«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

پرته له ناټو د هرات امنتی مسولیت.

د افغانستان  له ارګه  باوری خبری سرچینی وایی د افغان ولسمشر حامد کرزی د نوی کال په ویاړ مناسبتی وینا به تاریخی وی، ښایی له څو ولایاتو کی دافغانستان کورنیو ځواکونو ته  له نړیواله ځواکونو د امنیتی مسولیت د ورکړی اعلان وشی.

که څه هم د داډول ولایاتو نومونه لا رسنیو ته ندی جوت شوی خو د هیواد لودیز کی هرات نوم وړاند وینه یی شته .

ورته پوښتنه می د هرات امینه قوماندان جنرال سید اغا صاقب څخه وکړه ویویل په دی سربیره چه په رسمی بڼه داسی خبر نده ورکړل شوی، خو دولسمشر د پریکړی په صورت کی د خپل ولایت امنیت ټینګښت وړتیا لری.

افغانستان کی میشت د ناټو ځواکونو مشرتابه لاد مخه د رسنیو دراپورونو په اساس ورته راپورونه تایید کړی وایی افغان ځواکونوته ځینی ولایاتو کی دامنیتی مسولیت ورکړه د دی په مانا نده چه ګواکی دوی به هغه سیمی ته شا ګرځوی. بلکی برخلاف ملکی برخه کی به یی مرستی پیاوړی او دبیارغونی په چارو کی به خلکو سره مرسته وشی.

دا مهال د هرات په ښار سربیره دری ولسوالیو شندند،رباط سنګی او کشک کهنه ولسوالیو کی د امریکا په مشری د ناټو ځواکونو مرکزونه شته چه په نظامی فعالیتونو سربیره د بیارغونی برخه کی ولسی خلکو سره دملینونه ډالرو په ارزښت د پروژو د پلی کولو سابقه لری.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و نهم اسفند ۱۳۸۹ساعت 21:15  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |