«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ځلاځاځي

هغه، ټولنه چه چرګې، ته په اذان دمرګ سزا لري 
شرف الدين ستانکزي 
نه يواځې له دندې منفکه شوې يم، بلکې دامنيه قوماندانۍ ديننه کې يې زمادامنيت خرابۍ راته وويل. 
دا دځلا ځاځۍ دمرکې مهم ټکي وه چه دويچه ويله راډيو سره يې په تلفوني مرکه کې له کابله وويل 
ميرمن ځاځي درې مياشتې دمخه دخوست دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو دادارې مشره وټاکل شوه چه په لنډه موده کې يې څهره مشهوره او دمډيا دسرټکي جوړ کړ اغلي دپښتنو د دود خلاف په سټيل کې رابهر او ديوې فلمي ستورې په څير درنګارنګ انځورونو په خپرولو سره دښکلا يوطرفه سيالي ته ورته کارونه پيل کړه، چه کتونکو کې يې دمينه والو ترڅنګ سخت مخالفان هم خپل کړل. 
اما ځاځي نه پوهيږي چه له دندې دلرې والي لامل يې څه وه؟ يواځې دمره وايي چه اونۍ وړاندې کابل ته غوښتل شوې کله چه دلته بي برخليکتوب سره مخ شوه بيرته خوست ته ستنه او کله چه دندې ته لاړه دننوتلو اجازه ورنکړل شوه. چه دهغې به وينا امنيه قوماندان په خوست کې خوڅه؟ د امنيه قوماندانۍ داخل کې دامنيت دنشتون ورته ويلي دي. 
ځاځي ټينګار کوي چه بيرته بايد خوست ته لاړه شي. دا له خپلې کورنۍ راضي مګر نورې ټولو خپلوانو سره ددښمنۍ وايي چه دنرکواکې ټولنې پړه يې ګڼي
داغلې په دغو خبرو کورنيو چارو وزارت او کورنۍ يې لا غبرګون ندهدښودلي 
په ځلا لا دمخه داسې نيوکې سوشيل مډياکې راولاړې شوې وې چه ګواکې دټولنې له حساسيتو نو سره په خلاف کې درومي چه حرکات يې دنظام دښمنانو حګومتي ضد تبليغاتو سره مرسته کوي. 
 دهغو په وينا دپوليسې په لباس کې دخدمت په ځاي داسې ډول ښکلا نندارې ته وړانذې کول دنظام عسکري دسپلين هم نه دي 
مګر اغلې ځاځۍ هماغه مهال خپلو نقدکونکو ته په خلاص خبره وويل چه خندا، مستي، ښکلايزه ننداره... هرڅه يې شخصي عمل دي دچاه يې څه؟؟؟. خو دافغاني ټولنې له د دوده ممکن بي خبره وه  چه دلته دچرګې لپاره هم دنرچرګ په څيراذان کول دچړې په پايله تماميږي 
شرف الدين ستانکزي

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سیزدهم شهریور ۱۳۹۹ساعت 1:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |