دطالبانويوه ١٠کسيزه ډله دملاعبدالغني په مشري تسلیم شوه.
دطالبانويوه ١٠کسيزه ډله دملاعبدالغني په مشري دهرات کشک رباطسنګي ولسوالي څخه دولت ته خپلي وسلي راوړي.عبدالغني له ورسره ملګروسره يوځاي دملي امنيت اداره کي خبريالانوته وويل چه حکومت سره ستونزه نلري خوسيمه کي دغيرمسوله وسله والودشتون،اوناامني په وجه يي خپل ملګري وسله وال کړي وه."هغه وايي سيمه کي ناامني وه ورورمي انسان تښتونکوبوته په ٢٠لکه افغاني مي راخلاص کړ.ځکه نودځان دامنيت لپاره مي وسله واخيسته دمخالفوپه ليکوکي ودريدم اوس چه حکومت پياوړي شودادي بيرته مي وسلي دولت ته ور کړي اوزه امنيتي ليکوکي مرستي ته تياريم"
تسليم شويوطالبانوهوډوکړچه دولسي ملاتړځواک په ډول به هيوادته خدمت اوسيمه کي دامنيت لپاره مرسته وکړي.دملي امنيت اداري ديوي خبرپاڼي په خپرولوسره ددغوطالبانوتسليمي يوه بريا بللي وه.راوړي وه چه دوي ځان سره لس ميله سپکه اودرنه وسله هم تسليم کړه.
تسليم شويوکسانوحکومت ته دمرستي چمتوالي وښوده خودخبروپه دوام يي له حکومت څخه ځان اوسيمه ته دتوجه شرط وړاندي کړ"دوي وايي بايدحکومت هغو ته په توجه دکارزمينه برابره اوسيمه کي دبيارغوني چاري ګړندي کړي. که نه نويوځل بيابه يي سيمه کي دطالبانوليکي قوي اودخلکوژوندبه نارامه شي"
که څه هم تسليم شوي ډله دولتي مامورين دطالبانويوه پيژندل شوي پلويان يادوي خودطالبانوپه وياندي قاري محمديوسف احمدي ناڅرګندځاي څخه په ټلفون سره وويل چه ددوي هيڅ کوم سړي دولت سره ند ي وځاي شوي.
خودهرات محلي چارواکي بياپه خپله ادعاټينګارکوي وايي د روان کال په اوږدوکي ترزرتنه زيات ددولت مخالف وسله وال ملکي ژوندته راګرځيدلي اوګڼه نوروسره يي اړيکي ټينګي کړي دي.