود نشته مګر اړونده رسنۍ ته ځواب ورکونکي دي.
نو داچه ياد ژورنالست زه دقيق نه پيژنم، ممکن دطالبانو دکومې رسنۍ په استازولي تللي وي؛ ښکاره ده چه دهغوي دراډيو ويبسايت... مينه وال همداسې پوښتنې لري، خبريال يې دځواب لپاره همداموقع څخه ګټه واخيسته چه جواب کې يې مرکچي مخير دي.
ياهم راځۍ په مسلکي لحاظ پوښتنګر کمزوري وبولو.
ښاغلي نادري، ته لازم وه چه يايي قانع ځوابونه ورکړي وي يايې هم له خپل صلاحيته په استفاده همهغه مهال ژورنالست تر تاثير لاندې په راوستلو، کتونکو ته غيرمسلکي ښودلو ځواب ويلي وي، چه پوښتنې دله موضوع سره په ټکر کې دي، ځواب يې اړين نه دي .
شرف الدين ستانکزي.