«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:توت زمینی ِه نتیجه ورکړه.

نوین سوفلادهرات ښارختیځ کی دانجیل ولسوالی یوه سیمه نومیږی. داسیمه دتیرمهال جګړودومره ځپلی وه چه تل به یی ورانی ویجاړی دجګړی دمهال نقل کی بیلګه یادیده.خودسیمی خلک وایی څلور کاله وړاندی یی وسله والوته له سیمی په ځواب ورکولوملکی ژوندپیل کړ. شاړی ځمکی ودانی اوس ژوندبیرته عادی حالت ته راګرځیدلی ښونځي پکی پرانستی ،خلکوته سیمه کی روغیتایی،دبریښنا،اونور ګڼه خدمتونه چمتودی.دغه خبری نه یواځی داچه سیمه ایزخلک،اودمدنی ټولوفعالین کوی بلکی زه یی یوله عینی شاهدانوڅخه یم .دلته اوس د ورانی کوم اسارنشته لیدل کیږی برخلاف خلک په کلیوالی ژوندکی خوښ، سیمه په بیلابیلوکښتونوزرغونه، لښتیوغیږه غیزه اوبه اوړی را اوړی.ډول ډول بڼونو طبعت ته ښکلاورکړی ښځی نر،دبیلابیل عمر کسان کر وندوکی بوخت بريښی.د۶۰کلونوعمرلرونکی یوتن دوه نیمچه زوانانوسره په یوه کرونده کی میوه ټولوی  ددندی ،اومیوی په اړوندمی تری وپوښتل زیاته یی کړه توت زمینی فصل ټولوی په خبروکی یی ګټوڅخه یی راضی وه«عبدالغنی وایی دغه نیم جریب ځمکی څخه یی پرته له لګښت څخه تراوسه نږدی ۶۰زره افغانی حاصل ټول کړی دی»غنی تیرمهال دلته دکوکناروپه کښت په اعترف پیښمانی وښوده.توت زمینی وړوکی بوټی ده له کښت څخه وروسته یی په دوهم کال بوټی په عاصل راځی دافغانستان مرکزی ولایاتوکی پخواه کروندی رواج وی ،خوپه هرات کی دکرنی ریاست په غوښتنه داسی ار ایس موسیسی په مرسته ۶کاله راهیسی دودکړی.کروندګروایی پالنه یی اسانه اوتر غنمویی فصل زیات ده«دغه نیم جریب دغنمودلس جربیه ګته لرو. نوپه دغه ډول یی ګټه دغنموله فصل یوپه شله زیات ګڼلی شم»غنی اودسیمی نوردتوت زمینی میوه لرنکی اړندی چه دخپلومیولپاره مارکټ ومومی بلکی هټیوال دوی ته په مراجعه هرکیلوپه ۲سوه افغانی تری ترلاسه کوی فصل یی دسورله میاشتی پیل دجوزاترپایه دوی وایی دوام کوی.دسیمی یوه کر وندګرهیله لرل چه شتمن به شی اوداولادونولپاره دزد ه کړی خیال به یی په حقیقت بدل شی.سیمه کی دتوت زمینی دکښت په لارښونه سربیره دسی ارایس موسیسی مامورین خلکوسره مالی اوتخنیکی مرسته هم کوی .انجنیرحصام الدین په نوین کی کروندګرولپاره ښارته دمیودلیږدځانګړی کارتنونه ویشی ازادی راډیوته یی وویل«۲۰۰۵میلادی کال کی دسی ار یس موسیسی کرنی  ریاست سره په مشوره دنورونباتی بوټودترویج ترڅنګ دتوت زمینی پلان هم پلی کړموسیسه دوی ته دتوت زمینی په نهالونوسربیره ،ټول اړین امکانات،اودکرنیزه بوټودرمل برابروی په دی سربیره دمار کټ زمینه یی هم  زمونږله دندوڅخه دی»په هرات کی دکرنی ریاست دترویج مدیرمحمدطارق معتصب زاده دتوت زمینی لپاره دخپل ولایت اوبه ،اوخاوره مناسبه وګنله زیاته یی کړه«سی ار ایس هرات کی تراوسه ۴۰جریبه ځمکه دازموینی په توګه توت زمینی ۸ولسوالی کی کرلی دښی نتیجی له کبله به یی دکر نی ریاست بوټی زرګونه جربه ځمکوته انتقال پنځلس ګونه ولسوالیودهرات کی په کرلوسره به یی کروندګروته خو راګته ورسیږی»دتوت زمینی دپروژی ټولټال لګښت څخه مامورینوبیخبری وښوده مګرویویل دهرجریب لګښت یی ۱۵زره افغانی تراوسه شوی دی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه چهاردهم اردیبهشت ۱۳۸۹ساعت 12:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |