«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:سبادوالی په دنده وګمارل سو.

ډاکټرداودسبادشنبی په ورځ په هرات کی دګڼه ملکی اونظامی مامورینو،مدنی ټولنی فعالینواونورښاریانوپه هرکلی کی دولایت دنده پیل کړه مناسبتی غونډه کی یی ګډونوالوته هرات کی دګڼه ګټوروپروګرامونوترڅنګ دامنیت دلاښه ټینګښت په غرض دسولی بهیردپرمختګ وویل«دولسمشردتګلاری په اساس هرهغه څوک چه په یوه نه یوه ډول ناراضی دی هغوی ته دخبرو،اوروغی جوړی وړاندیزکوم ځکه جنګ اوجګړی دحل لارنده  زمونږهیوادپرمختک اوطرقی ته اړه لری به سوله بری ته رسو.خویوشمیرکسان چه دشخصی ګټوپه خاطرشورش جوړولوسره  دعامه نظم دګډوډی هځه وکړی دقانون له مخی به هغوی ته ځواب ووایم»سباوویل امنیت،ښونه اوروزنه ،بنسټیزه پروژی، اووزګاره کسانوته دکارموندنه یی دکارلومړیوالی ده چه دولسی خلکوبه مرسته به یی ترسره کړی. ده وویل پرته دخلکوله همکاری حکومت نیمګړی دی ځکه یی نوخلک  دخپل ماموریت مرستی ته راوبلل.داودسبادهرات ګذری ولسوالی استوګن دی لومړی زده کړی هرات کی کړی دی  لوړی زده کړی یی کانډاکی بشپړي کړی دی.په هیوادکی دبیلابیلودولتی دندوتجربه لری خوورو ستی هغه یی دولسمشردصلاح کاردنده وه.بایدووایم چه ترداود دمخه ډاکټر احمدیوسف نوریستانی دهرات والی وه له یونیم کال ماموریت څخه یی دلته خلک ښي خاطری لری .هغه یوشمیرکسانوسره چه ازادی راډیوخبری وکړی ویویل په ګمرک کی دوعوایدواوچتوالی ،دری ولسوالیوګذره ،پښتون زرغون ،اوادسکن ،څخه دوسله واله ټغرنغاړل،هرات دکوکناروله کښت څخه سفرکول ،اولږترلږه ۳سوه غیرمسوله وسله وال له مرچلوملکی ژوندته راګرځول دنوریستانی هغه کارونه وه چه ستاینه یی لازمی ده.خوداچه نوریستانی سره له دمره بریاوو بیاهم له دندی ګوښی شودهرات دګڼه خلکوپه زهنونوکی یوسوال پاته دی.

+ لیکل شوی په  شنبه ششم شهریور ۱۳۸۹ساعت 21:34  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |