هرات کی امنیتی هڅی.
هرات کی میشت د ایټالیا ولایتی بیارغونی ټیم باندی باندی برید څخه ۵ ورځی اوښتی خو لاهم لکه څنګه چه طمعه کیده د ښار وضعیت عادی بڼه نده غوره کړی په ټولو څلور لارو کی د دتالاشی پوستی جوړی شوی دی، مشکوک کسان اوهغه دوکانونه لټول کیږی چه تیر مهال یی د نظامی تجهیراتو د پیرو پلور کارو بار لاره.
غرب زون کی د ساحوی پولیسو قوماندانی ویاند سمونوال عبدالروف احمدی وویل تر اوسه یی ۸ تنه وسله واله مخالفینو سره په همکاری یاهم په ولایتی بیارغونه د برید د دسیسی په تور نیولی دی:
«۴ د انتهار لپاره تیار شوی واسکتونه له باروت او ۸ حلقی ریموت کنترول سره د انجیل ولسوالی چونګر سیمه کی ونیول شوه زمونږ عملیات جریان لری ۸ تنه مشکوک ورانکاری هم نیول شوی دی»
د هرات په ولایتی بیارغونه تیره اونی له دوه چاودنو سره جوخت برید وشو،جګړی یی ټوله ورځ دوام وکړ د دولتی مامورینو په ویناد ۵ ځان وژونکو،۷۰ تنو په مړینه او ژوبله تمامه شوه.قربانیان یی زیات ملکی وګړی وه د۵ ایټالیایی سرتیرو د ټپ خبره هم پکی وشوه.
دپیښی مسولیت په خپل وخت طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی منلی وه ټول مړه اوژوبل یی نظامیان وبلل کومه ادعا چه حکومت رد کړه.
همداراز د هرات امینه قوماندانی په یوه خبرپاڼه کی تیره شپه په یوه امنیتی پوسته د طالبانو دناکام برید او یوه طالب د وژنی خبر ورکړ.
ده د امریکا ځانګړو ځواکونو په مرسته د ښار پولی رنګینه سیمه کی په ولایتی بیار غونه د دبرید د اصلی طراح د نیولو هم وویل زیاته یی کړه نیول شوی کس د طالبانو په تشکیل کی د کهسان ولسوالی ولسوال نومول شوی وه.
دامنیه قوماندانی ویاند نورخان نیکزاد د پښتون زرغون ولسوالی د لاری په اوږدوکی د پولیسو له یونوفرم څخه په ګټه د دوه تنه دنیولو هم وویل زیاته یی کړه نیول شوی کسانو غلا،وسله واله داړو او انسان تښتونو کی ګرم بلل شوی دی.