«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

امنینی مامورینوهڅی چټکی کړی

دغه وسلی اومهمات چه لری ویشتونکی سکر۲۰ډوله مزائیلوپه شمول ګڼ شمیردمختلف ډوله وسلومرمی، باروت، اومیونه پکی شامل وه دښاربیلابیلوسیموڅخه ملی امنیت اداری کشفی عملیاتوکی لاس ته راوړی وه چه په ځینویی دایران اسلامی جمهوریت کی دجوړښت نښه اوماډل څرګندوه.خودهرات دوالی ویاندچه دهمدغوموادوپه اړوندیی خبریالانوته دچهارشنبی په ورځ خبری کولی دموادماډل ښودلوڅخه ترتحقیق دمخه ډډه وکړه خودایی بیاوویل چه تازه دورانکاره بریدونوپه نیت راوړل شوی وی«اروین زیاتوی له نیکه مرغه ملی امنیت دخپلوهڅوپه ترڅ کی دیوه لوی تروریستی بریدمخه ونیوله.په دری بوجیوکی ۱۵۰کیلوباروت،۲فیره سکرتوغندی،۱۲حلقی دټانګ اوپرسونل ضدمینونه،۶فیره بی ام یومزائیل،۱۶دابوس توپ خستی او۳۴دهاوان مرمی،۲۷دRPG7 راکټ مرمی.۴۴دانفجاریه موادوترټولوخطرناک ډول توروتیل کلچی،او۱۶۰۰۰دبیلابیل ډول وسلومرمی نیول شوی دی »دوالی ویانددادخپلوامنیتی مامورینوترټولولویه بریاوګڼله چه دهغه په وینادولسی جر ګی دټاکنوپه درشل کی یی ولسی وګړی اوحکومتی مامورین له شره وژغورل شوه.ده ژمنه وکړه چه دسولی دټینګښت په لارکی یی سړی نه ستړیکیدونکی کارونه کوی.اومامورین وایی له وسلوسره په تړاوڅوک ندی نیول شوی خودلټون عملیات یی جریان لری.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه دهم شهریور ۱۳۸۹ساعت 16:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |