هرات اوبادعیس:دناامنی تازه پیښوحال.
په داسی مهال چه افغانستان کی دټولټاکنوله پاره یوازی څوساعتونه پاته دی دهرات،اوبدغیس،بیلابیلوسیموکی چاودنویوشمیرملکی کسان مړوټپیان کړه تازه چاودنه دجمعی په ماښام دهرات ښارارګ نومی سمه کی رامنځه شوه چه دعینی شادانوپه وینا۲ تنه ملکی کسان یی ټپی کړه همدارازله دغی پیښی څوساعته مخکی دهرات ادرسکن ولسوالی کی دسرک دغاړی مین په یوه موټرمنفجرکړی شو، چه هرات کی دټاکنوخپلواک کمیسیون مشراول الرحمن رودوال په وینادټاکنودخامومواددلیږدهغه موټریزه کاروان یی هدف وه چه فرسی ولسوالی ته یی دولسی مشرانوپه مرسته ضروری توکی لیږدول«دوه تنه اربابان پیښه کی مړه اوزمونویوموټرچلونکی ټپی شوی دی دوی دموادولیږدکی کومک کاوه»دټپی حال هرات دحوزوی دروعتون اداری مدیرمحمدرفیق شیرزی نازک وباله.طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی دپیښی مسولیت ومانه زیاته یی کړه دټولټاکنودکمیسیون ۴تنه یی وژلی خودادرسکن ولسوال نثاراحمدپوپل یی ادعاردکړه.بل پلودبادغیس دوالی ویاندشرف الدین مجیدی هم خپل ولایت اړوندجوند ولسوالی ګلچین سییمه کی دسرک دغاړی دمین په افجارسره له غرمی وروسته یوه موټرکی د۳ملکی کسانودټپ خبره وکړه.په بادغیس کی دټاکنودخپلواک کمیسیون مامورینودپنجشنی په مازدیګردیوه نوماندی ۱۰کمپینرانوپه شمول دټولټاکنودخپلواک کمیسیون د۸تنه کارکونکودتښتونی خبرورکړی ؤواودهغه ولایت ګاونډهرات کی هم دقاری صفی الله په نوم دولسی جرګی دیوه نوماندی د۳ملګروسره دبرامتی خبرهم ورکړل شوی دی.خوطالب ویاند قاری یوسف احمدی له دغوتښتونوخبری رسنیوسره په خبروکی بیخبری وښوده